Announcement

Collapse
No announcement yet.

د طالبانو امير د کوچني اختر په مناسبت خپل پ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د طالبانو امير د کوچني اختر په مناسبت خپل پ

    د طالبانو امير د کوچني اختر په مناسبت خپل پيغام کې د پخوانيو مجاهدينو څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت سره يو ځاى شي. afgan islamic press
    د طالبانو امير ملا محمد عمر "مجاهد" د کوچني اختر په مناسبت په خپل اوږد پيغام کې د پخوانيو هغو مجاهدينو څخه چې د اوسني حکومت سره کار کوي وغوښتل چې د اسلامي امارت سره دې يو ځاى شي. د ملا محمد عمر مجاهد دغه پيغام چې د تيرو اعلاميو او پيغامونو په نسبت خورا نرمه لهجه لري د افغانستان په اوسنيو حالاتو ، د راتلونکي نظام ، د بهرنيانو سره د ژوند ، د ليکوالانو ، پوهانو او علماؤ ، ملت او ..........په اړه خورا مهم مطالب لري چې افغان اسلامي اژانس دغه پيغام کټ مټ نشر ته سپاري. دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت دعاليقدراميرالمؤمنين دمبارکۍ پيغام! نحمد الله الذي له الملك كله وبيده الأمر كله ـ الخالق والبارئ والمحي المميت ـ نخلص له التوحيد ، وندين بالعبودية له وحده لا شريك له ـ ونصلي ونسلم على رسوله الكريم المبعوث رحمةللعالمين ـ ونشهد بأنه بلغ الرسالة وأدى الأمانة ونصح الأمة ورفع عنها الغمة وتركها على المحجة البيضاء التي لا يزيغ عنها إلا هالك ـ فجزاه الله عنا خير ما جزى الرسول عن أمته ـ صلوات الله وسلامه عليه وعلى آله و أصحابه المصطفين الأخيار . أما بعد! مسلمان مجاهدملت، شهيدانو ، اسيرانو ځوريدلو کورنيو ، د جهاد او سرښندنې د لارې قهرمانومجاهدينو ،د يرغلګرو کافرانو له لوري د خپلواکۍ په جرم نيول شويو اسيرانو او ټول اسلامي امت ته! السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته! دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدوله امله تاسوته په مبارکۍ ويلوسره لاس په دعايم چې الله رب العزت مو روژې ، عبادات اودحق په لاره کې ټولې قربانۍ په خپل در بار کې قبولې کړي ،غواړم له دغه نيکمرغه مناسبت نه په استفادې سره دافغانستان دروان جهاد اوسياسي وضعيت او دغه رازدخپلو راتلونکو کړنو اوتګلارو په اړه څو مشخص موضوعات په لاندې توګه درسره مطرح کړم. الف : دافغانستان مسلمان مجاهد ملته ! نن چې په افغانستان کې دبهرنيويرغلګرواودهغوئ دغلامانوپه خلاف کوم جهاد اومقاومت روان دي هغه د اسلامي هيوادله حريم اواسلام څخه ددفاع مشروع جهاد دي،ددغه جهادي مقاومت ورځ تربلې پراخيدل، ګړنديتوب اوموفقيت د دې ښکارندوينه کوي چې دايوسرتاسري ،خپلواک ،مقدس ولسي مقاومت دي چې همدا اوس دلوي الله په نصرت اوستاسو دبيشميره قربانيوپه برکت دبرياليتوب وروستي پړاوته ډيرنيږدي شوي دي،نوتاسو کوښښ وکړئ چې په دې حساسو شرايطو کې ،ټول خپل منځي اختلافات ،دځمکواو سيموپر سر شخړې او نوري