اوپن ديموکراسي ويپ پاڼه: ايران په افغانستان کې دوه مخې پاليسي چلوي . 05-09-2010 03.:46 AM
کابل (خبري رسنئ) ايران په افغانستان کې دوه مخې لوبه کوي د اوپن ډيموکراسي ويب پاڼې د افغانستان په اړه په خپل وروستي تحليل کې ليکلي: دا چې په افغانستان کې د وروستۍ لوبې پیل راڅرګندیږي، ایران په دې جګړه ځپلي هېواد کې د خپلو یو شمېر سیاسي ګټو د تامین په مقصد مختلفي مانورې کوي. اوپن ډموکراسي لیکي: ایران د سېمه ایزو تروریستي ډلو د ملاتړ او لانجمن هستوي پروګرام په څنګ کې د پخواني پارس د پراختیا غوښتنې زاړه پلانونه هم تر لاس لاندې نیولي دي. ویب پاڼه وړاندې لیکي: ایران په افغانستان کې د پاکستان په څېر دوه مخې لوبه کوي. له یوې خوا د شیعه ډلو او د شمال ټلوالې ملاتړ کوي او له بلې خوا یې د کابل په حکومت هم خپل پوره اغیز ساتلی دی. ایران دغه راز په افغانستان کې یو شمېر کوچنیو سیاسي ګوندونو ته مالي مرستې ورکوي او په دې توګه په دې هېواد کې خپله اجندا پر مخ وړي. د ويب پاڼې په وينا همدا کوچني سیاسي ګوندونه د ایران په پیسو تلویزیوني چینلونه چلوي او د افغانستان په سترو ښارونو کې د خپل نفوذ د پراختیا هلې ځلې کوي.
پرنټ کول