Announcement

Collapse
No announcement yet.

نن په روسيه کې څلور اړخيزه سرمشريزه جوړيږ¡

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نن په روسيه کې څلور اړخيزه سرمشريزه جوړيږ¡

    نن په روسيه کې څلور اړخيزه سرمشريزه جوړيږي. 18-08-2010
    مسکو (ايتارتاس) د روسیې خبري رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان ، پاکستان ،تاجکستان او روسیې مشران به نن (چهارشنبه)د روسیې په سوچي ښار کې په خپله څلور اړخیزه غونډه کې پر امنیتي حالاتو او د روسیې پر مرستو خبرې وکړي.د ولسمشرکرزي د دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې کرزی پرون روسیې ته رسيدلى چې په دې څلوراړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې څلوراړخیزه غونډه کې به د افغانستان، روسیې، تاجکستان او پاکستان ولسمشران پر سیمه ییزو همکاریو.، سیمه ییز امنیت،د مخدرو موادو او تروریزم د مخنیوي پرلارو چارو خبرې وکړي.له کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیوچارو وزیر زلمی رسول،د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د دفتر ريیس عمر داودزی او ویاند وحید عمر ملګري دي. د ایتار تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د بهرنیوچارود کمېټې مشرکنستانتین کوساچیف پرون وویل چې روسیه کېدای شي د افغانستان، پاکستان او تاجکستان په امنیتي چارو کې مرسته وکړي. ښاغلي کوساچیف چې د سوچي په تفریحي ښار کې د افغانستان،روسیې،پاکستان او تاجکستان د ولسمشرانو ښاغلیو کرزي، میدوېدیف، زرداري او رحمان د څلوراړخیزې غونډې په درشل کې خبرې کولې ، وویل :«دا هیوادونه باید د خپلو خلکو د اقتصادي ستونزو او کمو عوایدوپه ارتباط ګڼې ټولنیزې مسلې اوارې کړي.» ده د نورو ستونزو په منځ کې افراطیت،تروریزم اومخدرو مواد یاد کړل چې باید مخه یې ونیول شي. د روسیې د دوما د بهرنیو چارو د کمېټې مشر په عین حال کې وویل :« څه چې په دغو هیوادونو کې پېښېږي، زموږ د هیواد پرحالاتومستقیم اغېز لري او زموږ د ملي امنیت، اقتصاد او د خلکو د روغتیايي ژوند لپاره ستونزې زېږوي. له همدې کبله باید روسیه د دغو ستونزو د مخنیوي په هلوځلو کې ځان شریک کړي.» کوساچیف دا هم وویل چې روسیه کولی شي چې له دغو هیوادونو سره په امنیتي،اقتصادي،اجتماعي او پوځي- تحنیکي برخو کې مرسته او همکاري وکړي. ده وویل چې په افغانستان کې باید لومړی د مخدرو موادو مخنیوي ته پام وشي او په پاکستان کې هڅه وشي چې اتومي وسله یې د سخت دریځو لاس ته ورنه شي. څلورو ولسمشرانو د تېر کال په دوبي کې هم دې ته ورته څلور اړخیزه غونډه د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې کړې وه او د روسیې ولسمشرویلي وو چې د همکاریو یوه نوې بڼه رامنځته شوى .ده دا هم ویلي وو چې په دې څلوراړخیزه سرمشریزه کې له ترهګرۍ رانیولې، تر مخدرو موادو او اقتصادي ستونزو پورې په بېلابېلو مسایلو خبرې کېدای شي. دیمیتري مېدوېدیف دا هم ویلي :«موږ په خپل منځ کې د همکاریو لپاره د انرژۍ(برېښنا)،د اورګاډي د پټلۍ، سیمه ییزه سوداګري او ترانسپورت په شمول مشترکې زمینې لرو چې باید وده ورکړو.» روسیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ته خپلې ترانزیتي لارې پرانستي څو وسلې، مهمات او نور وسایل پرې افغانستان ته یوسي.
    پرنټ کول
Working...
X