ناخوالي شاته کړئ ، خپل ټول توان او تدبيرمو له هيواده ديرغلګرو شړلو اودخپلواکۍبيرته اخستلو ته متوجه کړئ؛ځکه تاريخ ثابته کړې چې کله هم اشغالګرځواکونه شکست وخوري نوتروتلودمخه په اشغال شوي خاوره کې دخپلمينځي اختلافونوتخمونه کري اوترشاډول ډول فتنې پريږدي امريکايان اوس په همدي حالت کې دي ؛لهذاددښمن ټولې دسيسي،هغه که دمجاهدينواوولس ترمنځ بي اعتمادي اوجلاوالي را وستل وي ،که دمليشوپه جوړولوسره دخپلمنځي جګړواوربلول وي، که په واشنګټن کې مخکې ترمخکې فيصله شويوتش په نامه انتخاباتونمايشي پروسې وي ،اوکه دمشورتي غونډې په نوم دخپلولاسپوڅومامورينودراغونډولوتيراستونکې جرګې اويانوري داډول توطيې وي تاسويې دپخوا په شان شنډولواوناکامولوته لازياته توجه وکړئ اوهغه څوک چې دناپوهۍ اوياهم مالي امتيازدترلاسه کولوپه خاطرددښمن په داډول مغرضانه دسيسو تيرايستل شوي وي هغوئ پوه کړئ اوپه جديت سره يې دشموليت مخه ونيسئ. زه اطمنان درکوم چې ان شاء الله نوربه زمونږ اوستاسو د کړاوشپې ورځې ډيرې نه اوږديږي اوډيرژربه موکه خداي کول ديرغلګر دښمن په راپرځيدو اوپه خپل ګران ټاټوبي کې داسلامي حاکميت په پلي کيدلوسره ويرجن زړونه تسلي شي اوټول شريف هيواد وال هغه که انجنير وي که ډاکټرکه محصل وي که طالب که معلم وي که ملا،که دعصري علوموپروفيسر وي او که دديني علوموشيخ چې دهرقوم اوهري ژبي ويونکي وي په يوه خپلواک اودخپلي خوښې په غښتلي اسلامي حکومت کې به دوروڼوپه شان ګډخدمت کوي .ان شاءلله تعالي " وعد الله الذين آمنوا منکم وعملوا الصالحات ليستخلفنهم فى الأرض كما استخلف الذين من قبلهم ، وليمكنن لهم دينهم الذى ارتضى لهم ، وليبدلنهم من بعد خوفهم أمنا يعبدوننى لا يشركون بى شيئا، ومن كفر بعد ذلك فأولئك هم الفاسقون (نور۵۵) ب : مجاهدينو وروڼو! مجاهدينو وروڼو تاسو وکړاي شول چې په کلک عزم او ټينګې عقيدې سره دنړيوال کفر دټولو توطيواوسازشونومخنيوي وکړئ او الله تعالي ستاسو دثبات اواستقامت له امله تاسو ته په ټولويرغلګرودښمنانو کاميابۍ درنصيب کړې اوستاسو دصادقانه جهاد اوسرښندنې له امله يې دقوي دښمن هيبت اورعب له منځه وړي او په ټوله نړې کې امريکاديوه منفورځواک په توګه له ذلت اورسوايې سره مخامخ ده . نن موږګوروچې څومره تاسو ددښمن په ځواکونوغلبه ترلاسه کوئ په هماغه اندازه ددښمن ليکې شيندلې اوبېنظمه کيږي ، کوموپوځې ماهرينوچې په افغانستان باندې ديرغل ستراتيژي ګانې جوړولي او يايې جوړوي، نن هغوئ په خپله خوله دهماغو ستراتيژيو په ناکامي اعتراف کوي ،کوم جنرالان چې دمجربو متخصصينوپه توګه دجګړې ډګرته را وليږل شول نن هغوئ يو،يو دخپلو ناکاميوله امله په رسوايې اوبې عزتي سره دجګړې له ميدانه شړل کيږي اوپه ناوړونومونو،نومول کيږي. اوکوم بهرني ځواکونه چې دامريکايي ائتلاف ترچترلاندې زمونږهيوادته داشغال په نيت راغلي وو هغوئ نن دزياتومصارفو،درنوتلفاتواوبي ګټي جګړي له امله دخپلوولسونوترفشارلاندي