ویکی لیکس : د پنتاګون تهدید موږ نسی بېرولای
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی ویکی لیکس وایی موږ به هغه پنځلس زره پټ اسناد په یوه میاشت کی خپاره کړو چی د افغان جنګ تیاره او مبهم اړخ رسوا کوی . پنتاګون فشار پر اچولی دی چی نوموړي اسناد باید ځکه خپاره نکړی چی ګویا امنیت به زیانمن او د ډیرو افغانانو ژوند به د خطر سره مخامخ کړی ( چی مطلب یې د دوی پټ او ښکاره جاسوسان ، مخبران او همکاران دي ) . خو د ویکی لیکس ویاند ( ژولیان اسنج ) نن وویل چی موږ به دا اسناد په احتیاط او امنیتی ملحوظاتو ته په پام سره د یوې میاشتی په موده کی حتمأ خپاره کړو .
ده وویل چی که امریکایی پوځی مقامات د دیموکراسۍ ارتقأ غواړی نو باید د امریکا د بنسټ اښوونکو لخوا راوړاندی سوي اصلی ارزښت ته درناوﺉ وکړی چی هماغه د مطبوعاتو آزادي ده .
ده زیاته کړه چی د پنتاګون جدیت او تهدید موږ نسی بېرولای او موږ به دا پټ اسناد هرومرو خپاره کړو او موږ په دې نه ځوریږو بلکی پنتاګون باید خپله پر خپلو کړنو وځوریږی .
( ن . صمد )