Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ځګر التهاب Hepatitis

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ځګر التهاب Hepatitis

    هيپاتيت د ځګر له التهاب او انتان د بيلابيلو لاندې لاملونو له امله عبارت ده :

    • وايرس ( ډير معمول ده)
    د هيپا تيت A,B,C,D,E ځانګړي ډولونه ( ځګر ته متمايل ) چې تر اوسه پيژندل سوې دي .د ا وايرسونه کولاى سي چې د Fecal – Oral يا د Parenteral يا د عضويت د مايعاتو له لارې وليږدي.
    نور وايرسونه کيداى سي چې د ځګر د التهاب لامل سي ( لکه هرپس، دساستو ميګال وايرس، ايپستان، بار وايرس چې دمونونوکليوزس مسول دي ، واريسيلا ، ادينو وايرس، انتيرو وايرس ، پاروو وايرس)،‎.

    __ توکي
    • د ملاريا ضد درمل Chloroquine , Paracetamol ) ) ( لوړ دوزونه ) انستيزي توکي.
    • الکول
     د (Autoimmune ) ناروغۍ


    هيپا تيت کيداى سي چې سختو ناروغيو ته اختلاط ورکړى لکه د سيروز اړوند د ځګر د حجرو تخريب ، د ځګر عدم کفايه او د ځګر د حجراتو کارسينوما .





    ___ تشخيص
    سره له دې چې د وايروسي هيپاتيت د ناروغۍ شدت او اختلاطات دهغ د بيلابيلو لاملونو له امله ممکن توپير ولري مګر د هيپاتيت د بيلا بيلو ډولونو عمومي اعراض او علايم يو شان دي . د انتان ښکاريدل کيداى سي څرګند نه وي ( لکه غيرعرضي ، د ځګر د انزايمونو نورمال والي ) Subclinical ( لکه غير عرضي د ځګر د انزايمونو له لوړيدو سره ) پرته و زيړي ( عرضي د زيړي له شتون پرته ) او زيړي لرونکى ( د زيړي شتون يا هغه څرګنديدنې چې د زيړي په لوري پرمختګ کوي). په معمولو اعراضو کې لاندې څيزونه شامل دي.


    • ستړيا ، تبه ، د يوې اونۍ څخه تر يوى مياشتي لپاره زکام ته ورته اعراض د زيړي له رامنځته کيدو څخه مخکې ، هر يو چې څرګند سي.
    • د اشتهار نشتوالى ، زړه بدوالى ، کانګې.
    • د نس د ښي پورتنۍ څلورمې برخې حساسيت له يا پرته د جس وړ ځګر سره .
    • خارښ
    • د ناروغۍ له پرمختګ سره کيداى سي زيړي پيداسي.
    • د B اوC ډول د هيپاتيت لپاره د معايناتو چټکه څيړنه ( دوينې په بانک لرونکو مرکزونو کې ) کيداي سي د ناروغ پخواني مخ کيدل له دې ډولونو سره وښيي د انتي باډي د موجوديت پيژندنه) مګر د ناروغۍ فعال والى يا شتوالى نه تائيدوي.
    • شديد اختلاطات چې د ناروغۍ د سخت پړاو څخه وروسته کيداى سي پيداسي ، لکه سيروز ، يا د ځګر عدمې کفايه ،Encephalopathy ، حبن Ascites ) ) ، کوما ، وينه راتلنه ، يا د وينې د ګلوکوز د کچې ټيټدل( Hypoglycemia ).


    درملنه
    له درملو پرته درملنه

    د A ډول د هيپاتيت لپاره کومه ځانګړې درملنه شتون نلري ، د ساتندويه څارنو سپارښتنه وکړئ .
    په ساتندويه څارونو کې لاندې څيزونه شامل دي:
    o د اړتيا سره سم دويرد داخل له لارې د مايعاتو ورکول.
    o په بستر کې استراحت تر هغه وخته چې د ترانس اميناز د انزايمونو کچه لوړه ده .
    o له کاربو هايدريتونو څخه د بډايه رژيم په وسيله کافي تغذيه او د پروتين کافي مقدار بايد ورکړل سي.
    o کيداى سي د غوړو ورکول محدود سي مګر اړينه نه ده چې قطع سي .

    ___ د درملو په وسيله درملنه
    • د امکان په صورت کې د درملو د توصيې څخه د ناروغۍ په حاد پړاو کې ډده وکړۍ ،کيداى سي د درملو جذب له خطر سره مخ سي يا درمل د ځګر د ناروغيو د شدت د زياتيدو لامل سي .
    ليږدول
    • د ناروغۍ له اختلاطاتو سره ټول ناروغان لکه شديد زيړي Encephalopathy ، کوما وينه راتلنه ، او د وينې د ګلوکوز د کچې ټيټيدل.
    • هغه اميدوارۍ ميرمنې چې د هيپاتيت B په فعاله بڼه اخته دي نوي زيږيدلى ماشوم ته له ايمونو ګلوبولين سره درملنې لپاره له زيږون څخه ژر تر ژره وروسته .
    • ټول ناروغان چې له معايناتو او د هيپاتيت د چټکو ټيسټونو له څيړنې وروسته په هغو کې HBV او HCV مثبت وي ثابيتيږي.

    مخنيوى او ناروغ ته لارښونې

     د کتلوي معافيت د پروګرام د تجويز سره سم واکسين له اخيستلو څخه ډاډ تر لاسه کړي ( د هيپا تيتB واکسين د پنځه ګونو واکسينونو يوه برخه ده Pentavalent ) .
     هغو ټولو کسانو ته چې له ناروغ سره تماس لري د لاسونو د مينځلو لار ښونه وکړئ.
     د کاندوم استعمال هغه کسانو ته سپارښتنه وکړى چه د هيپاتيت ناقلين دي.
     له يو ځل کاريدونکي سورجونو او تعقييم سويو توکو څخه د هر ځل جراحي مداخلې يا اندوسکوپي معايناتو لپاره گټه واخلئ ( د کلورين له محلولونو څخه دي د تعقيمولو لپاره گټه واخيستل سي ).
     ناروغ ته لار ښونه وکړئ چې د اعراضو د خرابيدو په صورت کې کلينيک ته مراجعه وکړي.
     ناروغ ته لارښونه وکړئ چه هر دوه اونۍ وروسته د خپل وضعيت تر ښه کيدو پورې کلينيک ته مراجعه وکړي.
     شيدې ورکونکي ميندې کولاى سي چې خپلو ماشومانو ته شيدې ورکړي.


    ماخذ: ددرملنې ملي معياري لارښود دلومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X