طالبان په لغمان کې د فوځي وسايلو تر څنګ د ملي اردو د پنځه ويشت تنو عسکرو د نيولو خبر ورکوي.
د تفصيلاتو سره سم نن 2010-08-03 د لغمان په ولايت کې د طالبانو او افغاني قواوو تر منځ خورا سختې او خونړۍ نښتې شوي چې طالبان پکې د خپل برلاسي خبر ورکوي .
د طالبانو وياند ذبيح الله "مجاهد" د سه شنبې په ورځ ماښام ناوخته افغان اسلامي اژانس ته وويل چې نن سهار په سيمه ايز وخت د نهه بجو په شا خوا کې د لغمان ولايت د (بادپښ) په سيمه کې د طالبانو او افغاني قواوو تر منځ چې بهرنيو قواوو يې مرسته کوله هغه مهال سختې نښتې رامنځته شوې کله چې ګڼ شمير قواوې په سيمه کې د طالبانو پر ضد د عملياتو د تر سره کولو لپاره د (بادپښ) سيمې ورسيدې .
هغه زياته کړه (طالبانو لا دمخه د لارې په اوږدو کې کمينونه او پټې مورچلې نيولې وې ، هغوى پر دښمن مرګوني بريدونه وکړل ، د بريدونو په ترڅ کې په لسګونو عسکر مړه او ټپيان شول او هم د ملي اردو پنځه ويشت (25) تنه عسکر چې يو شمير يې ټپيان دي طالبانو ژوندي ونيول ).
"مجاهد" وويل چې سربيره پر دې طالبانو د ملي اردو اتلس (18) عرادې رينجر ډوله موتر او شپږ (6) عرادې فوځي ټانګونه چې فعال دي نيولي او خوندي ځايونو ته يې رسولي دي .
"مجاهد" پدې جګړه کې د ډيرې درندې او سپکې وسلې د نيولو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه (مونږ دومره وسله نيولې چې ټول کال د لغمان د عملياتو لپاره بس ده ).
هغه د افغان اسلامي اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې په جګړه کې بهرنيو قواوو ته زيان رسيدلې او کنه ؟ وويل ( بهرنيو قواوو خپل ټول مړي او زخميان په هليکوپترو کې د سيمې څخه يوړل ، مونږ د هغوى په اړه هيڅ ډول دقيق معلومات نه لرو ).
هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل طالبان به کوښښ وکړي چې د سره صليب سره تماس ونيسي څو د نيول شويو ټپي عسکرو د درملنې په برخه کې اقدام وکړي.
د طالبانو وياند همدا راز پدې جګړه کې د درې (3) تنو طالبانو وژل کيدو او اتو (8) نورو د ټپي کيدو خبر هم ورکړ.
بل پلو د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر اوسه پورې د دې جګړې په اړه کوم ډول معلومات خپاره کړي ندي خو د لغمان چارواکو په سيمه کې جګړه تصديق کړې او امنيه قوماندان مطبوعاتو ته وويل چې په سيمه کې د کورنيو او بهرنيو قواوو لخوا په پيل شويو عملياتو کې اته (8) تنه طالبان مړه او يوولس (11) نور ټپيان شوي دي .
که څه هم د طالبانو وياند او د لغمان امنيه قوماندان په دې جګړه کې د بهرنيو قواوو د موجوديت خبر ورکړ خو کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پدې هکله د افغان اسلامي اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل چې هلته د ملي اردو عسکرو عمليات تر سره کړي دي او پدې اړه د افغانستان د ملي دفاع د وزارت سره تماس ونيسئ .
افغان اسلامي اژانس د ازادو او مستقلو سرچينو څخه د دې جګړې په اړه څه تر لاسه کړي ندي.
پاى afghan islamic press