Announcement

Collapse
No announcement yet.

ستاسو صحت د نبوي طب په رڼا کې، 09-07-2010 12:02 am

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ستاسو صحت د نبوي طب په رڼا کې، 09-07-2010 12:02 am

    ستاسو صحت د نبوي طب په رڼا کې، 09-07-2010 12:02 AM
    ژباړن: شهيد ذبيح الله شرر
    د سياه دانې تيل
    بخاري د حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم نه روايت کړى دى چې هغوى وفرمايل: (الحبة السودا شفاء من کل داء الا السام)) سياه دانه د هر مرض دوا ده مگر د مرگ نه. د سياه دانې د تېلو له تجربې نه معلومه شوې چې په هغه کې فاسفيټ، اوسپنه، فاسفورس او قندونه شته. له دې نه علاوه په کې دا ډول انتي بيوتيک هم شته چې هر ډول جراثيم له منځه وړي. همدارنگه په کې د کاروتين ماده شته چې د سرطان ضد ده. د سياه دانې په تيلو کې داسې هورمونونه شته چې هغه په جنسي لحاظ انسان قويٰ او فعال ساتي او د ادرار مجرى او کيسه صفرا پاکوي او داسې انزايمونه په کې دي چې هاضمه راولي، د تيزابو ضد دي او مسکن اجزاء هم لري.
    په وروستيو وختونو کې دا هم معلومه شوې چې سياه دانه د جسم دفاعي نظام فعالوي او په دې ترتيب له بدن سره مرسته کوي چې د مرضونو په وړاندې مقاومت وکړي او له منځه يې يوسي. له همدې امله د سياه دانې د تېلو هميشنى استعمال تاسو له مرضونو ساتي.
    نو څوک چې دايمي روغتيا غواړي همدمره دې وکړي چې سهار، غرمه او ماښام دې د سياه دانې تېل له خپل خوراک سره ملگري کړي، لږ شانته د سياه دانې تېل له جوش کړاى شوي نعناع سره، يا د سياه دانې تېل د مالټو له شربت سره يا د سياه دانې تېل له يو گلاس چايو سره په دې ډول به د سياه دانې د تېلو هميشنۍ ملگرتيا د خداى (ج) په حکم ستاسې دايمي روغتيا نصيب کړي ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم همدغسې فرمائيلي او هغه هيڅ له خپله ځانه نه وايي. هر څه چې وايي هغه د وحي له مخې وي...
    لاندې ځيني هغه مرضونه دي چې کولاى شئ د سياه دانې د تيلو په واسطه يې علاج وکړئ.
    ١_ د ويښتانو رژېدل. ٢_ د سر درد.
    ٣_ بېخوبي. ٤_ د غوږونو درد.
    ٥_ جلدي مرضونه. ٦_ د ستوني او تانسلونو مرضونه
    ٧_ د غدواتو مرضونه. ٨_ د ځوانۍ دانې
    ٩_ سپينکۍ ١٠_ د مخ د سپينولو او ځلولو لپاره. ١١_ د ماتو هډوکو ژر جوړول.
    ١٢_ روماتيزم. ١٣_ شکر مرض.
    ١٤_ جگ فشار. ١٥_ په وينه کې کوليسترول.
    ١٦_ د گردې التهابات. ١٧_ د گردې تيږى ماتولو لپاره.
    ١٨_ د ادرار د اسانتيا لپاره.
    ١٩_ د ځيگر التهابات. ٢٠_ د تريخي مرض.
    ٢١_ د توري لپاره. ٢٢_ د سينې مرضونه.
    ٢٣_ د زړه او وينې جهاز ٢٤_ اسهال
    ٢٥_ په معدې او کولمو کې موجوده غازات.
    ٢٦_ تيزابيت او قولنج. ٢٧_ د سترگو مرضونه.
    ٢٨_ د اميب او چينجيو مرضونه.
    ٢٩_ سرطان او تناسلي کمزورتيا.
    ٣٠_ عامه کمزورتيا. ٣١_ د اشتها د زياتوالي لپاره.
    ٣٢_ د کسالت د له منځه وړلو لپاره.
