Announcement

Collapse
No announcement yet.

بادام د زړه د ناروغۍ مخه نیسي/

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بادام د زړه د ناروغۍ مخه نیسي/

    بادام د زړه د ناروغۍ مخه نیسي/



    د بادامو په خوړلو سره د زړه د ناروغیو خطر کمېږي. په بادامو کې شامل غذايي مواد د زړه له روغتیا سره مرسته کوي. بادام په زیاته اندازه مګنیزيم لري چې د زړه د حملې په مخنيوي او د وینې د فشار په کنټرول کې مهم رول لري.
    څېړنو ښودلې، چې بادام د ګټورو کولېسټرولو په تولید او د مضرو کولېسټرولو په کمولو کې مهم رول لوبوي. د کولېسټرولو زیاتوالی د زړه د حملې او وینې د فشار لوی سبب دی.
    بادام د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
    په بادامو کې شته فایبر، پروټین او صحي غوړ د دې سبب کېږي چې د یو موټي بادامو په خوړلو د مړښت احساس وکړی. په بادامو کې شته مګنیزيم ستاسو د وینې شکر تنظيموي چې دا کار په خوړو پسې زړه سولېدل کموي.
    بادام همدارنګه په وجود کې د انرژۍ د جذبېدو مخه نیسي. دا چې بادام ډېره انرژي لري دا مهمه ده چې په اندازه وخوړل شي. د تغذیې متخصصان هره ورځ د یو موټې بادامو د خوړلو سپارښتنه کوي.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X