دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
پنتاګون لیکی چی یو امریکایی عسکر وړمه ورځ په هلمند ولایت کی طالبانو ووژی خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ چی څنګه ووژل سو . پنتاګون زیاتوی چی هغه امریکایی عسکر چی یوه نیمه میاشت مخکی ( یعنی د جون پر ۲۶مه ) د وردک ولایت په سید آباد کی ماین زخمی کړی و ، درې ورځی مخکی په امریکا کی په نظامی روغتون کی مړ سو .دغو پیښو د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۲۳۲ ته ورسول چی ۱۸ یې د اګسټ په روانو شل ورځو کی وژل سوي دي .
( ن . صمد )