    ٣٣_ د ذهني فعاليت او حافظې د تقويې لپاره.
    آيا پوهېږئ چې يوه قاشقه د سياه دانې تېل په نهاره به تاسې ټوله ورځ چست و چالاک وساتي؟ آيا پوهېږي چې يوه قاشقه د سياه دانې تېل له ماسخوتن نه وروسته به تاسې ټوله شپه آرام او په خواږه خوب ويده کړي؟ آيا پوهېږئ چې د سياه دانې تېل د هميشني استعمال په صورت کې د هر مرض لپاره دوا ده؟ د مرضونو د علاج لپاره د سياه دانې تيل په لاندې ډول استعماليږي:
    ١_ د عصبي ناآراميو د علاج لپاره:
    له يو گيلاس قهوې سره يو وړوکې قاشقه د سياه دانې تيل، اعصاب په کرار او نارامي له منځه وړي.
    ٢_ د ټوخي د علاج لپاره:
    د سياه دانې په تېلو به سينه او ملا مالش کړئ، يو غټه قاشقه به د ورځې درې کرته وڅښئ او دوه قاشقې د سياه دانې تېل به په گرمو اوبو کې واچوئ او بخار به يې تنفس کړئ.
    ٣_ د کسالت او تمبلۍ د علاج لپاره:
    يوه غټه قاشقه د سياه دانې تېل د مالتو له شربت سره د لسو ورځو لپاره هر سهار (ډېر ژر به بدلون ووينئ)
    ٤_ د حافظې د فعالولو او ژر زده کولو لپاره:
    له ١٠٠ سي سي جوش کړاى شوي نعناع سره يوه وړه قاشقه د سياه دانې تېل د لسو ورځو لپاره.
    ٥_ د شکر مرض د علاج لپاره:
    يوه پياله د سياه دانې، يوه پياله د حب رشد يعنې ترتيزک دانې، نيمه پياله د انار پوستکي، نيمه پياله شاتره، ټول سره گډ او ميده کړئ چې د پوډور شکل غوره کړي، بيا ترې هره ورځ يوه يوه قاشقه نوش جان کړئ. دا کار به د يوې مياشتې پورې تعقيب کړئ. ورسره به يوه وړوکې قاشقه د سياه دانې تېل په نهاره خورئ.
    د سياه دانې تېل يوه وړوکې قاشقه له جوش کړاى شويو باديانو او د شاتو څه اندازه سره پنځه وخته د ورځې څلوېښتو ورځو لپاره.
    ٦_ د مردانه قوت د کمزورتيا د علاج لپاره:
    ٢٠٠ گرامه سياه دانه په ښه ډول ميده او له زيتونو تيلو سره يې گډ کړئ. (١٠٠) گرامه ميده کړاى شوي باديان، (٥٠) گرامه د سياه دانې تېل، (٥٠) گرامه د ترتيزک آبي تيل، (٥٠) گرامه د زيتون تيل، (٢٠٠) گرامه خالص شات. دا به له يو بل سره ښه گډ کړئ او له هر ځل ډوډۍ خوړلو وروسته يوه قاشقه وخورئ. حتى په بوډاتوب کې به هم ستاسې قوت اعاده شي.
    ٧_ د ويښتو د وتلو د علاج لپاره:
    د سر په ټول پوستکي ليمو ښه ومښۍ او ١٥ دقيقې يې پرېږدئ او بيا يې په اوبو او شامپو پريمنځئ او ښه يې وچ کړئ. بيا يې د سياه دانې په تېلو غوړ کړئ او دا کار تر يوې جمعې تعقيب کړئ، ډېر ژر به مو د ويښتانو وتل پاى ته ورسيږي.
    ٨_ د سترگو د مرضونو او کمزورتيا لپاره:
    له خوب نه نيم ساعت مخکې به د سترگو څلور خواوشا د سياه دانې په تېلو غوړ کړئ او د سياه دانې د تېلو يوه قاشقه به د گازرو د يو گيلاس اوبو سره د يوې مياشتې لپاره وڅښئ.
    ٩_ د فشار د جگوالي د علاج لپاره:
    هر کله چې مو کوم گرم مشروب څښه نو يوه قاشقه د سياه دانې تېل په کې گډ کړئ او ورسره به د وري د دانې اندازه په نهاره خورئ. همدارنگه ٧ ورځو کې ټول جسم د سياه دانې په تېلو غوره او نيم ساعت به لمر ته کښينئ. دې کار ته به يوه مياشت ادامه ورکړئ.
