کندهار: د درني چاودني پړه طالبانو په غاړه واخسته لودين
په کندهار کي د ننني ځانمرګي بريد پړه طالبانو په غاړه واخسته .
طالب وياند قاري محمديوسف احمدي په کندهار کي د بينوا دفتر ته په ليږل سوي ټلفوني پيغام کي ويلي دي چي نوموړي بريد د رحمت الله په نوم د دوي يوه ملګري د موټر په واسطه تر سره کړي چي په ترڅ کي يي د دده په وينا نهه تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي او دوه موټره يي هم ويجاړ سوي دي
د يادوني وړ ده چي چاودنه نن مازيګر پنځه بجي او ديرش دقيقي د کندهار ښار د پنځمي ناحيي اړوند د خواجک بابا په سيمه کي د بهرنيو سرتيرو پر موټريز کاروان وسوه .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د لمړنيو معلوماتو له مخي ويلي وه چي په پيښه کي يو تن وژل سوي او نهه نور ټپيان دي په وينا يي چي ټول ملکي کسان دي .
د کندهار د عامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چي د نوموړي پيښي څخه روغتون ته د يادي پيښي ١١ ټپيان ور وړل سوي دي او دري وژل سوي کسان ور وړل سوي دي چي ټول ملکي خلک دي
چاودنه ډيره درنه وه او دکندهار ښار نژدي سيمي يي ټولي ولړزولي .
که څه هم د بهرنيو سرتيرو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي خو په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي چاودني د بهرنيو سرتيرو موټرونه يي ويجاړ کړل او په سيمه کي يي د بهرنيو سرتيرو څو تنه ټپيان هم وليدل .
خپله د ايساف ځان ته د اوښتي زيان په هکله څه نه دي ويلي benawa.com