راپور : اسیر امریکایی عسکر مسلمان سوی دی
د انګلستان ( ډېلی مېل ) ورځپاڼه د طالبانو د یو قوماندان له خولې راپور ورکوی چی د پکتیکا ولایت په یحی خیلو کی چی کوم امریکایی عسکر ( بوو برګدل ) ۱۴ میاشتی مخکی نیول سوی و ، اوس مسلمان سوی او طالبانو ته د بم جوړولو او کمین نیولو روزنه ورکوی . دغه طالب قوماندان ( حاجی ندیم ) ورته ویلي چی د برګدل اسلامی نوم عبدالله دی . نوموړﺉ عسکر د موبایل تلیفون څخه د ریموټ کنټرول بم د فعالولو په غرض طالبانو ته روزنه ورکوی او دا ورښیی چی مؤفقانه کمین باید څنګه ونیول سی . خو دغه قوماندان وایی چی دغه طریقې زیاتره زموږ پخوا هم زده وې .البته د دې ادعاګانو په هکله طالبانو تر اوسه خپل رسمی غبرګون نه دی ښودلی .
