Announcement

Collapse
No announcement yet.

امریکا په جاسوسیو کی ۸۰ بلیونه ډالره مصرف 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • امریکا په جاسوسیو کی ۸۰ بلیونه ډالره مصرف 

    امریکا په جاسوسیو کی ۸۰ بلیونه ډالره مصرف کړل
    اسوشیتیډ پریس د امریکا د ملی استخباراتو د ایجنسۍ په حواله خبر ورکوی چی امریکا په روان کال کی په جاسوسیو کی څه باندی ۸۰ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . راپور ښیی چی د دې څخه ۲۷ بلیونه ډالره د پوځی استخباراتو لخوا مصرف سوي او ۵۳٬۱ بلیونه ډالره هم سي آی اې او ۱۶ نورو استخباراتی شبکو مصرف کړي دي ، حال دا چی خارجه وزارت د دغی بودجې څخه جدا نور ۵۱ بلیونه ډالره د کومکونو په نوم خرڅ کړي دي .
    تیر کال په استخباراتی فعالیتونو کی ۷۵ بلیونه ډالره خرڅ سوي وو خو سږ کال ۸۰ بلیونه ډالره سول . راپور زیاتوی چی د دغو ۸۰ بلیونو ډالرو څخه ۷ بلیونه ډالره یې په افغانستان او قبایلی سیمو کی مصرف سوي دي او دا لومړی ځل دی چی واشنګټن خپل استخباراتی او جاسوسي مصارف رسمأ اعلانوی .

    (ن . صمد )
    
Working...
X