افغانستان د صحی غذا له مخی د نړۍ آخری هېواد سو
فرانس پریس آژانس د « مېپل کرفټ » جوړښتون د راپور او سروې په حواله خبر ورکوی چی افغانستان په روان ۲۰۱۰ کال کی د ناسالمی غذا له مخی د نړۍ د پای لخوا اول هېواد سو . دا سروې او څېړنه د ملګرو ملتونو د نړیوال غذایی پروګرام په مرسته بشپړ سوې ده . په دې لیست کی تر افغانستان وروسته باالترتیب د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ، بروندی ، اریتریا ، سوډان ، اتیوپیا ، انګولا ، لایبریا ، چاد او زمبابوې ځای لری . دا څیړنه او سروې په ۱۶۳ هېوادو کی سوې چی افغانستان ۱۶۳م سو .په دې تازه راپور سره به امریکا او د کابل نور پالونکي هېوادونه ډیر کم راسی .
( ن . صمد )
