دهراوود ولسوالۍ د قومي شورا مشر په چاودنه کې ووژل شو
by احمد اميد خپلواک on Oct 13, 2010 - 08:35Location
Afghanistan
ترينکوټ ( پژواک د تلې ٢١ ٨٩) : د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې ددې ولسوالۍ د قومي شورا مشر ووژل شو.
د دهراوود ولسوال خليفه سعادت د تلې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېر مازيګر شوې ده.
هغه زياته کړه چې په چاودنه کې ددې ولسوالۍ د قومي شورا مشر حاجي احمد خان اکا ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
د ولسوال په وينا، حاجي احمد خان له ولسوالۍ څخه د خپل کور پر لور روان و، چې په لاره کې ورته ځاى پر ځاى شوى ماين يې پر موټر وچاودېد.
دى وايي چې د چاودنې له امله هغه او دوه نور کسان ټپيان شوي و، خو حاجي احمد خان اکا د سختو ټپونو له امله دولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه.
خليفه سعادت وايي چې په دوو نورو ټپيانو کې يو ماشوم دى، چې د هغه روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى دى .
ددې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې وړ ده ، چې نږدې يوه اونۍ مخکې ددې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړونده د درافشان په سيمه کې د محمد رسول خان په نامه يو بل قومي مشر هم وژل شوى و.
Keywords: