Announcement

Collapse
No announcement yet.

د (سى) ويتامين او دسرطان ناروغى.

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د (سى) ويتامين او دسرطان ناروغى.

    د (سى) ويتامين او دسرطان ناروغى. 10-07-2010 12:53 AM
    علم گل - لاروى
    په تيرو وختونو کې د سى ويتامين دروغتيايى ځانگړنى په هکله ويل کيده چې داويتامين دسکروى ناروغي نه دخلاصون لامل گرځي دسى ويتامين دزخمونو په کوشير اوښه کيدو کې ښه رول لوبوى – دا په بدن کې دعضلاتو او بافتونو جوړولو کې مرسته کوي دبې وخته بوډا توب په راتگ کې ځنډ راولى په دې معنى چې د سى ويتامين انسان ته دځوانى رنگ وربښي.
    اوس، اوس چې ساينس کې هم پرمخ تگ ليدل کيږي د (سى) ويتامين کې لازيات روغتيا پال خصوصيت په گوته شوى دى هغه دا چې دسى ويتامين دسرطان غوندى خطرناکى ناروغى په مخنيوى کې هم يو رښتينى مرستندوى دى.
    وروستى ساينس څيړنو نه جوته شوى ده کوم وگړى چې په ورځنى خوړو کې د (سى) ويتامين استعمالوى دا کسان به دغذائى نالى کوم چې دمعدى په پورتنى برخه کې موقعيت لري او ايسوفيگس ورته ويل کيږي له سرطان نه دخلاصون لامل گرځي د امريکايى ډاکټرانو دمعلوماتو له مخې په امريکا کې دتيرى پيړى ړومبيو څو لسيزو کې د (سى) ويتامين استعمال د امريکا په وگړو کې ډير لږوه ځکه نو دمعدى دسرطان په ناروغى داخته وگړو شميره هم زياته وه خلکو به يواځى دکال په يوه فصل کې د (سى) ويتامين استعمالولو . خو دتيرى پيړى په وروستيو لسيزو کې د (سى) ويتامين د د استعمال کچه زياته شوه همدا لامل دى چې دمعدى دسرطان په ناروغى اخته کسانو شميره هم په ډير گړنديتوب سره را کوزه شوى ده ځکه چې اوس دا خلک د (سى) ويتامين دکال په دوولس مياشتو کې په ډير شوق سره استعمالوى معنى دا چې په ورځنى خوړو کې سبزيجات او ميوى ډيرى خورى او د (سى) ويتامين کچه په دې غذائى توکو زياته ده .
    د (سى) ويتامين په بدن کې دسرطان زيږونکو اجزاوو په وړاندې ښه مقابله کوي نه پريږدى چې په معده کې دنايترايت نومى توکى په نايتروسامين تبديل شي که چيرى مونږ ورځنى خوړو کې د (سى) ويتامين په يوه منل شوى مقدار کې استعمال کړو ددې په نتيجه کې دنايتروسامين دجوړولو د عمليى په کلکه مخنيوى کيږي ځکه نو نن سبا داروپا او امريکا په هستوگنو کې دا ناروغى کمه ده او ددې برخلاف د آسيا په وگړو کې دا ناروغى زياته ترسترگو کيږي په خاص ډول دچين او جاپان په هېوادونو کې ډير خلک په دې سرطان اخته دى دکسپين بحيرى ته نږدى هستوگن چې دميوى او سبزيجاتو استعمال لږ دى دا ناروغى زياته ده .
    هغه خواړه چې په ترکيب کې يې د (سى) ويتامين هم شتون ولري زيات شمير خلک له ماشوم توب نه نيولى تر بوډاتوب مرحلى پورې په ډير شوق سره خورى – يو انسان په ورځ کې ديرش ٣٠ ملى گرامو د (سى) ويتامين ته ضرورت لري چې دا مقدار له ورځنى خوړو نه لاس ته راوړل گران کار نه دى.
    د (سى) ويتامين دحرارت ورکولو نتيجه کې له مينځه ځي.
    د (سى) ويتامين کله چې حامله ميرمنى استعمالوى ددې په نتيجه کې په خيټه کې دپروت ماشوم په قد او ښکلا فوق العاده مثبتى اغيزى پريوځى نو ښه به داوي چې داويتامين له تازه ميوو او سبزيجاتو نه لاس ته راوړو – که چيرى د (سى) ويتامين لرونکى غذائى توکى په لوښو کې پخوو بايد ډير لږ حرارت ورکول شي او ددې ترڅنگ دلوښى (ديک) سرپټ وى او ډير لږ مقدار کې او به واچول شي او خواړه له اوبو سره وخوړل شي.
    په لاندې غذائى توکو د (سى) ويتامين په مختلفو کچو شتون لري .
    (١) ليمو (٢) سنگتره (٣) مالته (٤) کلم (٥) گلپى (٦) خواږه مرچکى (٧) گيلاس (٨) شنى پاڼى لرونکى سبزيجات (٩) شفتالو (١٠) آمونه (١١) جوار (١٢) کيلى (١٣) گازرى (١٤) زردآلو(١٥) بادرنگ (١٦) مڼى (١٧) آلو بخارا (١٨) کدو (١٩) ناک (نشاپاتى) .
    دسگرتو او چلم استعمالونکو وگړو په بدن کې د (سى) ويتامين مقدار ډير لږ وي همدا لامل دى چې تنباکو استعمالونکى وگړى ددې عمل په نتيجه کې دخولى او دغذائى نالى په سرطان داخته کيدو امکان زيات وي او هغه وخت چې دتنباکو داستعمال ترڅنگ د الکولو استعمال هم وي دى سره بيا د (سى) ويتامين ورځنى ضرورت دوه ځلى زيات شي - هغه خلک چې دورځنى خوړونه ضرورى ويتامين (سى) لاس ته نه شي راوړى په کار ده چې د (سى) ويتامين په اضافى شکل دتابليت نه حاصل کړى خو يوى خبرى ته جدى توجه په کار ده هغه دا چې ددتابليتونو په شکل کې د (سى) ويتامين استعمال دومره گټور نه وي دزياتيدو په صورت کې بدن ته ډير زيان رسوي .
    د (سى) ويتامين په استعمال سره د (بى 2) ويتامين ضائع کيږي.
    د (سى) ويتامين په استعمال سره هغه ناروغ ته ډير ډير زيان رسوي کوم چې د (G6PD) کمښت سره مخامخ وى.
    د (سى) ويتامين کله چې دنورو درملوتر څنگ استعمال شي.
    (سى) ويتامين که په ډير مقدار کې استعمال شي دهضم په نظام منفي اغزى پريباسى .
    (سى) ويتامين که په زيات مقدار کې استعمال شي په پښتورگو کې دکاڼى مسئلى لانورى ټکنى کوى حال دا چې په مناسب مقدار کې د (سى) ويتامين دپښتورگو دکاڼو دجوړيدو مخنيوى کوى .


    پرنټ کول
Working...
X