Announcement

Collapse
No announcement yet.

د بنگله ديش سياستوال : په افغانانو تپل شوې ج&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د بنگله ديش سياستوال : په افغانانو تپل شوې ج&#

    د بنگله ديش سياستوال : په افغانانو تپل شوې جگړه د امريکا د ستراتيژيکو گټو لپاره ده. 30-09-2010
    ډهاکه (فرانس پريس) بنګالي سیاستوالو افغانستان ته د ځواکونو له لېږلو سره مخالفت وکړ. بنګالي سیاستوالو وروسته له دې افغانستان ته د ځواکونو له لېږلو سره مخالفت وکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو له دې هیواده وغوښتل افغانستان ته پوځیان ولېږي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریجارد هولبروک تېره اوونۍ په نیویارک کې د بنګله دېش له باندنیو چارو وزیر دیپو موني سره په کتنه کې افغانستان ته د بنګالي پوځیانو د استولو غوښتنه وکړه. موني امریکايی چارواکي ته ډاډ ورکړ چې پر دې مسلې به نورې خبرې وکړي. د ډاکې د ډیلي سټار ورځپاڼې د راپور له مخې په ډاکې کې پرون یوشمېر ساستوالو او عامو ښاریانو وویل چې هېواد يې بايد افغانستان ته عسکر ونه لېږي ځکه چې دا حساسه موضوع ده او د بنګله دېش د ملي ګټومسله ده. دوی ډیلي سټار ورځپاڼې ته وویل چې حکومت مخکې تر دې چې افغانستان ته سرتېري واستوي باید لومړی د دې مسلې پر سیاسي او ټولنیزو اغېزو غور وکړي. د بنګله دېش د عوامي لیګ ګوند د مشرتابه کدر غړي عبدالقادر وویل څرنګه چې دا موضوع یوه سیاسي مسله ده حکومت باید وروسته تر دې په دې برخه کې پرېکړه وکړي چې لومړی یې پارلمان ته د بحث لپاره وړاندې کړي. د بنګله دېش د ملي ګوند(بنګله دېش نشنل پارټي) د مرکزي کمېټې غړي (متقاعد) برید جنرال محب الرحمان وویل دا به د بنګله دېش لپاره عاقلانه نه وي چې د ملګروملتو د سوله ساتي ځواک له چتره پرته افغانستان ته ځواکونه ولېږي. د بنګله دېش یوه وتلي ژورنالیست او لیکوال شهریار کبیر ډيلي سټار ته وویل اصولاً باید بنګله دېش افغانستان ته پوځیان ونه لېږي.ده زیاته کړه: د افغانستان لانجه باید په خپله افغانان حل کړي. د بنګله دېش د کمونست ګوند عمومي منشي مجاهدالاسلام سلیم هم افغانستان ته د ځواکونو له لېږلو سره کلک مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا د امریکا د ستراتیژیکو ګټو مسئله ده. موږ سوله غوښتونکي خلک یو او باید د امریکا د دسیسو په وړاندې هوښیار واوسو.

    پرنټ کول
Working...
X