دي او هريويې په ډيرې بې تابۍ سره له افغانستان څخه دبيرته وتلو لارې چارې لټوي. نوزماګرانومجاهدينو وروڼو! که نورهم غواړئ چې له دښمن سره دمقابلې په ميدان کې کاميابي ترلاسه کړئ بايد دخپلو اعمالوپه اصلاح دجهادي اهدافو په درناوي اودخپل ځوريدلي خوباشهامته ولس په هراړخيزه هوسايې کې کوښښ وکړئ. په خپلومنځوکې دورورولۍ اويووالې په لاټينګولوسره هيچاته اجازه مه ورکوئ چې ددښمن په دستور ستاسوپه مينځ کې تفرق اواختلاف پيداکړي،اويودبل په تخريب کې مووخت اوفکر ضايع کړي ، خپل ټول کوښښونه يواځې دجهادي اموروپرمختګ ،له اسلام او وطن څخه دفاع ،ديرغلګروکافرانو ځپلواودخپل مظلوم ولس حفاظت او خدمت ته متوجه کړئ. د ولس دسر،مال اوملکيتونو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړئ ولسي خلک هيڅکله له ځانه جلاونه بولئ،دپخوانيو نيکومجاهدينوډير قدرکوئ، دچارودتنظيم دپاره چې کومه لائحه درکړل شوې هغه په خپل ټول وس سره عملي کړئ او له دښمن سره دمقابلې دپاره له کا ميابه اوپيچليوتکتيکونونه کار اخلئ،دخپلومجاهدينو حفاظت ،دمشرانواطاعت اوپه مشوره سره دکارونو پر مخ بيولو ته ډيره پام لرنه وکړئ اوکوښښ کوئ چې ددښمن نوي پلانونه ، دسيسې اوتبليغات په لومړي سر کې لا ور خنثي کړئ ، هيچاته اجازه ورنه کړئ چې دمجاهد په نامه داسې اعمال تر سره کړي چې دمجاهدينود بدنامۍسبب وګرځي اومتوجه اوسئ چې په تشوپلمواوبې سنده راپورونوولسي خلګ درنه تکليف اوازارنشي ، ځکه داهم ديرغلګروشوم پلان دى ،ترڅودمجاهدينواوولس ترمنځ ستونزې اوبې اعتمادي رامنځته کړي،د مقابل لوري په عسکرو ، پوليسواونورواداروکې ولاړکسان تشويق کړئ چې دهغوئ له ليکونه را جلااودخپل مجاهد ولس په خوا کې ودريږي ،دطالب حسين ،ګلبدين اوغلام سخي په څير قهرمانان چې په ګريشک ،نادعلي ،بادغيس اومزارشريف کې يې د دښمن په ليکوکې دننه په تکتيکې بريدنووسره ګڼ شميريرغلګر ووژل اوغيرتي کار نامه يې تر سره کړه داسې غيرتي ځوانان دقهرمانانو په څير په خپلوليکوکې استقبال کړئ او له نورو زياتو کسانو نه دا ډول کفرځپونکي کارونه وا خلئ ،خوپه دي هرڅه کې دنيتونوپه اصلاح کې ډير زيات کوښښ کوئ اوپه خپلوټولوجهادي فعاليتونوکې دالله تعالي رضانصب العين ګرځوي. ج- علماءکرامو، سياستپوهانو، استادانو،ليکوالانواو شاعرانو ته ! تاسي د ټولنې هغه قشر ياستئ چې د ولس د غوښتنو او هيلو د ترجماني توان لرئ دامو ملي او اسلامي دنده ده چې د يرغلګرو له ظلمونو نه پرده پورته کړئ او هغه د نړيوالو او د بشر د حقوقو د سازمانونو مخي ته کښيږدي . د امريکايې تيري او ظلم په وړاندې د حق په وينا سره د ولس ذهنونه روښانه کړئ. ددښمن له پټو او ښکاره دسيسونه يې خبر او د اسلامي نظام مبادي او ګټي ورته توضيح کړئ،دنوي نسل سالمه تربيه وکړئ دپرديوعقايدو او فرهنګ له اغيزويې وژغورئ ،داتفاق او اتحاددرس ورکړئ ،د ولس غږ دمجاهدينومسئولينوته ورسوئ او د هغوئ غږ ولس ته، تاسې