Announcement

Collapse
No announcement yet.

شکرې ناروغي او نشايسته

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • شکرې ناروغي او نشايسته

    د شکرې ناروغي او نشايسته 03-07-2010 12:05 AM
    ليکونکى: علم گل (لاروى)
    د شکرې ناروغي په هغو ناروغيوو کې شمېرل کيږي چې اړيکې يې له چاغتوب سره دي نن سبا په وگړو کې چاغتوب او اضافي وزن زيات ليدل کيږي. دا هغه ناروغي ده چې دگور تروخته درسره ملگرې وي چې دېته عمرقيد ناروغي هم وايي خو د شکرې په ناروغۍ کې يوه ښيگڼه شته هغه دا چې د کنترول په صورت کې انسان ته هيڅ ډول زيان نه رسوي. لکه څومره يې چې نورې ناروغۍ بدن ته رسوي نو ځکه دگذارې په صورت کې ښه وخت ورسره تيريږي. د شکرې د ناروغ او دنارمل او روغو کسانو په خوړو دکيفيت له پلوه دومره توپيره نه ليدل کيږي يواځې توپير د خوړو په کميت « مقدار کې ده، په دې معنٰى چې کوم خواړه روغ او نارمل وگړي استعمالوي د شکرې ناروغ يې هم خوړلاى شي خو په لږ مقدار کې د مثال په توگه يو روغ وگړى په يوه وخت کې يوه کيلو گرام هندوانه او يا پنځه کيلې خوري. خو د شکرې ناروغ هم همدا غذايي توکي په يوه وخت کې ١٠٠ گرامه هندوانه او يو دانه کيله استعمالولالى شي. لدې مقدار نه زيات نه شي استعمالولاى ځکه چې د خوړو دزياتوالي په صورت کې په وينه کې شکره له کنترول نه وځي. اوکله چې شکره له کنترول او قابونه بهر شوه بيا نو بدن ته څومره يې چې وسه وي زيان رسوي. په ظاهره د شکرې دناروغۍ د اخته کيدو په لومړي مرحله کې کومه ناروغي نه محسوس کيږي خو دوخت په تېريدو سره په بدن منفي اغيزې پريباسي. چې لوږه، تنده، قبض، د سترگو د بينايي کمزوري، هډوکو او مفصلونو دردونه، جنسي کمزورې، د وينې لوړ فشار د شکرې د ناورغي اوس په دې خبرې کوو چې د شکرې ناروغ په ورځني ژوند کې کوم خواړه استعمال کړى او ددې خوړو ورځنې مقدار به څومره او کوم غذايي توکي وي.
    ١- د شکرې ناروغ او نشايسته: لکه څنگه چې نارمل او روغ وگړي ته په ورځني خوړو کې نشايسته ضروري ده د شکرې ناروغ ته هم د نشايسته يې خوړو استعمال زښت ډېر ضروري بريښي خو د نشايسته څرنگوالى او مقدار کې جدي توجه په کار ده.
    هغه د شکرې ناروغان چې شکره يې دوهم ټاپ وي. ورځنې کارونه يې دفتري او يا هم په کورناست وي کوم فيزيکي کارونه هم نه اجراء کوي. بايد په څلورويښتو ساعتونو کې دومره خواړه وخوري چې مجموعي کالوري يې له ٢٠٠٠ نه لوړه نه شي. د ورځني خوړو مقدار کې دناروغ د بدن وزن هم مهم دى په دې معنٰى که چيرې دبدن وزن زيات وي هومره بايد کالوري زياته واخلي. د ډاکترانو د وينا سره سم د بدن وزن په هر کيلو گرام ٢٥ پنځه ويښت کالوري د خوړو نه واخيستل شي. د مثال په توگه که د شکرې د ناروغ وزن ٨٠ کيلو گرامه وي کولاى شي چې 2000=25X80 کالوريو معادل خواړه وخوړل شي. او ٢٠٠٠ کالوري بايد يواځې نشايسته نه وي بلکې په دې کې نشايسته پنځوس فيصده وي چې د ٢٠٠٠ کالوريو نيمائي يعنى ٥٠ فيصده يوزر ١٠٠٠ کالوري جوړيږي او د ١٠٠٠ کالوري په 300H گرامو و چې ډوډۍ کې ده. او دا درې سوه گرامه ډوډۍ بايد په څلويښت ساعتونو کې وخوړل شي. په هر گرام وړو (نشايسته) چې غوړي په کې استعمال شوي نه وي او هم وچه ډوډۍ په اور ډېره پخه شوي نه وي څلور کالوري موجوده وي. اوس خبره دا ده چې دا ٣٠٠ گرامه وچه ډوډۍ چې بايد دورځې په جريان کې د نورو خوړو ترڅنگ استعمال شي څومره څومره په هر وخت کې وخوړل شي. غذايي ماهران وايي چې نشايسته، وچه ډوډۍ زياته برخه د گهيځ له خوا له خواو وخوړل شي ځکه چې په راتلونکي ساعتونو کې د نشايسته استعمال بدن ته ډېر قوت بښي. بله دا چې په ورځ کې د شکرې ناروغ څه ناڅه فيزيکي کورنۍ يا دفتري کارونه هم سرته رسوي چې دې سره د نشايسته کالوري ټوله سوځي. په دې معنٰى چې بايد- ٢٠٠ گرامه وچه ډوډۍ په گهيځ کې وخوړل شي.
