Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ځیګر د روغتیا لپاره له ځینو خوړو ګټه واخل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ځیګر د روغتیا لپاره له ځینو خوړو ګټه واخل

    د ځیګر د روغتیا لپاره له ځینو خوړو ګټه واخلئ


    نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ د ستړیا احساس کوي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او جسمي ځواک له لاسه ورکوي. له بده مرغه پر دې ناروغۍ ډېری د لوړ عمر کسان اخته کېږي.
    دا چې څه ډول کولی شو له دې ناروغۍ ځان وژغورو، په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې ده:
    ۱- له لیمو ګټه واخلئ: هر سهار په اوبو کې لیمو واچوئ او ویې څښئ، تروش لیمو د ځیګر د غوړو لپاره ګټور دي او روغتیا مو تضمینوي.
    ۲- په پخلي کې مو هرو مرو له زنجبیل څخه ګټه واخلئ: هغه کورنۍ چې په خپل پخلي کې په ورځني ډول له زنجبیل څخه ګټه اخلي، د ځیګر له ناروغۍ په امن کې دي.
    ۳- شین چای وڅښئ: د شین چای څښل په ځیګر کې د غوړو د غوټه کېدو مخه نیسي او په ټوله کې د دې ناروغۍ درملنه کوي. د چین خلک په دې اند دي چې شین چای د ځیګر د سرطان مخه هم نیسي.
    ۴- له سویا څخه ګټه واخلئ: روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره د سویا سپارښتنه کوي چې د ځیګر پر ناروغۍ اخته وي. نباتي پروتین د حیواني پروتینو په پرتله ګټور دي او ځیګر د ناروغۍ لپاره ښه نسخه کېدای شي.

    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X