نن پر افغانستان د امريکا د بريدونو ۹ کاله پوره سوه
. تاسو يې څنګه ارزوﺉ ؟ ( خپل لنډ نظر وليکی )
د بيان ازادۍ ته په درناوي سره لراوبر ويبپاڼه خپلو لوستونکو ته ددې اسانتيا ورکوي چي بېله هر ډول سانسوره په مخامخ ډول پر افغانستان د امريکې د بريد د پايلو په اړه خپل لنډ نظر او تبصره په دې ځانګړې ( د لراوبر ويبپاڼي ) په ټولپوښتنه کي ثبت کړي .
پاملرنه : هغه لوستونکي چي د قلم عفت نه مراعتوي ،يا په هر نوم او ادرس سپکي سپوري ليکي نظر يې د لراوبر ويبپاڼي د ادارې لخوا ړنګيږي ، د تکرار په صورت کي يې ښايي په لراوبر کي IP شمېره وتړله سي .
د لراوبر ويبپاڼي ټولپوښتنه
شریف - کندهار ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 03:24:20 زېږديز ګرانو لوستونکوته تر هرڅه دمخه نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم:
په تیرو نهو کلونو کی دافغانستان لاسته راوړنی:
۱: تقریباً دافغانستان ۹۰٪ خاوره تر مخابراتی پوښښ لاندی راتلل چی په دغه برخه کی اوس ان موږ تر خپلو ګاونډیانو مخته یو. ۲: څه دپاسه د ۱۲۰۰۰ ښونځیو جوړیدل چی دافغانستان په تاریخ کی ساری نه لری او دځوان نسل دعلمی سويې لوړوالی. ۳: د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ کیلومتره پوری د سړکو قیر کول. ۴: د ۷۰۰۰۰ افغان ملی اردو تهداب ایښودل چی داد یو هیواد دملا تیر تشکیلوی. ۵: دصحت په برخه بی ساری پرمختګ چی پخوا به دیوې ملاریا دلاسه خلک پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو تلل. ۶: دجهان دپرمختللي ټکنالوجۍ سیلاب چی افغانانو يې په راتلونکو پنځوسو کلونو کی هم فکر نه کاوه. ۷: د۹۰٪ خلکو لاس رسی انټرنیټ ته چی دا یو ستره لاسته راوړنه ده او په دې لاره کی افغان بیسیم دستاینی وړدی.
په تېرو نهو کلونو کی دافغانستان شاته تګ:
۱: دغربیانو په اشاره داقلیت شمالی لغړیانو لخوا دکابل اشغال او په حکومت کی خپلی منګولی ښخول. ۲: طالبانو ته دتروریست نوم ورکول، دهغوی پرسر انعام ايښودل او نه پخلا کېدونکی خلک بلل د نا پایه جګړې لمړی ور پرانیسته. ۳: دغربیانو دخوا دهغو قومندانانو، توپکیانو او لنډغرو پرسر دقدرت راوستل چی بې له غلا، رشوت او خیانته بل کار نلري. ۴: دپښتنوسیمی قصدا نا ارامه کول او پښتانه قصدا جګړي ته راکښل. ۵: دغربیانو لخوا دڅو میلیاردو راغلو ډالرو بیرته ایستل. ۶: دغربیانو لخوا اقلیت په قدرت کی ساتل او دپښتنو حوصله ختمېدل.
زه دټولو افغانانو نظرونو ته درناوی لرم خو زما په فکر داهسی یوه ډارمه او په لاس جوړه سوې جګړه ده دلاند دلایلو په اساس: ۱: کلونه کلونه مخکی به کارپوهانو ویل چی امریکا د عراق، افغانستان او ایران دلاندی کولو تکل لری نو ځکه یې صدام په غیر مستقیم ډول د کویټ نیولو ته تشویق کړ، افغانستان ته يي دخپل غلام ای ایس ای دلاری طالبان راواستول تر څو له دې لاری دافغانستان تیت او پاشان وسله راټوله او دامریکا دپاره يې فقط په څو ګودامونو کی کښیږدی چی داد دهغه وخت دتوپکیانو او سلګونو قومندانانو دبې وسلی کولو تر ټولو لنډه لار وه ترڅو دامریکایانو حملې ته افغانان لاس تړلی او بې وسلی وي. او دادی اوس يي ایران د اټومی وسلو جوړولو ته تشویق کړی تر څو پرایران دغربیانو حملي ته لار پرانیستل سی.