    ١٠_ د اسهال د علاج لپاره:
    يو گيلاس ماسته له يوې قاشقې د سياه دانې له تېلو سره د ورځې دوه کرته د درې ورځو لپاره.
    ١١_ د مثانې او پښتورگي د تيږو د علاج لپاره:
    ٢٥٠ گرامه سياه دانه بايد ښه ميده او له ٢٥٠ گرامه شاتو سره گډه کړاى شي. له دغه مخلوط نه به هر سهار په نهاره دوه قاشقې په نيمه پياله گرمو اوبو کې گډې او له يوې وړوکې قاشقې د سياه دانې له تېلو سره به يې وڅښئ.
    ١٢_ د مخ د پاکوالي او ښايست لپاره:
    د سياه دانې د تېلو يوه قاشقه له يوې قاشقې د زيتونو تېلو سره گډ او مخ پرې غوړ کړئ. يو ساعت وروسته يې په صابون او اوبو پريمنځئ، بدلون به په ښکاره ډول حس کړئ.
    ١٣_ له ټولو مرضونو نه د وقايي لپاره (ان شاء الله) يوه قاشقه د سياه دانې تېل له يوې قاشقې شاتو سره هر سهار په هميشني توگه به تاسې له ټولو مرضونو د خداى (ج) په حکم بچ کړي او بيا به د ډاکټر سترگې ونه وينئ.
    ١٤_ د ورنونو ترمنځ د التهاباتو د علاج لپاره:
    متاثره شوى ځاى په اوبو او صابون ښه پريمنځئ. بيا يې ښه وچ کړئ او متاثره شوى ځاى د سياه دانې په تېلو ماښام غوړ کړئ او تر سهاره يې پرېږدئ. دا کار تر (٣) ورځو پورې تعقيب کړئ. نتيجه به په اوله ورځ ووينئ.
    ١٥_ د زړه د مرضونو او وريدونو د تنگوالي د علاج لپاره:
    په مستمر ډول د سياه دانې تېل له څه گرمو مشروباتو سره وڅښئ، دا غوړجن مواد ويلي کوي او وريدونه او شريانونه ازادوي.
    ١٦_ د سپينکي د علاج لپاره:
    د سپينکي په ځاى به د مڼې سرکه ومښئ. بيا به يې د سياه دانې په تېلو غوړ کړئ. دې کار ته به د ١٥ ورځو پورې ادامه ورکړئ.
    ١٧_ د روماتيزم د ملا د دردونو د علاج لپاره:
    د سياه دانې تېل به لږ شانته گرم کړئ او بيا به پرې د روماتيزم ځاى ښه کلک مالش کړئ او يوه غټه قاشقه د سياه دانې تېل د ورځې درې کرته وڅښئ. د خداى (ج) په حکم به په دوه هفتو کې ښه شئ.
    ١٨_ د سر درد د علاج لپاره:
    د سياه دانې په تېلو تندى او د مخ دواړه طرفونه غوږونو ته نژدې غوړ کړئ او درې ورځې په نهاره يوه وړوکې قاشقه د سياه دانې تېل وڅښئ، سر درد به مو بالکل ښه شي.
    ١٩_ د معدې د تيزابو او نورو دردونو لپاره:
    يو گلاس شيده د سياه دانې د تېلو يوه قاشقه ان شاء الله په پنځو ورځو کې به ټول مشکلات رفع شي. (د ورځې درې کرته)
    ٢٠_ د نسايي ولادي مرضونو د علاج لپاره:
    (د جنين حفاظت لپاره سياه دانه د باديانو سره جوش او د يوه اندازه شاتو سره د ورځې پنځه وخته د څلوېښتو ورځو لپاره.
    ٢١_ د استفراغ او زړه بدوالي د علاج لپاره:
    له ميده کړاى شويو لونگو سره يوه قاشقه د سياه دانې تېل د نعناع په جوشانده کې د ورځې درې کرته (يوه ورځ) استعمال کړئ.
    ٢٢_ د ميننجيت د علاج لپاره:
    په جوش اوبو کې د سياه دانې تېل واچوئ او بخار يې تنفس کړئ. ورسره يوه قاشقه د سياه دانې تېل د ليمو له شربت سره وڅښئ. (سهار او ماښام)

    پرنټ کول
Working...
X