Announcement

Collapse
No announcement yet.

په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۲۰±

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۲۰±


    په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۲۰۰۲ ته ورسېد
    رویټر په خپل تازه راپور کی لیکی چی په افغان جنګ کی د بهرنیو پوځیانو تلفات تر ۲۰۰۰ واوښت یعنی ۲۰۰۲ ته ورسېد چی ۶۰٪ یې امریکایان دي . دا په داسی حال کی دی چی نن د افغان جنګ امریکایی قوماندان جنرال ډیویډ پترس اعتراف وکړ چی د افغان جنګ ګټل به نور وخت هم وغواړی .
    راپور زیاتوی چی د دغو ۲۰۰۲ تلفاتو څخه ۱۲۲۶ یې امریکایان ، ۳۳۱ یې انګریزان او ۴۴۵ یې هم د نورو هېوادو پوځیان دي چی د طالبانو د حملو ښکار سوي دي .
    راپور وایی چی د سږ کال په روانو اووه نیمو میاشتو کی ۴۳۴ بهرني پوځیان وژل سوي ، حال دا چی د تیر کال په ټوله موده کی ۵۲۱ بهرني پوځیان له منځه تللي وو .
    د اګسټ په روانو ۱۵ ورځو کی ۲۴ بهرني پوځیان وژل سوي چی ۱۲ یې امریکایان دي او داسی ښکاری چی ناټو دا جنګ نسی ګټلای .

    ( ن . صمد )
    
Working...
X