د اسلامي امارت او د ولس ترمينځ د يوه پول حيثيت لرئ او بايد همداسي وي ، ترڅو ټولې هغه نيمګړتياوې چې تر سترګو کېږي، همدا اوس له مينځه ولاړې شي . زه په تاسې غږ کوم چې د سالم جهادي او اسلامي ماحول په جوړولو کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړئ . د: دکابل په اداره کې پخوانيو مجاهدينو اودادارې ټولو موظفينو! دنيکمرغه کوچني اختردمبارکو شپو ورځوپه خاطريوځلې بيا بلنه درکوو چې لکه دنوروپخوانيوقهرمانومجاهدينوپه شان راشئ دخپل مسلمان ملت ترڅنګ په دريدلواودهغوئ په مرسته دامريکايي يرغل دپرشاتمبولواودخپلواکۍ دبيرته اخستلو په وياړکې ځان شريک کړئ. راشئ ليږ دخپل ضمير،تعقل اودرايت په رڼاکې ديرغلګروامريکايانوهغو کړو وړوته وګورئ چې ستاسو په اصطلاح له منتخب ولس مشر ،ستاسو له پارلماني غړيو اوخپله له تاسو اوپه مجموع کې له ځوريدلي ولس سره ترسره کوي، تاسود جګړه مار واوبي مسؤليته افراد وپه نوم نوموي. ښه به مو اوريدلي وي چې دارګ چارواکې مستقيماله سي اي اې څخه معاشات تر لاسه کوي نوبيا په کوم دليل ددوي تر قومنده لاندي کار کوي . که تاسو ديرغلګروامريکايانوپه صف کې ددريدلو لامل دمجاهدينو(اسلامي امارت) ځينې نيمګړتياوې بولئ نوراشئ دامريکايانودملاتړپه پريښودلو اود خپلومسلمانو مجاهدينووروڼوترڅنګ په دريدلوسره هغه نيمګړتياوې تاسوپوره کړئ اوديوه مستحکم مرصوص جهادي صف په جوړولوسره ديرغلګرو کافرانوپه شړلوکې ځان سهيم کړئ. ايادهيواد اومقدساتوپه دفاع کې ستاسومسؤليت يواځې له روسانوسره په جهادکولوکې پاي ته رسيدلي اونن چې په امريکايانوسربيره د۴۸ هيوادونوکفارومو په ملک تيري کړي اوستاسوپه شمول يې دټول افغان ولس په ځورونې ،تحقير اوتهديد لاس پوري کړي تاسوبياد دغو اشغالګرو دمقابلې په ځاي دخپل مسلمان ملت په خلاف له هغوئ سره دملاتړلاره غوره کړې ايا همدغه ستاسو دضمير اوافغاني غيرت فيصله ده؟ ښه پوه شي چې يرغلګر امريکايان د افغاستان د مستعمره کولو او دهغه د طبيعي زيرمو د لوټولو لپاره راغلي دي هغوئ هيڅ کله ستاسو دوستان کېداي نشي. که د مجاهدينو ويره نه واي، نو تاسي به يې تردې هم له ذلت سره مخامخ کړي واي. دکابل په غلامه اداره کې ټول کارکونکې دې دزړه په غوږوواوري چې دافغان مسلمان ولس دجهاد په برکت نورله افغانستان څخه ديرغلګر دښمن لمن په ټوليدوده نومخکې تردې چې دخپل ولس له لوري له اجنبيانوسره دملاتړپه جرم دنجيب،ببرک اوشاه شجاع په برخليک اخته شئ بايد له دغه شرميدونکې برخليک څخه دخلاصون په غرض نور ديرغلګروله ملاتړڅخه لاس واخلئ اوله خپلو تيروکړنوڅخه دپښيماني په ښکاره کولوسره دمجاهدينوله ليکوسره يوځاي شئ ، که له هغوۍ سره ديوځاي کيدو توان نه لري نو دکافرانوله ملاتړ نه په لاس اخيستلوسره دمجاهدينو دعفوې اوامن په سيورې کې په خپلوکورونوکې له خپلو اولادونوسره دآرامي ژوند اختيارکړئ اوپه دې کارسره ددنيا اواخرت له شرمندګي څخه ځان وژغورئ. هـ : دهيواد دراتلونکې نظام په اړه : داچې په يرغلګروکافرانوباندې زمونږدمسلمان ملت برياليتوب اوس څرګنددي او دبرياليتوب اساسي لامل يې دالله تعالي په نصرت باورلرل اوخپلومنځوکې اتحادلرل دي نومونږبه په راتلونکې کې هم دهمدغو اساساتوپه بنا ديوه اسلامي ،خپلواک ،سالم اوقوي نظام دجوړولو کوښښ کوو، داسې نظام چې دهغه اقتصادي ،امنيتي ،حقوقي،تعليمي اوقضايې اړخونه ټول داسلامي ارشاداتومطابق له اهل خبره ،اهل علم اواهل کارخلکوسره دشوري لرونکې سيستم په وسيله په مخ بيول کيږي ، په هغه کې به دافغاني ټولنې صالح ،تجربه کار اومسلکې کدرونه له هرراز سياسي ،قومي ،اولساني تبعيض پرته سهيم وي اوهغوئ ته به داداري مسؤليتونوسپارل د دوئ داهليت ،صداقت اوايمانداري په بناترسره کيږي اودغه رازبه دښځوپه شمول دهيواد دټولو وګړو دشرعي حقوقودرناوي کيږي،دداخلي امنيت دتأمين اوپه ټولنه کې داخلاقي فساد ،بې عدالتي ،فحشاء اونورومنکراتودله منځه وړلوپه غرض به داسلام دمقدس دين دسپيڅلواحکاموپه رڼاکې شرعي احکام پلي کيږي ،په ټولو حکومتي دوائروکې به داداري شفافيت درامنځته کولوپه مقصد دمحاسبې ،مجازات اومکافاتو قانون په ټينګه مراعتيږي اوله متخلفينوسره به يې دشرعي احکامومطابق چلندکيږي. و : له بهرنيوهيوادونوسره دبهرنئ تګلارې په اړه: راتلونکي نظام به مو له خپلوګاونډيانو ،ا وهم له نورو اسلامي اوغيراسلا مي هيوادونوسره دمتقابل تعامل په بنيادولاړوي . مونږغواړوچې بهرنۍ تګلاره مو په داسي ډول عياره کړوچې هم له ځانه څخه دنورو ضرر دفع کړواوهم نوروته ز موږله لوري ضرر ونه رسيږي . زمونږراتلونکي نظام به په ټولوهغو هلوځلوکې چې په سيمه اونړۍ کې دسولې دټينګښت،بشري رفاهيت اواقتصادي توسعې لپاره عملي کيږي داسلامي مقرراتومطابق سهم اخلي . په سيمه ايزومشترکوستونزو لکه مخدارت، دمحيط ککړوالي دتجارتي اواقتصادي مشکلاتوپه له منځه وړلوکې به د سيمي له هيوادونو سره همکاري کوي. . ز : اسلامي نړۍ او مسلمان امت ته مسلمان امته ! غواړم داختر له دې سپيڅلې موقع څخه په استفادې سره څو ترخه حقيقتونه درسره شريک کړم او هغه دا چې نن دځينومغروره او متعصبوهيوادونوله لوري مسلمانان ترډول ډول فشارونو لاندي دي دچا دين او فرهنګ له ګواښ سره مخامخ دي د چا بيا ژوند، مال ازادي ، او ځمکني تماميت په خطر کې دي . نن په نړۍ کې مسلمانان يواځې په دي وجه چې مسلمانان دي له ډول ډول تبعيض او ځورونو سره مخامخ دي . ددنيا مشهور توهيني او تعذيبي زندانونه ورباندي ډک او هيوادونه يې اشغال شوي دي . مسلمان امته ! کومه ستونزه چې نن دافغانستان،عراق اوفلسطين درديدلي ولس ورسره لاس اوګريوان ده ايا دا تنها دهمدي ملکونوځانګړې ستونزه ده ؟ ايا زموږ او تاسي مشترک کتاب قرآن كريم تاسو ته په داسې پيښوکې دبې تفاوتي سياست دخپلولو اجازه در کوي ؟ تاسوبايد په دې خبره ځان پوه کړئ چې امريکايي پلان يواځې دافغانستان اوعراق تر لاندې کولوپوري نه دي محدود؛ بلکې هغوئ غواړي داسلامي نړۍ په زړه کې دافغانستان اوعراق په لاندې کولوسره ددغې نړۍ ټوله نقشه بدله کړي ،خوافغانان هغه څوک دي چې دتاريخ په اوږدوکې د دښمنانو د داشانې استعماري پلانونو دشنډونکواواسلامي امت دمدافعينوپه توګه پيژندل شوي تاريخ لري اودهريرغلګر دشړلوپه لاره کې يې ډيرې قربانۍ ورکړې چې دهغوپه برکت يې له اسکندرمقدوني رانيولې بيا په يووشتمې پيړۍ کې ترامريکايي يرغل پوري ديرغلګروټول يرغلونه په شاتمبولي چې دغه سرښندنې ددوئ دکاميابي اواسلامي امت دنجات لامل ګرځيدلې. نومسلمانانووروڼو! لکه څرنګه موچې دين،عقيده ،ارزښتونه ،فرهنګ،کلتوراومصالح سره شريک دي همداسي مو غم اوخوشحالي، دوست اودښمن هم بايدسره شريک وي ،راشئ دخپلودريدلومسلمانانووروڼو په غم اومصيبت کې برخه واخلئ،او په ځان ، مال او مخلصانه سياست خپلولوسره دهغوئ مرسته وکړئ . ح : په افغانستان کې ميشتوائتلافي ځواکونواودهغوئ ولسونوته ! داچې غاصبوامريکايانو دخپلوشخصي مصالحودتحقق اودخپل توسعه غوښتنې سياست دعملي کولو لپاره په افغانستان يرغل کړي اوپه دغه لاره کې يې له ځانه سره نور۴۸ هيوادونه هم ملګري کړي اودهغوئ ټولو له پوځي ،سياسي اومالي ملاتړسرسره نن ټول دافغان مجاهدملت دورځ تربلې غښتلي کيدونکي جهادي مقاومت په له منځه وړلوکې پاتي راغلي معنايې داده چې ددغه ولس مقاومت برحقه اودامريکايانوپه مشرې دنړيوال ائتلاف يرغل يوناروا وحشيانه تيري دي. امريکايي چارواکې چې دلته ستاسودلا لتاړکيدولپاره کومې پلمې درته تراشي هغه يواځې ددوئ دنامشروعوګټودترلاسه کولوناکاره وسيلې دي نورهيڅ حقيقت نه لري . په تيرو نهو کلونو کې به د امريکې ددروغجنو ادعاوو ماهيت تاسو ته ښه معلوم شوي وي چې غواړي ستاسي قوت د خپلوناکامو استعماري اهدافو د لاسته راوړلو لپاره استعمال کړي. تاسو ته نه ښايې چې خپل اولادونه دامريکا دمجهولوګټو لپاره په داسې ډول قرباني کړئ چې دبيوزله افغانانو په وژلواوځورولو سره مو دتل لپاره دهيوادونوتاريخ بدنام اودجنګي مجرمينوپه ډله کې شامل شي ؛ځکه چې دلته دهغوۍ په لاس هره ورځ په لس ګونو او سلګونوبېګناه وګړي شهيدانيږي، کورونه يې ورانيږي دهغوئ له لوري ورباندې په نړيواله کچه ممنوعه وسلې کاريږي چې ددغو ممنوعه وسلو استعمال زمونږدملت په راتلونکو نسلونولاډيرې منفې اغيزې لري . ددغووسلواستعمال د بشريت خلاف يونه بښونکي جنايت دي خوستاسو ځواکونه دامريکايانوپه دستور هره ورځ دبيوزله ولسي خلګوپه خلاف دغه جنايت ترسره کوي. دهغوئ له لوري په بي پرې مطبوعاتوبنديزدي يواځې هغه څه چې دامريکا اوناټوځواکونوله خوښې سره برابروي هغه دنشر اجازه لري . دمتضررشويو ولسي وګړيو فريادته نه يرغلګرغوږنيسي اونه هم دهغوئ ګوډاګيان . اسلامي امارت مطبوعات که په انټرنيټ راځي او که په کاغذ، دوئ يې د بندولوکوشش کوي . د تيرو نهو کلونوراهيسي د ګونتانامو او باګرام په زندانونوکې په سلګونو بې ګناه افغانان د عذاب ورځې او