۲: زه فکر نه کوم چی امریکایان به ددې جنګ څخه ستړی سوی وی که ستړی وای نوبیا ولی دطالبانو سره خبروته نه کښینی هر وخت چی دکرزی او طالبانو ترمنځ خبری شروع سی دوی حتما په مختلفو برخو کی عملیات پیلوی چی دادی اوس یی دکرزی دسولی دروانو هڅو سره یو ځای په کندهار کی عملیات شروع کړل تر څو دحکومت او طالبانو دغه روانی خبری دناکامی سره مخ کړی. ۳: که ستاسی په یاد وی دکرزی دحکومت په اول دوهم او دریم کال په ټوله هیواد کی کراره کراری وه خو کله چی روس، ایران او چین امریکاته وویل چی نور په افغانستان کی ستا حضور ته کومه اړتیا نه لیدل کیږی نو هغه ووچی بوش بادار پر ای ایس ای ږغ وکی چی دامریکا دحضور داړتیا دپاره داوطلبان راټول کړی او هغه وو چی دغه غوایمه یی جوړه کړه ځکه چی دپاکستان مذهبی ډلی او جنګیالیان په غیر مستقیمه توګه دامریکا یو ستر ځواک دی چی په اسلامی هیوادونوکی په خلاص لاس دامریکا ګټی خوندی کوی چی ښه بیلګه يې دامریکا حضور ته جواز ورکول وو. ۴: که امریکا ماته هم وخوری بیا هم ګټونکی ده ځکه چی امریکا کولای سی په لسو کلنو کی خپل مات اقتصاد ورغوی خو افغانستان به یوار بیا دهمدغو ګرنټی سوو جنتیانو له خوا لوټی لوټی سی چی ښه بېلګه یې دهلمند دسنګین ولسوالۍ ته غزیدلی قیر سوی پوخ سړک دی چی څو ورځی مخکی دطالبانو له خوا د ټکټرونو پواسطه پر بل مخ واړول سو.
پښتانه یوازی یوه لار لری هغه داچی ټوله ډلی چی اوس یودبل سره جنګیږی دسولی خبروته کښینی او په ګډه یو حکومت جوړ کړی
داباد افغانستان په هیله بېرته شاته
عادل عادل ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 02:20:25 زېږديز کړنګونه دې وهلي په میړانه افغاني
غافل نه شې اشنا له کږلیچو پس له بري !!!
زه د ګران افغانستان د اشغال د پیل نه تر ننه، ځمکنیو حقایقو او د افغانانو تیر تاریخ ته په کتو سره د یرغلګرو په شرمیدلې ماته کې د شک هیڅ ځای نه وینم، ان شاء الله چې ډیر زر به پښې سپکوي.
خو د پورتني باور سره سره زما په نظر د تیرو 9 کلونو د پیل څخه بیا تر ننه پورې تر ټولو د اهمیت وړ او د چلنجونو نه ډک پړاو د یرغلګرو د تر شړلو وروسته د چارو د جدي او مسوولانه سمبال په څنګ کې د جنګي جنایتکارانو او مافیایي غلو محاکمه ، مجازات، د باغيانو مهارول، د ولس د ارادو تمثیل او تحفظ ته پاملرنه کول دي، چې باید افغان ولس او د روان سپیڅلي مقاومت مشرتابه یې په ګډه سره د بري نه وروسته پړاو تر حتمي رارسیدلو وړاندې تر جدی غور او الویت لاندې ونیسي او د سالمو تګلارو په مخکې کولو او اعلانولو سره لکه څنګه چې ښایي یو بل ډاډه او په جریان کې وساتي.
په دې لړ کې په دین او وطن باندې ټولو مینو افغانانو ته وړاندیز کوم چې خپلې حوصلې او اوچت مورالونه د تیر جهاد په څیر، یوازې د یرغلګرو تر شړلو پورې محدودې ونه ساتي بلکه داسې وانګیري چې د یرغلګرو په شړلو سره یې د خپل مسوولیت یوه پر دریمه برخه سرته رسولې او پاتې نور به په سوکاله او خپلواک افغانستان کې د اسلام تر قانون لاندې د تلپاتې سولې او مستحکم ولسي اسلامي نظام په قایمولو کې په نه ستړې کیدونکو هڅو کې کاروي. بېرته شاته
فضل الربي وردګ له هندوستان څخه. ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 02:20:07 زېږديز د ټولو څخه د مخه سلامونه او نیکې هیلې. د امریکایي اشغالګرو نن ورځ نهه کاله پوره کیږي خو دوي د افغانانو لپاره داسې څه ندي کړي چې هغه دې په راتلونکې کې ثمره ولري، صرف او صرف یې بدبختي، جنګ، نفاق، قتل او قتال...د افغانانو په منځ کې را پیدا کړي دي، هره ورځ د زرهاوو افغانانو وینې بهیږي، هغوي شهیدانیږي، کورونه یې ورانیږي، بې عیزته کیږي. دوي ددې پر ځای چې په نړۍ کې سوله راولي، نړۍ یې د بد بختۍ په لور روانه کړې او خپل امنیت یې په خطر کې اچولی دی.
