سپینه ماڼۍ: اوباما د زر فریاد الله
سپینې ماڼۍ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري هغه څرګندونې پرون رد کړې، چې وایي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونه په افغانستان کې د جګړې د بایللو په حال کې دي.
د سپینې ماڼۍ د ویاند رابرټ ګېبس په وینا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما، چې څو ورځې وړاندې یې وویل، په افغانستان کې پرمختګونه شوي، د پاکستان د جمهور رییس اصف علي زرداري دغه ارزیابي ردوي.
ګېبس پرون ژورنالیستانو ته وویل، زه فکر نه کوم چې ولسمشر اوباما به د خپل پاکستاني سیال له دې نتیجه ګیرۍ سره موافق وي، چې په افغانستان کې جګړه د بایللو په حال کې ده.
امریکا وروسته له هغه په دې اړه عکس العمل وښود، چې د پاکستان ولسمشر پرون یوې فرانسوۍ ورځپاڼې لې مونډ ته وویل، نړېواله ټولنه چې پاکستان یې هم یوه برخه ده، د طالبانو په وړاندې جګړه کې د بایللو په حال کې ده.
د زرداري په وینا له هرڅه وړاندې نړېواله ټولنه د خلکو د زړونو او نظرونو په لاسته راوستو کې پاتې راغلی ده.
ولسمشر زرداري دا څرګندونې بریټانیا ته تر سفر مخکې وکړې.
benawa.com
داري له څرګندونو سره موافق نه دی