Announcement

Collapse
No announcement yet.

ناټو : طالبانو زموږ پر دوو اډو سخته حمله وکړ&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ناټو : طالبانو زموږ پر دوو اډو سخته حمله وکړ&#

    ناټو : طالبانو زموږ پر دوو اډو سخته حمله وکړه
    اسوشیټیډ پریس او رویټر د ناټو په حواله لیکی چی طالبانو تیره شپه په خوست ولایت کی پر دوو لویو پوځی اډو ناببره حمله وکړه خو پسله څو ساعته جنګ څخه هغه پر شا وتمبول سوه او ۱۸ طالبان له منځه وړل سوي دي .
    خو طالبانو اعلان وکړ چی دا غافلګیره حملې د صحرا باغ او زاړه هوایی میدان پر اډو باندی د ۲۸ طالبانو لخوا وسوې چی ۷ ساعته جنګ روان و چی د هغه په ترڅ کی په صحراباغ کی ۱۹ بهرني پوځیان او په زاړه میدان کی ۲۱ خارجیان ، ۸ د کمپاین داخلی کسان او ۶ پولیس وژل سوي او په دواړو حملو کی ۲۲ طالبان له منځه تللي او ۶ نورو ځانونه خپل مرکز ته ورسول .
    طالبان وایی چی په زاړه میدان کی یې دوه هلیکوپترونه ( چی ولاړ وو ) په راکټونو له منځه وړي او تر لسو زیات موټرونه یې تخریب کړل .
    طالبان زیاتوی چی وروسته یې د زاړه میدان په ساحه کی یو بل هلیکوپتر ( چی ګزمه یې کوله ) د لاندی څخه په راکټ وویشت ، نسکور یې کړ او پکښی ناست ټول سپرلي یې ووژل . خو امریکایانو په دې باره کی څه نه دي ویلی .

    (ن . صمد )
    
Working...
X