Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان:- تر اوسه پورې د مذاکراتو په اړه يو کو&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان:- تر اوسه پورې د مذاکراتو په اړه يو کو&

    طالبان:- تر اوسه پورې د مذاکراتو په اړه يو کوچنى سند هم ندى وړاندى شوى.
    afghan islamic press
    د طالبانو د اسلامي امارت د رهبرۍ شورى غړى او د ختيځو ولايتونو لپاره د طالبانو تنظيمه رئيس مولوي عبد الکبير د مذاکراتو په اړه د افغان او بهرنيو مسئولينو څرګندونى غلطې بللي او ويلي يې دي چې د دې ټولو تبليغاتو سره سره تر اوسه پورې کوم کوچنى سند هم ندې وړاندې شوې. مولوي عبد الکبير په هغه مرکه کې چې د طالبانو د (شهامت) په نوم ويبپاڼې لخوا خپره شوې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د مذاکراتو په اړه په مطبوعاتو کې په مشخصه توګه ستاسې نوم او رول ته هم اشاره شوې ويلي چې امريکايانو په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې او اوس په دې لټه کې دي چې په سياسي ډګر کې لاس ته راوړنې ولري. مولوي عبد الکبير د خپلو خبرو په دوام زياته کړې (.......او اووخت په وخت دامارت دقيادت اومسئولينو يوشميرنومونه اخلي چې دوى ورسره تماس لري اوياهغوى سولې اومذاکراتوته تمايل لري ، په داسې حال کې چې دغه ټول ديرغلګروپوچ تبليغات دي چې غواړي دمسلمانانواومجاهدينوترمنځ خداى مکړه دبې اعتمادى فضا رامنځته کړي تاسو وينۍ چي ددښمن له دغو ټولو ګرمو تبليغاتو سره سره يې تر او سه پوري يو وړوکی سند هم نده وړاندي کړی چي هغه دي له دوی سره داسلامي امارت دمسئو لينو په خبرو او مذا کراتو دلا لت وکړی او نه يې هم وړاندي کولای شي اودا خپله يو لوی دليل دی چي مذاکرات نه شوي او نه هم داسلامي امارت مسئولينو ورته تمايل ښودلی ). هغه په دې اړه چې ولې په فوځي اړخ ټينګار کوي ويلي (په افغانستان کې په اوسنيوشرايطوکې سوله اوروغه هلته ممکنه ده چې د سولې په نتيجه کې دخارجي يرغلګروقواوو وتل يقيني کړي اوپه هيوادکې ديوه اسلامي نظام ټيګښت ته زمينه برابرکړي ، دغه موخې دخارجي قواوپه موجوديت کې ناشوني اوناممکنه بريښي ). هغه پداسې حال کې چې جرګې او مرکې د افغانانو منل شوې دود بولي خو د سولې عالي شورى يې يو طرفه او يو جانبه قدم بللى او په دې اړه يې د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي (جرګې اومرکې د افغانانو يوه منل شوې عنعنه اودخپل منځي شخړواوستونزودله منځه وړلو يوبنسټ شميرل کيږي ، خونه ، دغه اوسنى اعلان شوې شورا يا جرګه . ځکه چې دايو طرفه او يوه جانب دخپلوګټواوموخولپاره جوړه شوې او تر ډيره ځايه يې غړي هغه خلک دى چې مخامخ دامريکايانو ملاتړکوي ). مولوي کبير د هغو پخوانيو جهادي مشرانو او طالبانو په اړه چې د سولې په عالي شورى کې برخه لري ويلي (که څه هم ځانونه جهادي څيرې اورهبران بولي ، خوداچې دوى دامريکايي يرغل په خواکې دريدلى اوس هيڅکله په افغانانوکې هغه حيثيت نلري کوم يې چې دروسانو پر خلاف په جهادکې درلود، په همدې ډول هغه څو تنه چې اسلامي امارت ته منسوب بلل کيږي اوپه اصطلاح دسولې په شوراکې يې غړيتوب ورکړى ، هغوى هيڅکله داسلامي امارت استاځي توب نشي کولاى ، بلکې هغوى خپله دامريکايانوترنظارت اواسارت لاندې دي ). د طالبانو د رهبرۍ شورى دغه غړى په داسې وخت کې د مذاکراتو په اړه خپرې شوې ادعاوې غلطې بولي چې څو ورځې وړاندې د ناټو مشرانو وويل چې هغوى کابل ته د طالبانو د يو شمير مشرانو په ورتګ کې مرسته کړې څو هلته د سولې په اړه خبرې وکړي چې بيا مطبوعاتو په دې لړ کې د مولوي عبد الکبير نوم واخيست او ويې ويل چې ناټو کابل ته د هغه په ورتګ کې مرسته کړې خو مولوي کبير د مذاکراتو په اړه ټول خپاره شوي راپورونه درواغ وبلل . پاىaf
Working...
X