مننه. بېرته شاته
عبدالمتین حمیدی ،کندهار ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 02:15:49 زېږديز لومړی دلراوبر ویباڼی درنوچلوونکی اوبیا ټولو ددغه ویباڼی مینوالوته خپلی نیکی هیلی درناوی اواحترامات وړاندی کوم هیله ده چی ټول سره روغ جوړ اوخوښ وی.
افغانستان ته دامریکایانو راتګ په عمومی ټوګه دافغانانو له پاره اوپه ځانګړی ډول دپښتنو له پاره په هیڅ صورت په نیک شګون نه و اونه به وی بلکی دی همغه اولی ورځی نه تر همدا نن پوری هره ورځ زموږ دیرش کلنی ځوریدلی میندی دهمدغه امریکایانو دناوړه اوکرغیړن سیاست له امله دویر په ټغر ناستی وی.
که دوی نورهم په افغانستان کی خپل شتون ته دوام ورکوی نو ورسره به زموږ دافغانانو دویرونو لړی روانه وی، دلته که صله رحمی دبشر حقوق ... اواحساس مطرح وی نوکه څوک دطالب ،پولیس ملی اردو...په نوم وژل کیږی ټول دی همدی خاوری زامن دی او زموږ زړونه پری خوږشی.
که می خبری راغونډی کړم نوباید ووایم چی امریکایان هیڅکله زموږ له پاره ګټمن نه شی تمامیدای. بېرته شاته
hedayatullah ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 02:06:12 زېږديز salam oaliakim
dear friends at larawbar, in my trasletteration some words got lose. i hope people dont miss read it . the statement is that the honer of defeating an impire is not rewarded to any nation . this honore is only given to afghans. so, if allah is giveing us this honor the we need to do some sucrifices. and allah is the best judge of caractores. afghans have the caractor, the eman and the steed fastness to stand to a supper power and brings them to its knees. may allah give the afghans the ultimate victory بېرته شاته
Hedayatullah america ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 01:54:19 زېږديز Salam o aliakum
Mohtaram larawbar staso har kila khoshale ghoalem. allah tallah da namat har chata naday pa naseeb karay.. Da de amparatorio de namat yawaze de afghanano pe naseeb day. aw har namat che allay taallay chata pe naseeb kawe no hagha ba harow marow lez takleef galee. no da doo aa ba kawoo che allah de da namat zer ter zera monz la ra naseeb krre allah mo mal sha بېرته شاته
محمد عابد لنداک له كابل څخه ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 01:53:48 زېږديز زما له نظره دامریکایانو تیری دمظلومو افغانانو په ویران اودردیدلی هیواد لویه اشتباه اومزید پاتی کیدل یی هم دافغان کړيدلي ولس اوهم دعامو امريكايانو لپاره نه جبرانيدونكي عمل دي .افغان غيرتي ولس دامريكا دمتحده ايالاتو له ولس مشر اوسنا مجلس نه دامريكايي يرغلګرو دفوري اخراج غوښتنكي دي په درنښت. بېرته شاته
رحيم الله رحيمي د كندهار ولايت څخه ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 01:48:07 زېږديز زه ما نظر دادي چي امريكا په افغانستان كي په دې تيرو نهو كلو كي څه خاص كار ندي كړي لكه د امنيت په برخه كي او همدارنگه د اقتصاد په برخه كي دوي راغلل د افغانستان پر كلو او كورونو يي بمباري وكړي او د ترهگرو اصلي ځالي چي د پولي پر هغه بله غاړه دي هيڅ پاملرنه ون كړل. بېرته شاته
sahil ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 01:36:10 زېږديز د سلام په وړاندی کولو سره ټولو لوستونکو ته
دا دالله تعال امتحان دی پر مونږ او زمونږ د مشرانو بی احطیاطی ده
د الله په فضل چی شرمینده او رسوا به بیرته زر ځی ان شاءالله بېرته شاته
عمران خلیل پکتیکا ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 01:27:20 زېږديز دلراوبر د درنې ویبپاڼې له درنو چلونکو نه یوه دنیا مننه کوم چی دلر او بر مینوالو ته یی دافرصت ورکړی چی پر افغانستان باندی داشغالګرو امریکایانو دیرغل دنهمې کلیزې په اړه خپل نظر څرګند کړی
زما خو د الاماره ویبپاڼې له لوری په همدې مناسبت نشر شوی اعلامیه تاییدوم او همدا می نظر دی .
په افغانستان باندې دامریکايي یرغل دنهمې کلیزې په هکله داسلامي امارت اعلامیه
پنجشنبه, 07 October 2010 02:52 -
نه کاله مخکې وحشي امریکایانو دټولوانساني اواخلاقي معیارونو خلاف په افغانستان یرغل وکړ.دغه وحشیانه یرغل چې دامریکي دوخت دشرمیدلې ولسمشر جورج ډبلیوبوش له لورې دصلیبې جګړې ترنامه لاندې ترسره شو په پیل کې چا د دې توقع نه لرله چې اوږدوجګړوځپلي افغانان دي وکولای شي دیوویشتمې پیړۍ ددغو مغرورو اوپرمختللیو ځواکونودیرغل مقابله وکړي،
له همدې امله دامریکا دهغه وخت دفاع وزیر دونالد رمزفیلد چې ډیرغرورويي سترګې پټې کړې وې له دغه ظالمانه یرغل نه شپږمیاشتې وروسته په دې نوم چې نورددوئ په مقابل کې دافغانانو مقاومت له منځه تللی په افغانستان کې دخپلو پوځي عملیاتو پایته رسیدل اعلان کړل.
خونن له هماغې نیټې نه پوره (۹) کاله تیریږي چې په افغانستان کې دیرغلګرو امریکایانو اودهغوئ دایتلافیانوپه خلاف دافغانانودجهاد اومقاومت سنګرونه لاهم هماغسې ګرم ساتل شوي اوهره ورځ ورکې لسګونه بهرني یرغلګر وژل کیږي .
هغوئ په دغې (۹) کلنې مودې کې نه دخپلو پوچوشعارونو دعملي کولولپاره څه وکړای شول اونه يي دمسلمانو افغانانو دجهادي فعالیتونوپه له منځه وړلو کې کوم بریالیتوب ترلاسه کړ.
دتیرو(۹) کلونوپه بهیرکې دیرغلګروامریکایانو له لوري په دغې نارواجګړې کې دسلګونوملیارده ډالروله مصرفولو،دزرګونوپوځیانو له وژل کیدو اودلس ګونوزره نوروله ژوبلیدواودهغوئ دبیشمیره پوځي وسایلو له تخریبیدلو وروسته دوئ یواځې دانتیجه ترلاسه کړه چې نړیوالو اوخپلو ولسونوته ووايي چې په افغانستان کې سږنی ۲۰۱۰ کال دبهرنیو ځواکونولپاره ترټولو خونړی کال دی بس .
یرغلګروامریکایانواودهغوئ ایتلافي انډیوالانوپوره (۹) کاله په افغانستان کې دخپل وحشیانه اشغال دحاکمیت اوبریالیتوب لپاره خپل ټول پوځي او اقتصادي ځواک وازمایو ،مختلفې استراتیژي ګانې يي وکارولې ، دوخت ترټولومجرب پوځي جنرالان يي استخدام کړل اودولسي مقاومت دخاموشه کولو لپاره يي دخپلو مزدورانوپه وسیله بیشمیره فتنه ګرې پروسې په لاره واچولې خود دغو ټولو هلوځلوله ترسره کولو وروسته مونږکولای شو چې نن دامریکايي یرغل دنهمې کلیزې دپوره کیدو په ورځ په افغانستان کې دجګړې دطرفینو لاسته راوړنې په لاندې توګه خلاصه کړو:
دامریکایانولاسته راوړنې :
۱ـ داوباما په شمول د افغانستان دجګړې له پایلوڅخه دټولو امریکايي چارواکومایوسه کیدل.
۲ـ دافغانستان دناکامې جګړې دنامطلوبوپایلوپه سردسپینې ماڼۍ چارواکي دداخلي اختلافاتو ښکارکیدل.
