ده آی ایس آی ده لوئ رئیس جنرال شجاع پاشا لیک وه ملا برادر ته
ګرانه وروره
آیا ته واقعی په دی باور یی چی ده اسلام په قلعه کی دی ناست ده کراچئ ده ښار ده بشپړ امنیت او سوکالئ څخه به خوندونه اخلی او په عین حال کی به ده کافر امریکایانو او ده هغوئ ده سپی کرزی سره ده روغی خبری هم کوی؟آیا ته دا فکر کوی چی زمونږ په پټه به دا بهیر هم پر مخ بیایی او ده حساس استخباراتی اژانس درکړل سوی معیاری نسوار به هم سوغی؟تا ښایی خپل اعصاب ده لاسه ورکړی دی برادر وروره.کیدائ سی په آسانئ سره ده یو ډرون توغندئ ښکار وګرځی او دا هم کیدائ سی چی په ډیره آسانئ سره ده تربت دباندی ده مردارئ په یو ډیران په داسی حال کی وموندل سی چی یو مرمئ /ګولئ دی تر څټ وتلی وی.او څوک به ده مرمئ خالی پوښ هم پیدا نه کړی وروره ولی چی دا سی کړنی زموږ ده عملیاتو یو عادی برخه ده،نامعلومی مرمئ/ګولئ او مړه خلک،کیسه خلاصه.
ته کولائ سی چی وځغلی/منډه ووهی ولی پټیدلائ نه سی،ته کولائ سی مالدیپ ته ولاړ سی او یا هم ده ارزګان ولایت ته ولاړ سی خو بالآخره به بیرته ده آژانس(آی ایس آی) په مرکز کی خپل بابا (شجاع پاشا) ته راځی.زما او ستا تړاؤ ده همدی ځائ سره دئ برادره وروره.ده شنو چایو ده یو پیالی او یا هم ده شریعت مطابق ده خپلی ږیری ده منډلو لپاره ته باید همدلته راسی
اوه اوه داسی بریښی لکه دا زولنو/هتکړیو چی دی دا پنډ پوستکئ در زخمی کړی وی.یو څوک راوبولم چی یو ښه مرچکی پلاستر پر وپیچی؟باور دی وسه ډیر به دی په آرام کړی.ده شنو چایو سره یو څو خوږی غواړی؟نه نه هیڅ تکلیف نه دئ.په یاد یی لره برادره وروره چی په ډیره آسانئ سره به دی تر ستونی آرسینک(ډیر تند زهر) تیر کړی وی.دلته ده آرسینک/زهرو هیڅ کمښت نسته.په دی خاوره/پاکستان کی هر څه پراخ او ډیر دی.او تاته معلومه ده چی موږ په خپلو ګودامونو/تشدد ځایونو کی رقم رقم ترخی مصالحی هم لرو.
ته چی ده کرزی سره یو ځائ کیږی نو دا فکر مه کوه چی ټوله نړئ ته به ښور ورکړئ.زموږ ده اجازی پرته به هیڅ هم ونه ښوری برادره وروره.ده نورو په خبرو مه خطاوزه په تیره بیا ده هالبروک.ستا هیر سول چی په بیت الله محسود څه وسول.په دی خبر یی چی حکیم الله اوس چیری دئ.ته ده حقانی ده ۳ ښځو او ۳۹ ماشومانو په انجام نه یی خبر؟هیلفایئز توغندئ په نښانه کی ډیری دقیقی دی خو دا په دی معنی نه چی ده انسان څخه به هیڅکله تیروتنه نه کیږی(پاشا دلته برادر بیروی او ده ډرون توغندئ ده خطاکیدو او دده ده کورنئ ده وژلو ګوتڅنډنه ورته کوی
یاد ساته،دا موږ یو چی ده شورا پالنه کوؤ کنی کوټه په جاسوسانو ډکه ده وروره.کوټه هم تر وزیرستان زیاته ساتلی او محفوظه نه ده.که تا ده کفارو څخه ده مرستی ژمنی تر لاسه کړی دی او غواړی چی آمیر المومنین ته ورسی او ورسره ووینی،صحیح ده خو ته ده ځان ده ساتنی او څار لپاره یو چاته اړتیا لری.ته باید په غیر محفوظو سیمو کی یوازی ګرځلاؤ وه نه کړی.زموږ اندیښنه فقط ستا ده ساتنی او ورورولئ په خاطر ده (دا ټول بیان طنزیه دئ او برادر غیر مستقیما بیروی)
او هو،په دی غلطئ کی مه اوسه، زه ده ریټایرمنټ/تقاعدئ لپاره هیڅ تلواری نه یم.زما ده دندی لایحه ده سپاه سالار(زرداری،ګیلانی یا کیانی) پر میز پرته ده.کیدائ سی یو کال نور هم په داسی مشکلو حالاتو کی ستا ده مرستی او ملاتړ لپاره پر خپله دنده پاته سم
ده خپل ورور برادر ساتونکئ
جنرال شجاع پاشا
