Announcement

Collapse
No announcement yet.

بادام او د هغه روغتيايي ګ 8:1

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بادام او د هغه روغتيايي ګ 8:1

    څرنگه چي بادام يو خوندوره وچه مېوه ده او د ښه خوند تر څنګ ډيرې نورې روغتيايي ګټې هم لري چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
    1. بادام د بدن اضافي وزن په کمولو او د زړه د حملې په کمولوکي له تاسو سره مرسته کوي د (Loma Linda School of Public Health) دراپور له مخي په هفته کي پنځه واري خوړل يې ٥٠% (پنځوس فيصده)انسان د زړه له مختلفو ناروغيو څخه ژغوري.
    2. دا وچه مېوه د مضرکليسټرول په له منځه وړلو، د وينې د فشار په کمولو او د شکرې په کښته کولو کي مرسته کوي.
    3. بادام فاسفورس لري چې د غاښونو او د بدن دهډوکو په قوي کولو کي مرسته کوي.
    4. همدارنگه بادام د انسان حافظه پياوړې کوي او ددې تر څنگ عصبي سيستم لپاره نوري زياتي گټي هم لري .
    5. که چيري بادام په ورځني ژوند کي د سپکو خواړو پر ځای استعمال سي نو دغه خواړه په بدن کي د ميتابوليزم فعاليت کنټرولوي او د زړه رګونه له مختلفو ناروغيو څخه ساتي.
    6. د بادام د غوړو منظم استعمال کولاى سي د پوستکي توري الغې ، ټپونو او د ګونجو په له منځه وړلو کي له تاسو سره مرسته وکړي.
    7. دبادام غوړي مو وريښتانو ته ښکلا او ټينگوالى ورکوي.
    8. پر پورته گټو سربېره بادام دپوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخ نيوي ، د بدن د ا*ضافي وزن د کمولو او دقبضيت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي.

    دپاملرني وړ ده که چيري دغه خواړه
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X