۳ـ ددغې (۹) کلنې ناکامې جګړې داوږدولو له امله دامریکايي ایتلاف دغړیوهیوادونوتر منځ دبي باورۍفضاپه رامنځته کیدلوسره دافغانستان له پوځي ماموریت څخه دیوشمیرهیوادونوشاته کیدل.
۴ـ دمجاهدینوپه مقابل کې دامریکااوناټو دټولوپوځي استراتیژیوناکاره کیدل.
اوبالآخره دافغان خالي لاسه مجاهدینو دمقاومت په مقابل کې دامریکا اوناټو دپرمختللیوځواکونوناکامي په نړیواله کچه دامریکايي غروراوحیثیت ترپښولاندې کیدل اواقتصادیې په بي ساري ډول له شاتګ سره مخ کیدل .
دمجاهدینولاسته راوړنې:
۱ـ دامریکایانوپه اعتراف دهیواد په ٪۷۵ ساحې باندې دمجاهدینوواکمنۍ ټینګیدل.
۲ـ دارګ له دروازې رانیولې بیا دبګرام ،کندهاراوننګرهار دهوايي ډګرونوپه څیر نورې ټولې امریکايي مستحکمې پوځي اډې دمجاهدینوترپوځي بریدونولاندې راتلل.
۳ـ دیرغلګروپه خلاف له اسلامي مقاومت څخه دنړی دولسونوپه خاص ډول د افغان ولس حمایت زیاتیدل.
۴ـ دهیواد لويي مواصلاتې لارې دمجاهدینو ترولکې لاندې راتلل .
۵ـ دامریکايي یرغلګروپه وژلواوله منځه وړلوکې دمجاهدینو محاربوي وړتیا پیاوړې کیدل .
هرچاته له پورتنۍ مختصرې مقایسې څخه په افغانستان کې دامریکایانو اودهغوئ دایتلافي انډیوالانو دموفقیت چانس ښه مالومیدای شي ،یواځې دسپینې ماڼۍ سربداله چارواکي دي چې دخپل ګنګستوب اوسرتمبګي له وجې په ناموجهو پلموسره نورهم غواړي د افغانستان اشغال اودمظلوموافغانانوځورولواودخپل ولس تباهي ته دوام ورکړي.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخپل اسلامي هیوادله حریم څخه دفاع کول اودیرغلګروامریکایانو په مقابل کې جهادکول خپل اسلامي مکلفیت بولي یوځلې بیا امریکايي غبي چارواکوته دپه هوښ راتللو توصیه کوي اوله هغوئ نه غواړې چې نورله افغانستان څخه په عاجلووتلوسره دخپل نا ارامه ولس په حال زړه وسوځوئ .
مجاهد افغانان خوله (۹) کلن مسلسل جهاد اومقاومت وروسته هم دجهاد اودفاع په سنګرونوکې دشهادت په شمول هره قربانۍ دځان ویاړبولي ،خوامریکايي ولس ښايي دامریکایي سرمایه دارانودشخصي ګټوترلاسه کولولپاره نورهیڅکله دخپلو وژل شویوپوځیانودتابوتونودلیدوحوصله ونه لري.
دامریکايي یرغل د(۹) کلیزې په موقع امریکايي جنرال ډیویډ پترایوس ته لاهم وخت شته چې له هغه نه په استفادې سره دخپلومورال بایللوځواکونوپه ملتیا له افغانستانه ژرپښې سپکې کړي ،کنه دفرصتونوله لاسه ورکول به شاید دی هم بیا دانګلیسي ډاکټربریډان په څیر له داسې حالت سره مخ کړي چې دټولې امریکايي امپراتورۍ دژغورلوپه ځای به یواځې دخپل سر دژغورلو په آرمان وي.
وسیعلم ال*ذین ظلموا ای منقلب ینقلبون.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
28/10/1431 هـ - 7/10/2010 م بېرته شاته
ياره نه غواړم چي ويې ليکم ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 01:15:58 زېږديز څه چي وسوه هغه خو وسوه د راتلونکي لپاره موږ بايد د دغسي بلاوو څخه ځان وژغورو او يو موټى پرمختللى هيواد را منځ ته کړو چي اوس يې ښه فرصت په لاس کي لرو، له دې امله زه په خپله د رضاشاه صاحب دغه نظر تاييدوم:
(زه په دې نظر یم چې افغانانو یو تاریخي فرصت تر لاسه کړی دی،موږ هسې هم د خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ په درشل کې د لږې مودې لپاره یو رښتینی آزادملت او هېواد و،ددې لپاره چې د غلامانو غلامان پاتې نشو،نو زه ځکه د نړیوالې ټولنې دغه اقدام د ستایلو وړ دی.سره له چې جګړه او وینې بهیدنه د غندلو وړ دي او په جګړه کې د بې ګناه خلکو وژل کیدل یو غیرې انساني عمل دی، خو په ورته وخت کې هر هغه هڅه چې افغانانو ته او راتلونکي نسل ته سوکالي راوړي،باید وستایل شي.