شپې تېروي ،په دغوبنديانوکې داويا او اتيا کلونوپه سن دپاخه عمرلرونکي سپينږيري هم شامل دي ،له هغوئ سره نه قانوني چلند کېږي نه محکمه کېږي او نه هم بشري حقوق ورکول کېږي خلاصه داچې ستاسو په مرسته امريکازموږهيواد او ولس يرغمل کړي دغه واقعيت نن دامريکايي ائتلاف ځينوغړيو هيوادونو اودهغوئ ولسونو درک کړي اوله افغانستان څخه يې دخپلو ځواکونو ايستل پيل کړي اوځيني نوريې دايستلو په لټه کې دي . يوشميرهغو هيوادونوته چې دامريکايانوله لوري دبي ځايه پلموله امله لا هم په افغانستان کې خپل پوځي اشغال ته دوام ورکوي زمونږپيغام دادي چې هغوئ دې نورژرترژره له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دايستلو پر لارو چارو غوروکړي اوخپل پوځونه دي په شاکړي . ط : امريکايي چارواکو اودهغوئ تيرايستل شوي ولس ته! تاسودافغان خپلواک اسلامي هيواد دلاندې کولوپه غرض دلته پوره( ۹)کاله خپل ټول پوځي ،سياسي اواقتصادي زور وازمايو خودباتدبيره مجاهدوافغانانوپه وسيله موله مطلق شکست نه پرته بل هيڅ ترلاسه نه کړل . ستاسي دجنرالانو له مختلفوستراتيژيواوپوځي زياتونوسره سره مونږ وينوچې ستاسوپوځيان ژوندي نيول کيږي اوستاسي حکومت يې بيا لکه بوبرګ ډال اسيرغوندي نه خود خلاصولولپاره تبادلي ته اماده کيږي اونه يې هم دخپل هيواد ديوه تبعه په حيث پوښتنه کوي او يا خو يې لکه په لوګر کې ستاسي ددوتنواسيرانوپه اړه دخلاصون دمنل شويولاروپرځاي دله منځه وړلو هڅه کوي، ستاسي پرمختللې پوځې اواستکشافي الوتکې زموږدمجاهدينوپه لاس رالويږي ،پوځي وسايل موله منځه وړل کيږي اودهرې ورځې په تيريدوسره ستاسي دوژل شويوپوځيانوپه شمير کې زياتوالي راځي. خوستاسو چارواکې ددي په ځاي چې په جرات سره په خپلوغلطوپاليسيواعتراف وکړي اودحل معقوله لاره ورته ولټوي برعکس ددغوپوځي شکستونودجبيرې اوله هغوئ څخه ستاسواودنړيوالو دپام اړولوپه غرض د يوشميرتجربه شويوناکاموپروسوعملي کول بيا بيا تجربه کوي ،په افغانستان کې دقومي مليشوتشکيلول ،دتش په نوم مشورتي جرګو جوړول ،دمجاهدينوترمنځ دتوندلارو اومنځ لاروبي حقيقته اصطلاحګانو کارول،دبي ګټې کانفرانسونوراغوښتل اوداجيرومطبوعاتوپه وسيله دمجاهدينوپه خلاف پراخ تبليغاتي کمپاين پرمخ بيول،دهيوادترټولومنفوري ،په فساداوجناياتوککړې څيرې په مکررډول قدرت ته رسول دمسئلي حل بولي خودلوي خداي په مرسته اودمجاهدينود جهادي تدبيرپه برکت داهرڅه لکه دهغوئ دپوځي هلوځلوپه څيرله ناکامۍ سره مخامخ شول. افغانان له خپل هيوادڅخه ددفاع نوره هم ښه حوصله لري ،ستاسوله پوځيانوسره تر۹کلنې مقابلې وروسته يې نظامي تجربې نورې هم پخې شوې .