Announcement

Collapse
No announcement yet.

زابل : زر کورنۍ سيلاب ځپلي دي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زابل : زر کورنۍ سيلاب ځپلي دي

    1. زابل : زر کورنلودين

    2. د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار بينوا ته وويل چې د دي ولايت په شينکۍ او اټغر ولسواليو کې د تېرو موسمي اورښتونو له کبله سيلابونه راغلي او شاوخوا زر کورنۍ يې ځپلي دي.
    3. دده په خبره چې دغه ځپل سوي کورنۍ ډېرى يې کوچي هېواد وال دي او ځني يې ځايې اوسيدونکي دي.
    4. د رسول يار په وينا چې والي محمد اشرف ناصري سيلاب ځپلو سيمو ته لاړ او پر ډېرى کورنيو يې بيړنۍ مرستي وويشلي چې له مخي يې دغه اوسيدونکو سخته اړتيا ورته لرل.
    5. له بلي خوا رسول يار څرګندوي چې په دي ولايت کې سيلابونو زيات شمېر مالي زيانونه اړولي او کوم ځاني زيان يې نه دى اړولى.
    6. تېر سيلاب د شينکۍ ولسوالۍ دولس دوکانونه ويجاړ کړي شاوخوا پنځه دېرش د اوبو کاريزونه يې ګډوډ کړي او د يو شمېر کوچي هيوادوالو مالونه يې په خپلو څپو کې اخيستي دي.
    7. دا په داسې حال کې ده چي ورته اورښتونه په يوشمېر ولايتونو کې هم وسول او سيلابونو يې په لسګونه خلک په خپلو څپو کې ووژل.
    8. benawa.com
    9. ۍ سيلاب ځپلي دي

Working...
X