د کندهار کې بزګرانو ته کيمياوي کود او اصلاح شوى تخم ووېشل شو2010-11-14 15:32
وخت خبری آژانس
کندهار ولایت
د لړم ۲۳ مه
په پنجوايې او ژړۍ ولسواليو کي بزګرانو ته کيمياوي کود او اصلاح شوى تخم وېشل کيږي
د ژړۍ په ولسوالۍ کي دوه سوه تنه دهمدې ولسوالى مرکز ته څېرمه په کرهڼيز نندارتون او 13 سوه نور د يادي ولسوالۍ په چهار کوڅه او د بې ځايه شوو کسانو د کمپونو په سيمه کي په کار بوخت دي.
په ژړۍ ولسوالۍ کي همدا راز بزګران او مځکه والو ته هم في نفر اته ګونۍ سپين او اته ګونۍ تور کيمياوي کود هم ورکول کيږي تر څو ور څخه په خپلو کرهڼيزو حاصلاتو د ښې ودي لپاره ګټه پورته کړي.
همدا راز د ژړۍ په ګاوڼد کي د پنجوايې په ولسوالۍ کي هم د خزاني کمپاين په ترڅ کي د کرهڼي او مالدارۍ رياست له خوا ٧٥٠ مځکه والو او باغوانانو ته دوې ګونۍ يوريا، يوه ګونۍ توره کيمايوي سره او ٥٠ کيلو اصلاح سوى تخم ورکول سوى دى.
په يادو دواړو ولسواليو کي پورته ذکر سوي پروژې او توزيع سوي کيمايوي سره او اصلاح سوي تخمونه د USAID په نوم د يوې مرستندويه مؤسسې په مالي لګښت ترسره کيږي.
د کندهار ولايت د ژړۍ په ولسوالۍ کي دا مهال 1500 تنه کارکوونکي په دوو بيلو بيلو پروژو کي په کار بوخت دي چي ورته هره ورځ في نفر ٣٠٠ افغانۍهم ورکول کيږي.
ژړۍ او پنجوايې له ارغنداؤه وروسته د کندهار ولايت تر ټولو حاصلخېزه او د پراخو کرهڼيزو مځکو درلودونکي ولسوالۍ دي پکښي په زياته کچه د انګورو باغونه هم شتون لري .
خبریال: نثار جمال
ادیت: وخت