هغه څه چې ددغه پيغام په وسيله يې مونږتاسوته رسول غواړوهغه دادي چې څومره ژرکيداي شي بي قيد اوشرطه زمونږله هيواده پوځونه وباسئ ځکه داکارهم ستاسې اوهم ستاسي دولس په ګټه اوهم دمنطقوي ثبات ترټولو غوره لاره ده ؛ستاسو اوستاسودنړيوال جنګي ائتلاف له ۹ کلنې زورآزموينې وروسته ټولې نړۍ ته اوس داخبره په اثبات رسيدلې چې نور په افغانانوباندې دزوراوتشدد منطق خپل رنګ بايللي اوتاسوچې د دې خپلواک ولس داېل کولوکوم پلانونه جوړکړي وو دهغوئ ترسره کول له محالاتو(ناشونو)څخه بلل کيږي که تاسونورهم غواړئ چې په افغانستان کې په پاتې کيدلوسره دغه محالات (ناشوني) ممکن (شوني) وګرځوئ نوپه قيمت کې يې لومړي دخپلې پراخې امپراتوري له حاکميت څخه لاس پري منځئ! پوه شي چې ستاسو مشرانوپه افغانستا ن ديرغل دپيل څخه تراوسه تاسوته په مسلسل ډول دروغ ويلي،ستاسي له ټکسونو اونوروشخصي لګښتونوڅخه رابيل شوي په سلګونومليارد ډالره مالي مصاريف اوستاسي بشري ځواک په افغانستان کې بې ځايه ضائع کړي اولايې ضائع کوي اوتاسو به لاهم دملاماتونکې اقتصادي ناورين شاهدان ياستئ تاسو بايددخپلوپارلماني اوولسي فشارنه په استفاده سره خپل چارواکي دې ته اړکړئ چې نورمو په نړيواله کچه اولس دهلاکت کندې ته ټيل نه وهي اوپه نړيواله کچه دزوراوسرتمبګۍ له سياسته لاس په سرشي که نه نوترهرچاوړاندې به لومړي امريکايي ولس له ذلت اورسوايۍ سره مخ کيږي. په اخيرکې په افغانستان ، پاکستان اوداسلامي نړۍ په نورو برخو کې دورستيو سيلابونو اوطبيعي افتونوله امله زيانمنو خلکو ته دزړه له تله دخواخوږي مراتب وړاندي کوم اودعاکوم چې الله تعالي دي ددې لويې ابتلا تکاليف را کم او مصيبت ځپلو ته د برداشت حوصله ورکړي. اوله زړه سوانده اهل خيراشخاصو نه هيله کوم چې له دغوزيانمن شويواوهم دحق په لاره کې دشهداوو،اسيرانو له کورنيواويتيمانوسره هراړخيزي مرستې وکړي اوداختردمبارکوورځو په خوښيوکې دخپلو کورنيو او اولادونو په شان مشفقانه چلندورسره وکړي . په پاي کې يوځل بياټولو مسلمانو ته دکوچني اخترله مبارکيوسره يوځاي هغوئ ته دالله تعالي څخه دامريکايي يرغلګروپه مقابل کې دثبات اودهغوئ دفداکاريو دقبوليت غوښتنه کوم . الله تعالي دي نورددغه مسلمان ځوريدلي امت د بېدرېغو پاکو قربانيو او سرښندنو په برکت اشغال شوي وطنونه داسلامي حاکميت په قائميدوسره ازاد کړي اوالله تعالي دي دمجاهدينود سپيڅلو وينو نذرانې په خپل دربارکې قبولې وګرځوي. امين . والسلام داسلام خادم اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد طالبان په کال 1994 ميلادي کال کې په کندهار کې رامنځته شول ، د 1996 ميلادي کال د ستمبر په مياشت کې يې کابل ونيو او بيا د دوه زره او يو کال د نومبر په مياشت کې د امريکايي فوځ د ځمکنيو او هوايي بريدونو په نتيجه کې د طالبانو نظام ړنګ شو چې له هغې وروسته امريکا او ملګرو هيوادونو يې افغانستان ونيو. په دوه زره يو ميلادي کال کې د طالبانو د نظام د ړنګيدو څخه وروسته طالبان تري تم شول خو هغوى ورور ورو دمقاومت د تحريک په شکل رامنځته شول او اوس هغوى سربيره پر دې چې د افغانستان د يو شمير سيمو کنترول لري د امريکا او ناټو د يو لک او ديرش زره عسکرو سره په جګړه اخته دي . پاى
Working...
X