    ٢- ورپسې په غرمه کې ٥٠ گرامه وچه ډوډۍ د خوړو تر څنگ استعمال شي.
    ٣- او پاتې ٥٠ گرامه د شپي له خوا وخوړل شي.
    ٤- يوه بله پوښتنه پيدا کيږي هغه دا چې استعمال کيدونکى وچې ډوډۍ اوړه کوم ډول گټور دي؟ هغه وچه ډوډۍ چې د شکرې ناروغ يې خوري بايد سبوس ولري، ځکه سبوس لرونکې وچه ډوډۍ د ترميده سپينو اوړو په مقايسه ډېر گټوره ده. لومړى گټه يې دا ده چې په بدن کې د وينې شکره ژر نه لوړيږي. دوهمه گټه يې دا ده چې دې سره د قبض ناروغي نه پيدا کيږي. د قبض دناروغۍ په نتيجه کې ډېرې ناروغۍ په بدن کې سراوچتوي چې ان د غټې کولمې (Colon) د سرطان لامل هم گرځي.
    دريمه گټه يې دا ده چې د سبوس لرونکو ډوډۍ په استعمال سره لوږه ډېره کميږي او کله چې لوږه کمه وي کم خواړه استعماليږي د سره شکره کنترول کي وي او ددې ترڅنگ د بدن وزن هم نه زياتيږي. او بايد ووايو چې سبوس لرونکې اوړو ډوډۍ نه يواځې د شکرې د ناروغانو لپاره ښه ده بلکې د هغو خلکو لپاره هم ګټوره ده هغه چې د شکرې ناروغي نه لري، ځکه چې د سپينو بې سبوسو اوړو په استعمال سره روغ او نارمل وگړي هم په راتلونکي وخت کې د شکرې او لويې کولمې په سرطان اخته کيداى شي. په کار ده روغ او ځوانان چې تراوسه لا په کومه ناروغي اخته نه وي په خوړو کې احتياط وکړي. پرهيز او احتياط هغه وخت بيا هيڅ گټه نه لري چې يو ځل څوک په شکره اخته شي ځکه چې اوبه له سره اوښتي وي.
    ٥- بله پوښتنه پيدا کيږي چې آيا هغه د شکرې ناروغان چې فيزيکي بامشقته کارونه کوي هم په ورځ کې همدومره مقدار کې وچه ډوډۍ استعمال کړي که څنگه؟
    که د شکرې ناروغ فيزيکي کارونه کوي او ورځ کې تر ٢٠٠٠ کالوريو د کار او فعاليت په نتيجه کې سوځوي کولاى شي چې د وچې ډوډۍ مقدار د سوځول شويو يعنې مصرف شويو کالوريو په پام کې نيولو سره د وچې ډوډۍ مقدار هم دوه ځلې زيات کړي، په دې معنٰى چې ورځ کې تر ٦٠٠ گرامو وچه ډوډۍ خوړ لاى شي (پخوانى ٣٠٠ گرامه، د ٢٠٠٠ نورو کالوريو ٥٠ فيصده ١٠٠٠ کالوري کې چې ١٠٠٠ کالوري په ٣٠٠ گرامو وچه ډوډۍ کې شته په دې حساب مجموعاً بايد په ورځ کې ٦٠٠ گرامه وچه ډوډۍ وخوړل شي. پاتې ١٠٠٠ کالوري بايد په غوړيو او پروتينو کې زيات شي.
    ٦- ځينې د شکرې ناروغان هره ورځ يوساعت واکينگ کوي، چې دې يوه ساعت کې بايد درې ميله فاصله ووهل شي. درې ميله فاصلي په وهلو سره تقريباً ٣٦٠ کالوري مصرف کيږي په دې صورت کې کولاى شي چې د ١٨٠ کالوريو معادل وچه ډوډۍ له ٣٠٠ گرامو سره جمع شي د ١٨٠ کالوريو وچه ډودۍ ٤٥ گرامه وچه ډوډۍ کيږي چې له ٣٠٠ گرامو سره يوځاى شي يعنې تر ٣٤٥ گرامه وچه ډوډۍ استعمالولاى شي او دا ډوډۍ بايد له سبوس لرونکو اوړونه جوړه شوي وي.
    ٧- يوه ستره او ډېر مهمه پوښتنه دا ده چې نشايسته يواځې په اوړو کې نه شته بلکه په نورو غذايي توکو کې هم په مختلفه کچه نشايسته شتون لري نو ډېره ضرور ده چې نشايسته لرونکي نور توکي او په هغه کې د نشايسته د شتون کچه په گوته شي چې ان شاء الله د ژوند په صورت کې به ددې مضمون په دوهمه برخه کې تفصيلي معلومات گرانو لوستونکو ته وړاندې شي. که لوستونکو سره په ځانگړي ډول د شکرې ناروغانو سره يواځې د خوړو په هکله کومه پوښتنه پيدا کيږي. د ورځپاڼې محترمې ادارې ته په ليکلي ډول واستوي مونږ به ان شاء الله دخپلې پوهي مطابق دغو پوښتنو ته ځواب ووايو يو ځل بيا وايم چې بايد پوښتنه د خوړو په هکله وي هغه چې دشکري – زړه- وينې لوړ فشار باندې ژورې اغيزې پريباسي.

    پرنټ ک
Working...
X