څرنگه چي بادام يو خوندوره وچه مېوه ده او د ښه خوند تر څنګ ډيرې نورې روغتيايي ګټې هم لري چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
دپاملرني وړ ده که چيري دغه خواړه
- بادام د بدن اضافي وزن په کمولو او د زړه د حملې په کمولوکي له تاسو سره مرسته کوي د (Loma Linda School of Public Health) دراپور له مخي په هفته کي پنځه واري خوړل يې ٥٠% (پنځوس فيصده)انسان د زړه له مختلفو ناروغيو څخه ژغوري.
- دا وچه مېوه د مضرکليسټرول په له منځه وړلو، د وينې د فشار په کمولو او د شکرې په کښته کولو کي مرسته کوي.
- بادام فاسفورس لري چې د غاښونو او د بدن دهډوکو په قوي کولو کي مرسته کوي.
- همدارنگه بادام د انسان حافظه پياوړې کوي او ددې تر څنگ عصبي سيستم لپاره نوري زياتي گټي هم لري .
- که چيري بادام په ورځني ژوند کي د سپکو خواړو پر ځای استعمال سي نو دغه خواړه په بدن کي د ميتابوليزم فعاليت کنټرولوي او د زړه رګونه له مختلفو ناروغيو څخه ساتي.
- د بادام د غوړو منظم استعمال کولاى سي د پوستکي توري الغې ، ټپونو او د ګونجو په له منځه وړلو کي له تاسو سره مرسته وکړي.
- دبادام غوړي مو وريښتانو ته ښکلا او ټينگوالى ورکوي.
- پر پورته گټو سربېره بادام دپوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخ نيوي ، د بدن د ا*ضافي وزن د کمولو او دقبضيت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي.
دپاملرني وړ ده که چيري دغه خواړه
