د کندهار عملیات پمیرویس جلالزی
د ناټو یوه عالي رتبه مقام ویلي چې د کندهار په ولایت کې د طالبانو د ځپلو لپاره د امید په نامه عملیات لا وختي پیل شوي او ځيني پړاونه یې تکمیل شوي دي.
په کابل کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن بینوا ویب پاڼي ته وویل چې دغه عملیات څو اونۍ دمخ پیل شوي او اوس هم د کندهار ښار په چم ګاونډ کې روان دي.
سرچینې وویل چې عملیات ښه پر مخ زي.
دا په داسي حال کې ده چې د کندهار والي تیره اونۍ د دغه ولایت امنیتي حالت خورا ډیر کړکیچن او د اندیښنې وړ وښود.
اوس په دغو عملیاتو کې ډیر امریکایي خو د ګوتو په شمیر کاناډایي او افغان سرتیري برخه لري.
دا په داسي حال کې ده چې پرون په کندهار کې ۳۳۰ تنه پولیس سرتیري له یوې روزنیزې دوري څخه فارغ او ټولنې ته وړاندي کړای شول.
benawa.com
ټ پیل شوي دي