سیاست او اقتصاد سره تړلي دي،که نړیواله ټولنه د خپلو اهدافو او مفاداتو لپاره راغلې وي چې راغلې ده، موږ یعنې افغانان هم ګټې لري.د پنجابي کرنیلانو نه او د ایران د سپاهیانو څخه موږ ته امرکایی کرنیل ښه دی.افغانستان هم یوه بوجۍ نه ده چې امریکا یې پر شاکړي). بېرته شاته
ګل نبی پکتیاوال ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 00:41:57 زېږديز بی له دی څخه چی غریب او بی وزله افغانان یی شهیدان کړل. او افغانی میندی یی بوری او خویندی یی وراری کړی نور خو څه لاس ته را نه وړل. انشاالله چی د شوروی اتحاد غوندی به په شرمو شرمیږی او مخ به یی تور وی. ځکه چی طالب په یو موټر سایکل راځی د خرپ او ترپ جګړه کوی او بیر ته له هغه ځایه وزی او چی کله وږۍ شی نو وچه ډوډی راخلی خوری یی له ویالی څخه اوبه څښی او شکر باسی او ځی خو دوی ته خو چی معدنی اوبه ونه رسیږی او په سر یی هوایی ځواک نه وی نو قدم هم نه اخلی . هغه برګر سنډویچ او نور سامانونه خو یی لا پرځای پریږده. نو تاسو فکر وکړی چی تر کومه به دا مصارف پوره کوی. څلور کاله د مخه به ملګری ملتونو او موسیسی له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ازادانه تګ راتګ کاوو خو اوس چی دری کلیومیتره سفر کوی نو باید ساتونکی ورسره وی. د هر ولایت د واک ساحه تر درۍ کلیومیتره زیاته نده. ولسوالان خو باید هرومرو له طالبانو سره اړیکی ولری کنه نو بیا خو ژوند نشی کولای ښه مثال یی د اندړو ولسوال دیسوال وو چی د چرګ غوند یی بڼکی پری جګی کړی. د کابل څخه چارواکی ټول په الوتکو کی ولایتو ته سفر کوی ځکه چی وایی پاس په هوا راشه جانانه لاری کوڅی له طالبانو ډکی دینه بېرته شاته
عزت الله جنبش د کندهار ولايت اوسيدونکي ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 00:31:36 زېږديز زه دهرڅه له مخي دلراوبرويبپاڼي د قدرمنو استازواو دقدر و ړ لوستونکوڅخه په ډير درناوي هيله کول چي زمادااول ځل دي چي زه ستاسو ويبپاڼي ته يوڅه ليکم نودغلطي مي معاف کړي به احترام.
دامريکا حمله پر افغانستان باندي زماپه فکر سره ازمريکا پر افغانستان باندي حمله نه ده اوسامه او نه ده ملا محمدعمر دپاره کړيده .
دا ده امريکا يوه پاليسي ده سرف ده افغانستان دخلګو لپاره يوه بهانه ده امريکا او ناټو افغانستان پر ايران او روسيي باندي دجنګ هډه جوړوي نوبدبختانه زموږ بيګناافغانان ده کفارو په ګيم کي شکيل دي. بېرته شاته
ډاکټرقانع - کابل ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 00:23:17 زېږديز دې مسلې ته له دوو زاویو کتنه په کارده.
