يو هندو کانديد: نور افغانان به هم رايه راکړي
اباسين زهير - Aug 23, 2010 - 10:01
کابل
د وږي لومړۍ نېټه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس
يو معيوب هندو په دې باوري دى چې د خپل دين د پيروانو په رايو نه بريالى کېږي، خو په دې تمه يې ځان ولسي جرګې ته له کابله کانديد کړى، چې د کابل نور افغانان به هم رايه ورکړي.
څلوېښت کلن پرتپال سنګهـ، چې په کيڼه پښه ګوډ او يوه سترګه يې ژوبله ده، د خيرخانې په حصه اول کې عطاري لري.
هغه د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ولسي جرګې وکيلانو په افغانستان کې د مېشتو هندوانو او سکهانو، چې د همدې هېواد تابعيت لري، هېڅ ستونزه راپورته نه کړه.
هغه وايي، چې په همدې موخه يې ځان کانديد کړى، چې که بريالى شي، نو د خپلو خلکو او نورو مظلومو افغانانو اواز به راپورته کړي.
پرتپال سنګهـ په ١٣٦٧ کال کې د کابل د شېرپور په څلور لارې کې د يوه راکټ د لګېدو له امله، په يوه پښه فلج شوى او يوې سترګې يې قوي ضربه ليدلې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کابل کې شاوخوا ١٠٠٠ هندوان او سکهان د رايې ورکونې شرايط لري، خو ټول د رايې ورکونې کارتونه، نه لري.
له هندوانو څخه په کابل کې له پرتپال سنګهـ سربېره، د انارکلي په نوم يوې نجلۍ هم ځان کانديد کړى دى.
هغه، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په دومره لږو کسانو کې به دوه هندوان څنګه بريالي شي؟ وويل:
((زه هيله لرم، چې د يو افغان په توګه نور افغانان هم رايه راکړي.))
هغه وايي، چې دى هيله لري، چې ټول افغانان هغه چاته رايه ورکړي، چې دوى او هېواد ته خدمت وکړي.
پرتپال، چې ٢٤ کاله وړاندې يې واده کړى، اوس د دوو لوڼو او يوه زوى پلار دى، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.
هغه وايي، چې د دوى نيکونه څو پېړۍ وړاندې افغانستان ته راغلي او دوى افغانان دي.
نوموړي، تر شپږم ټولګې پورې د کابل په بيهقي ښوونځي کې او تر نهم ټولګې پورې يې د اهل هنودو په ښوونځي کې زده کړې کړې دي.
هغه وايي، چې تردې دمه يې شاوخوا ٤٠٠زره افغانۍ پر کمپاين لګولي او دا پيسې يې څه خپلې، څه ورسره دوستانو مرسته کړې او څه يې پور کړي دي.
پرتپال زياته کړه، چې تراوسمهاله يې په کارته پروان او شور بازار کې خلکو ته وينا کړې ده.
که څه هم پرتپال وايي، چې ولسي جرګې ته د خپل بريا پروړاندې کوم مهم خنډ نه ويني، خو زياتوي چې څو ځلې د ناپېژاندو کسانو له خوا د ټېلېفون له لارې ګواښل شوى، چې ولې يې د مسلمانانو په شتون کې ځان کانديد کړى دى.
پرتپال سنګهـ په پښتو، دري، هندي، اردو، اينکو او پنجابي روانې خبرې کولاى شي.

Comment