سينه بغل/ ډاکتر رحیم هلال
کېدای شې د سکاروي یا سينه بغل ناروغي په لیکلې بڼه ځينو لوستونکو ته تکراري و اوسېږي خو موږ يې بیا د خپرولو هڅه په دې وکړه چې ياده ناروغۍ په ځانګړې ډول د یخ په موسم کې زیات وګړي اخته کوي.
سينه بغل چې په طبې ژبه کې يې نمونيا بولې د تنفسې سيستم يوه ځانګړې تبه لرونکې ناروغي ده چې دا مهال يې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې وکړې له ګواښ سره مخ کړې .
سينه بغل په اصل کې د سږو پاړسوب ته ويل کېږي، د مايکرو ارګانېزمونو لکه ويرسونه، بکتريا فنجې او پرازيټونو پواسطه چې د انسان تنفسې سيستم ته داخليږي منځ ته راځې، له دې امله خو د تنفسي سيستم پورتنۍ او لاندنۍ برخې دواړه په افت اخته کوي .
د طب کتابونه ليکي د سينه بغل پنځه اويا سلنه سببې لاملونه د پيژندنې وړ دي خو په پورته لاملونو سربېره، د وړانګو په واسطه درملنه، الرژيک ميخانيکتونه، او ځېنې کيمياوي مواد لکه کراسين، فرافين او داسې نور هم کيدای شي د سينه بغل لامل وګرځې.
د سينه بغل پېښي په ځانګړې ډول په سړه هواکې زياتې را منځ ته کېږي، سړه هوا په خپل دد دې ناروغۍ لپاره رامنځته کوونکي فکټور نه دی خو زيمنه ورته مساعدوي، کيدای شي هر څوک پرې اخته شي، ماشومان سپين ږېري او هغه کسان چې د يو لړ ناروغيو له امله يې د وجود دفاعي سيستم کمزوری شوی وي پرې زيات د اخته کېدو امکان لري.
همدارنګه يو شمېر ځنډنۍ ناروغۍ لکه د زړه، ځېګر پښتورګو، سالنډي او شکرې ناروغۍ هم د دې ناروغۍ لاملونه کېدای شي.
د سينه بغل د درملنې لپاره له معمول سره سم له ځينو انټي بيوټيکو څخه کار اخستل کېږي، د انټي بيو ټيکو له منځ ته راتګ سره سم د شمېرو له مخې د سينه بغل د ناروغۍ په واسطه په ماشومانو کې مړېنه څو چنده راکمه شوې، له امله يې په وجود کې د سينه بغل د اخطلاطاتو په کمولو کې هم ښه رول لوبولی دی.
سينه بغل يوه سارې ناروغۍ ده چې له يوه کس څخه بل ته د هوا له لاري انتقالېږي، کله چې يو کس په هوا کې شته ميکروبونه د تنفس له لاري واخلي په دې ناروغۍ اخته کېږي، په ځانګړي ډول کله چې پرې اخته کس و ټوخېږي يا و پرنجېږي ميکروبونه په هوا کې خوروي، د تنفس له لاري نورو کسانو ته انتقالېږي.
لوړه تبه، لړزه سر درد ، په پرله پسې توګه ټوخی چې اول وچ وي وروسته ورسره سريښناک بلغم يوځای وی، او د سينې خوږ د دې ناروغۍ نښې دي
د سينه بغل نښې تقريباً والګې ته ورته دي خو په سينه بغل کې وچ ټوخی چې وروسته ورسره سريښناک بغلم مل وي په پرله پسې توګه شتون لري.
د ناروغ د تنفس شمېر زيات وي، سا ايستل لنډه او ژر، ژر وي کيدای شي په دې وخت کې د ناروغ شونډې او نوکان شنه منظره ورکړي، د سا اخستو سره په سينه کې درد پيدا کېږي چې وروسته د اوږې او ګېډي طرف ته انتشار کوي.
که چېرته پورته نښې نښانې په چا کې ولېدلې شې او يا هم پکې والګۍ دوام وکړې اړينه ده چې له متخصص ډاکټر سره يې په اړه مشوره وکړې تر څو يې د دي خطرناکې ناروغۍ په وړاندي خوندي توب موندلی وي.
په دې توګه به يې په ټولنه کې هم د ځان د ژوند په ژغورلو او هم د نورو وګړو د خوندې توب لپاره کار کړی وي.
داناروغۍ په ماشومانو کې د لويانو په نسبت ډېره خطرناکه ده هرڅومره چې ماشوم ته په کم عمر کې پيښېږي په هماغه اندازه يې د خطر سلنه هم لوړېږي.
روغتيايې څېړنې ټينګار کوي، هغه مېندې چې خپلو ماشومانو ته د غواګانو او وزو شېدې ورکوې بايد په جوړولو اوتيارولو کې له ځانګړې پاملرنې څخه کار واخلې په ځانګړې ډول د شېدو په پخولو او تازه والې کې بايد ډير پام وکړې ځکه په ماشومانو کې د له وخته تېرو شېدو او اوموشېدو په ورکولو سره هم کېدای شې ياده ناروغي را منځ ته شې.
د مور له خوا خپلو ماشومانو ته د اړوندو تدابېرو په نيولو سره کېدای شي ياده ناروغي په کور کې هم تداوي شي، خو ځېنې وخت د ځينو ناروغانو لپاره روغتون ته تلل ضروري ترڅو د اړوند ډاکټر له خوا ورته پاملرنه وشي .
سړه هوا په سينه بغل د اخته کسانو شمېرته په احتمالې توګه زياتوالی ورکوې، په کار ده چې د ژمې په موسم کې د يخ په وړاندې د خپلو ماشومانو په ګرم ساتلو کې ډېره هڅه وشي
همدارنګه په والګې باندې د اخته کيدو د مخنوي په خاطر په سړه هوا کې بايد تودې جامې واغوستلې شې ځکه چې والګۍ کيدای شي په سينه بغل واوړي په تيره بيا په ماشومانو او هغو کسانو کې چې د وجود دفاعي سيستم يې نسبتاً کمزوری وي.
په دې ورستيو کې څيړنو ښودلې، هغه کسان چې سګريټ څکوي د دوی په ماشومانو کې د سينه بغل د منځ ته راتلو سلنه زياته وي.