په کابل ښار کې نن /شنبه/ په یوه بمي چاودنه کې په ولسي جرګه کې د میدان وردک د یوه استازي شېرولي وردک په شمول دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي. دا چاودنه د شېرولي وردک کور ته څېرمه هغه مهال وشوه چې پولیسو هڅه کوله د نوموړي کور ته نژدې اېښودل شوی بم شنډ کړي. په پېښه کې شېرولي وردک سخت ټپي شو خو په روغتون کې یې ساه ورکړه.
د ولسي جرګې یوه بل غړي نذیر احمدزی وايي«د شېرولي وردک کور ته نژدې د پولیسو د تلاشۍ پوسته وه، خو د کورنیو چارو نوي وزیر د تلاشۍ دغه پوسته لېري کړه، د وزیر د دې پرېکړې په نتیجه کې نن موږ شېرولي وردک له لاس ورکړ.»
شېرولي وردک د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردک کشر ورور و.
تر دې پېښې مخکې نن وسله والو سختدریځو په لوګر ولایت کې د استیناف پر څارنوالۍ انتحاري بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۷ تنه وژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول.
تراوسه پوري د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي دا چاودنه د دولت د وسله والو مخالفانو کار بللی دی.
اړوند مطالب
د کابل په چاودنه کې د ولسي جرګې یو غړی ټپي شو
طا