لومړي ددیني پلوه: دا په اسلام او مسلمانانو باندې روښانه تیري او ظلم وو چې دیهودو او نصاراوو لخوا ترسره شو او هدف یې داوو چې په افغانستان کې خلافت رامنځ ته نشي، هغه خلافت چې دې یهودو او نصاراوو په ډیرو زیاتو دسیسو سره په ۱۹۲۴ میلادي کال کې له منځه یووړ. ټول هغه کسان ، هیوادونه او ډلې چې له یهودو او نصاراوو سره یې پدې برخه کې مرسته وکړه او استراتیژیک او نظامي دفاعي تړونونه یې ورسره وکړل، دخداي تعالی له دې صریح آیت څخه یې سرغړونه کړېده چې فرمایی: یاایهاالذین آمنوا لاتتخذو الیهود و النصارا اولیاء، بعضهم اولیاء بعض، ومن یتولهم منکم فانه منهم، ان الله لایهدی القوم الظالمین. هر مسلمان چې له یهودو او نصاراوو سره دفاعي تړون وکړي، همدا ترتولو ستر خیانت او ظلم دي، اولکه چې الله پاک فرمایی، دوی به دحق لاره پیدا نشي کړاي او بریالیتوب به ترلاسه نکړي.
دویم دنیوي اړخ: ددې جنګ له پیل نه تراوسه په زرګونو افغانان او خصوصا پښتانه له منځه ولاړل، دقومونو ترمنځ به داکرکه او نفرت د څو نورو لسیزو لپاره دوام وکړي، او په سیمه کې به کشمکشونه نور هم زیات شي. له شک پرته چې د ژوند په بیلابیلو برخو کې پرمختګونه هم شويدي، چې که امریکایان هم نه وای راغلي، یوه برخه ددې کارونو به حتما شوې واي، ځکه چې انساني ژوند په هرحالت کې د پرمختګ په لور روان دي. که مونږ وګورو په تیرو سلهاوو کلونو کې ژوند د جنګونو سره سره ډیر بدلون موندلي دي، نو که څه هم طالبانو به دافغانستان حالات دومره په چټکۍ سره نه وای بدل کړي، خو یو څه به شوي واي. او زما په آند تر چټک پرمختګ او بیا بیرته شاته تګ نه ، افغانستان ته دا پکار ده چې ورو خو ثابت پرمختګ وکړي، هغسې چې ددې ملت ټول وګړي یې ومني.
امریکایانو په افغانستان باندې په یرغل کولو سره دا ثابته کړه چې دوی د اصلاح نیت نه درلود او لاهم ددوی او انساني ارزښتونو ترمنځ ډیر زیات واټن وجود لري. یو رښتیني انسان به هیڅکله هم دبل انسان د له منځه وړلو او محوه کولو اقدام ونکړي. مونږ به هغه وخت دامریکایانو په انسانیت باندې اقرار کړي واي چې دوي په نړي کې دمشر ورور حیثیت لوبولی واي او دزور پرځای یې د مذکراتو له لارې مسایل حل کړي واي. بېرته شاته
محمد رحم ټرون له کابل څخه ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 00:09:54 زېږديز سلامونه ټولوته وړاندی کوم ..............
وروسته له سلامه امریکا اسامه بانه کړی دی خپل هدف لری په افغانستان کی فایدی وینی په میانه ټوګه باید واویم یومتل دی پشو دخدای دپاره موږک نه نیسی امریکا هم خپلی فایدی وینی په افغانستان کی اواوځان خپل هدف ته رسیوی دافغانانولپاره نه دی راغلی چی خدمت وکړی هر ورځ کوچنی ماشومان اوښځی شهیدانی کیږی داخدمت دی همدااوس هرکور یو شهید ورکړی دی داخدمت دی مطلب په مسلمانانوپسی یی راخستی او بس امریکا زمونږ ددین دښمنان دی نه دوستان که 9کاله نور هم پاتی شی ناکامی یی په برخه ده افغانستان ډیر خیرتی خلک لری هغه غلامي نه خوښوی آزاد ژوند غواړی بېرته شاته
razasha ١٥ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-07 00:06:06 زېږديز زه په دې نظر یم چې افغانانو یو تاریخي فرصت تر لاسه کړی دی،موږ هسې هم د خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ په درشل کې د لږې مودې لپاره یو رښتینی آزادملت او هېواد و،ددې لپاره چې د غلامانو غلامان پاتې نشو،نو زه ځکه د نړیوالې ټولنې دغه اقدام د ستایلو وړ دی.سره له چې جګړه او وینې بهیدنه د غندلو وړ دي او په جګړه کې د بې ګناه خلکو وژل کیدل یو غیرې انساني عمل دی، خو په ورته وخت کې هر هغه هڅه چې افغانانو ته او راتلونکي نسل ته سوکالي راوړي،باید وستایل شي.
