Announcement

Collapse
No announcement yet.

بادرنګ څه ګټي لري؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بادرنګ څه ګټي لري؟

    ادرنګ د څلورو هغو سبزیو د ډلي دئ، چي په نړۍ کې په ډېره اندازه کرل کېږي او خوړل یې د روغتیا لپاره تر ډېرو نورو سبزیجاتو لومړیتوب لري، او همدا ډول نوموړي سبزیجات په ډېره اساني سره کولای سي چي هر څوک يې ترلاسه کړي.

    د ساینسپوهانو وروستیو څېړنو ښودلې ده چې بادرنګ ۹۰ سلنه اوبه لري، هغه کسان چې په هر دلیل اوبه نه سي چښلای، نو پر ځای دي ئې په غذايي مهالوېش کي بادرنګو ته ځای ورکړي. بادرنګ د وجود د ضایعو سویو اوبو په پوره کولو کي له تاسو سره ډېره مرسته کوي.


    د وجود د داخلي او باندنۍ تودوخي سره په مبارزه کي مثبت رول لري، هغه کسان چي پر پوست ئې دانې وي او یا په جلدي ناروغیو اخته کيږي نو د بادرنګو خوړل مرسته ورسره کولای سي. همدا ډول روغتیا پالان وایي: چي د ښکلا لپاره هم بادرنګ ښه نخسه ده.
    بادرنګ د A، B او C ویټامینونه لري، چي ستاسو وجود اړتیا ورته لري. د هاضمي سیستم د خوندي کولو او سالم ساتلو لپاره بادرنګ سالمه نخسه ده.


    که غواړﺉ، چې سترخوان مو ښایسته سي، نو د بادرنګو د رانیولو پر مهال یې رنګ او تازه والي ته خاصه پاملرنه وکړﺉ. ځکه چي پیازي او ژړ بادرنګ ستاسو روغتیا ته زیان اړوي.



    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X