ژمي کې پښې څرنګه له یخنۍ وساتو؟
ژباړه: هدايت الله هميم بي بي سي
شریک یې کړئ
یوه پښه پر بلې اړول هم د بدن غړو ته د وینې د رسېدو مخه نیسي. د جرمني "بریګیټ" په نامه یوې مجلې په ډاګه کړې ده، چې د هوا د تودوخې په کمېد سره، د انسان بدن د مهمو غړو او ماغزو د تودېدو چاره مخته بیايي، بیا لاسونه او پښې پخپل وار تودېږي.
دغه مجله وايي، د پښو سوړوالی د وینې د جریان د ورو کېدو لامل هم ګرځي، چې ددې کار د مخنیوي لپاره باید له ډېرو اسانه او ساده لارو چارو ګټه واخیستله شي.
د مجلې راپور سپارښتنه کوي، چې د پښو د تودو ساتلو لپاره باید پښې په منظم ډول ډېر حرکت وکړي، هره ورځ باید سړی د لنډې مودې لپاره په پښو ولاړ شي، چې په دې سره په بدن کې د وینې د ګرځېدو جریان چټکېږي.
کارپوهان دا بهتره ګڼي، چې سړی په کار، کور او یا ان که په کور کې پر څوکۍ یا په نرمه توشکه ناست هم وي، باید د پښو ګوتې وخوځوي، خو که د لاسونو ګوتو ته حرکت ورکړل شي، دا هم د پښو له تودېدو سره همکاري کولی شي، د پښو د پړسوب مخه نیسي او د وینې جریان تېزېږي.
"بریګیټ" مجله لیکي، د امکان تر حد پورې باید یوه پښه پر بله وانه اړول شي، ځکه چې په دې کار سره د پښو وروستۍ برخې ته د وینې رسېدو جریان بندېږي.
تړم حمام
کارپوهان وايي، په ګرم حمام کې د پښو موښل، او یا د پښو کریم ورباندې موښل یا په تېلو پښې غوړول هم د وینې د جریان له تېزېدو سره مرسته کوي، او پښې ګرمې ورسره ساتل کېږي.
دوی وايي، ګرم حمام له میندوارو مېرمنو سره هم د هغوی په بدن کې د وینې له تګ راتګ سره مرسته کولی شي.
یاده مجله وايي، د ځان خولې کولو ځانګړی حمام (سونا) د بدن له تړم کېدو سره مرسته کوي، او د پښو په شمول د بدن هرې برخې ته وینه رسوي.
ګرم چای یا قهوه څښل د بدن د یخنۍ کمولو په اړه څه نوې نظریه نه ده، خو ترڅنګ یې باید په خوراکي نظام کې ګرم خواړه هم وراضافه کړای شي، لکه مرچ/مرچک، زنجبیل، خو له ډېرې قهوې څښلو او سیګرټ څکولو باید ډډه وشي.
بهتره دا ده چې په ژمني کې بوټان پیړ خو تله یې نرۍ وي، چې په دې سره له کوزنۍ برخې نه پښو ته د سړو او لمدبل رسېدو مخه نیسي، بوټان باید تنګ نه وي، ځکه چې تنګ بوټان هم د وینې د جریان مخه نیسي.
کله چې سړی د ساه لنډۍ او یا په سینه کې د خوږو احساس وکړي، مانا دا چې د وینې په جریان کې کومه ستونزه رامنځ ته شوې او یا زړه په سمه توګه کار نه کوي پردې سربېره، د پښې او بوټ ترمنځ هوا لرونکی بالښت هم ګټور تمامېدای شي. په اوږده ژمي کې د مېږو له پوستکي د جوړو شویو بوټانو پښو کول غوره ګڼل شوي؛ ځکه چې پوستکی یې خپله ګرمي ساتلی شي.
د زړه ناروغان دې ځانونه ګرم وساتي
د اتومي طب جرمني متخصصینو خبرداری ورکړی، چې د زړه ناروغان دې له سړې هوا ځانونه وساتي؛ ځکه چې سړه هوا د دغو مریضانو د زړه د شریانونو د تنګېدو لامل ګرځي.
دوی وايي، کله چې سړی د ساه لنډۍ او یا په سینه کې د خوږو (درد) احساس وکړي، مانا دا چې د وینې په جریان کې کومه ستونزه رامنځ ته شوې او یا زړه په سمه توګه کار نه کوي، چې دا کار آن د زړه د درېدو یا د زړه د حملې لامل هم کېدای شي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
ورته مطالب
د نړۍ نور مطالب
د نوي کال لمانځنې پیل شوې
بشپړ متن ولولئ د نوي کال لمانځنې پیل شوې
یوه کاناډايي د اتو کسانو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی
بشپړ متن ولولئ یوه کاناډايي د اتو کسانو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی
د فلسطیني خاورې د اشغال پای ته رسولو پرېکړه لیک 'رد' شو
بشپړ متن ولولئ د فلسطیني خاورې د اشغال پای ته رسولو پرېکړه لیک 'رد' شو
ډېر لوستل شوي
ژباړه: هدايت الله هميم بي بي سي
- 8 ساعتونه مخکې

- ولې د نارینه په پرتله د ښځې ډېر ساړه کېږي؟
10 دسمبر 2014 - 19 لیندۍ 1393
- یخنۍ ۱۷ افغانان وژلي دي
- په اروپا کې یخنۍ ۲۳۳ کسان وژلي
د نړۍ نور مطالب
د نوي کال لمانځنې پیل شوې
- 3 ساعتونه مخکې
بشپړ متن ولولئ د نوي کال لمانځنې پیل شوې
یوه کاناډايي د اتو کسانو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی
- 4 ساعتونه مخکې
بشپړ متن ولولئ یوه کاناډايي د اتو کسانو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی
د فلسطیني خاورې د اشغال پای ته رسولو پرېکړه لیک 'رد' شو
- 8 ساعتونه مخکې
بشپړ متن ولولئ د فلسطیني خاورې د اشغال پای ته رسولو پرېکړه لیک 'رد' شو
ډېر لوستل شوي
- 1 اروزګان کې یوه ساتونکي خپل پنځه ملګری وژلي
- 2 افغانستان کې د ناټو د "هدفي وژنو" سپيناوى له جرمني غوښتل شوى
- 3 ژمي کې پښې څرنګه له یخنۍ وساتو؟
- 4 امریکا کې دوه کلن ماشوم خپله مور په ډزو وژلې
- 5 په ټوله نړۍ کې د نوي کال لمانځنې پیل شوي
- 6 یوه کاناډايي د اتو کسانو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی
- 7 له کرېکټ دباندې دهوني
- 8 ۲۰۱۴ د افغان مېرمنو لپاره له زورزیاتي ډک کال
- 9 د ایران بې پیلوټه "ځانمرګې" الوتکه
- 10 د ۲۰۱۵ نړیوال جام لپاره افغان کریکټ لوبډله اعلان شوه