Announcement

Collapse
No announcement yet.

دهوږي بوي په شیدو له منځه یوسئ سې شنبه, 7 اپر&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دهوږي بوي په شیدو له منځه یوسئ سې شنبه, 7 اپر&#

    دهوږي بوي په شیدو له منځه یوسئ



    ډاکترسباوون -
    نوې څیړنې د دې ښودنه کوي چې د شیدو په څښلو سره په هوږه کې موجود سلفر چې د بوی اصلي عامل دی کمیدای شي.
    د دغو څیړنو نتیجې د امریکا په فوډ ساینس مجله کې خپرې شوي دي او پکې راغلي دي په شیدو کې موجود غوړ او اوبه د هوږې د بوي له کمیدا سره مرسته کوي دغه څیړاند وايي ترټولو غوره نتیجه هغه وخت ترلاسه کیداي شي چې د هوږې له یوې ټوټې سره یوځای یو غوړپ شیدې هم وڅښئ کله چې د هوږې او شیدو ترکیب جوړ شي په دې وخت کې د هوږې بوی بیخي ورکیدای شي. هغه کسان چې له غوړو شیدو اندیښنه نه لري که غوړې شیدې وڅښي ښايي په دې برخه کې ډیره ښه نتیجه ترلاسه کړي .
    له ډیرو کلونو راهیسي د هوږې دګټوپه هکله خبرې شوي دي خو ډیرکسان د خولې د بوي له کبله هوږه نه خوري .
    د اوهایو پوهنتون دوه تنه ډاکټران شریل لارینګر او ارارات هانسنوګرام باوري دي چې پرشیدو سربیره د ډیرو اوبو، سبزیانو اوغوړو خوړل هم د هوږې له بد بویه ځان ژغورلی شئ خو شیدې په دې برخه کې ډیره ګټه لري.
    د هوږې پر نورو ګټوسربیره ډاکټران وايي په هغوسسیمو کې چې لندبل یا رطوبت ډیر وي او هغه کسان چې د سمندر په څنډو کې ژوند کوي که هوږه وخوري د مفصل یا بندونو په درودونو نه اخته کیږي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X