سیاست او اقتصاد سره تړلي دي،که نړیواله ټولنه د خپلو اهدافو او مفاداتو لپاره راغلې وي چې راغلې ده، موږ یعنې افغانان هم ګټې لري.د پنجابي کرنیلانو نه او د ایران د سپاهیانو څخه موږ ته امرکایی کرنیل ښه دی.افغانستان هم یوه بوجۍ نه ده چې امریکا یې پر شاکړي . بېرته شاته
شیرزاد ١٤ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-06 23:48:37 زېږديز د روژی دمیاشتی اخری ورځی وی او روژه نوره په خلاصیدلو وه نو دکلی مسجد په مخه کی خلک را جمعه شوی وه نو ددی جمعی خلکو نه یو سړی اسمان ته وکتل او میاشت یی په نظر راغلله ده د ډیره درده وویل چی د ځان نه دی څه جوړ کړل او ځمونږ ده دی څه جوړ کړل.
اوس امریکا افغانستان ته راغلله او نهه کاله یی پوره شول په زرګونه خلک ماشومان زنانه بی ګناه یی په شهادت ورسول دا ټول یواځی يواځی د یو انسان لپاره چی هغه اسامه بن لادن دی خپل اقتصاد یی هم په تباه کړلو او زمونږ نسل یی هم تباه کړلو زه دا وایم چی ددی نه به کوم بل بی عقله انسان نه وی چی دا کار کوی او له یی ګوره چی په اینده کی به څه کیږی . بېرته شاته
انجنیر ګلبدین فضلي ١٤ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-06 23:13:19 زېږديز ناټو او په سرکې یې امریکا په افغانستان باندې په حملې کولوسره څه وکړل، که نهه کاله پخوا په ورځ کې هرڅومره کسان وژل کیدل خو نن دهغو دوه برابره وژل کیږی، همداراز دوی ټول هغه منفور او رټل شوی کسان چې په ملک کې یې داوسیدو ځای نه درلود او دطالبانو څخه تښتیدلی وو، بیرته راوستل او ددې ملت په مرۍ یې کښینول.
جرم، جنایت، تجاوز، دمخدره موادو قاچاق، اختطاف، شوکې، غلاوې او هر ډول خپلسرۍ په ملک کې تر پخوا څو واره نور هم زیات شوی.
که څه هم په نسبی ډول په ځینې برخو کې پرمختګونه هم شوي دي مخصوصا دخصوصی سکتور په برخه کې لکه مخابرات، هوایي ترانسپورت، لوړې زده کړې مطبوعات او داسې نور دیادولو وړ دي. بېرته شاته
ستاسي نوم او موقيعت ١٤ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-06 22:36:47 زېږديز امريکاهغه څه چې غوښتل يې ترلاسه نه کړل
اونه يې هم هغوافغان ديمکراسي پلووته څه په زړه پوري سوغات ولاره
طالبان لکه څنګه چې ثابته شوه دولس دين او وطن مينان دي اوله دغه ځايه ده چې نن يې ماتولوورکولواوبالکل له بېخ ايستلوته ګرده نړۍ په حيرانه ده چې څه وکړي
نن يې ددې په دين اوهيوادمينوطالبانوپه وړاندي نه الوتکي،نه څرخکي اونه هم نوره پرمختللي ټکنالوجي داسي کارورکوي لکه څنګه چې دوئ پتېيلي وه
اوخداى ته اوميددى چې دوئ به هم دنورواستعماري ځواکونوپه څېر
له تل پاتي شرم اوخجالت سره مخ شي
ان شاالله بېرته شاته
سميع الله ١٤ / ٧ / ١٣٨٩ لمريز ~ 2010-10-06 19:18:00 زېږديز امريکا تاوان کړی دی ، امريکا هم خپل عسکر ووژل ، هم يې د ناټو مور مړي ور ووژل او هم يې بې شمېره بېګنا افغانان په نيمو شپو او ورځو په خپلو کورونو کي په بمباريو مړه کړه ، دا چي هره ورځ په بمونو او ځانمرګو مړه کېږي هم يې ذمه د امريکې پر غاړه ده ، کنه نو موږ خپله د غريبۍ مړۍ خوړله ، خپله شپه مو تېروله .
اوس هم حق و حقدار ته سپارل ممکن دی ، اوس هم ناوخته نه دی ، کنه نو يوه ورځ به تر دې ډېر کلونه تېر سوي وي او تر دې ډېره مرګ ژوبله به ټولو خواوو ته اوښتې وي .