پېښور کې پر ښوونځي د طالبانو برید ۱۳۲ کسان وژلي
شریک یې کړئ
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې یوه ښوونځي ته په وسلو سمبال نهه یا لس وسله وال کسان ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه کړې، چې د ۱۰۰ زده کوونکو په ګډون یې ۱۳۲ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې زیاتره د ښوونځي زده کوونکي دي.
نوموړی وايي، د ۶۰ وژل شویو مړي سي ایم ایچ او ۲۴ نور مړي د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوي، او په دواړو روغتونونو کې تر ۸۰ ډېر ټپیان هم بستر شوي دي.
پوځ وايي، تر اوسه یې له ښوونځي نه ۵۰۰ زده کوونکي ایستلي دي، خو داسې کره مالومات نه لري چې هلته څومره کسان بند پاتې دي.
مهم ټکي
د لیډي ریډینګ روغتون د ایمرجنسي برخې مسؤول بي بي سي ته ویلي ''په ټپیانو کې ماشومان او لویان دواړه دي.''
برید د سې شنبې پر ګهیځ په ورسک روډ پراته (آرمي پبلېک سکول) شوی، چې چارې یې د پوځ له لوري مخته وړل کېږي.
په دې ښوونځي کې د یوه زده کوونکي پلار ویلي، له خپل زوی سره یې د تیلیفون پر کرښه دا معلومات ترلاسه کړي، چې شپږ وسله وال ددوی د ښوونځي انګړ ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.
تحریک طالبان پاکستان ویاند بي بي سي ته ویلي، دا برید د دوی جنګیالیو د اورپکو پرضد د حکومت د عملیاتو په غچ اخیستو کې کړی دی.
ددغه تحریک ویاند محمد عمر خراساني ویلي ''زموږ شپږ جنګیالي ښوونځي ته ننوتي دي.''
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دغه برید غندلی او د بې ګناه وګړو په وژل کېدو یې ژغوره غمشریکي ښودلې ده. پوځيان د ښوونځي له انګړ بهر هم وسله والو ته ګوته په ماشه دي ویل کېږي په وژل شویو کې زیاتره د ښوونځي زده کوونکي دي نوموړی زیاتوي دا برید په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب (تورې ګوزار) او په خیبر ایجنسۍ کې د رانو خیبر ون عملیاتو په غبرګون کې شوی دی دی.
ده منلې ده، چې د پاکتساني پوځ په ضرب عضب او خیبر ون پوځي عملیاتو کې ۵۰۰ طالبان وژل شوي دي.
سیمه پوځيانو کلابنده کړې ده، خو د ژغورنې عملیات دوام لري. د مدثر په نامه یوه عیني شاهد ویلي، د ښوونځي په لوی تالار تقریباً تر سلو پورې زده کوونکي په مراسمو کې راغونډ شوي وو، او په ځینو ټولګیو کې د زده کوونکو آزموینه روانه وه، خو د زده کوونکو شمېر کم و.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني ویلي، اوس وضعیت نژدې کنټرول شوی، او خال خال د وسله والو له خوا ډزې کېږي، خو امنیتي ځواکونو د ماشومانو د حفاظت لپاره د ښوونځي له انګړ نه وتلي دي.
په ټپیانو کې ماشومان او لویان دواړه دي. د لیډي ریډینګ روغتون د ایمرجنسۍ برخې ویلي، دوی ته تر ۸۰ ډ*ېر ټپیان ور وړل شوي دغه ښوونځي د پوځ له لوري سمبالېږي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
د پښتونخوا نور مطالب
نوښار کې شپږ مړي موندل شوي
بشپړ متن ولولئ نوښار کې شپږ مړي موندل شوي
خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "شپیته اورپکي وژلي"
بشپړ متن ولولئ خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "شپیته اورپکي وژلي"
پښتونخوا کالم - افغانستان په لندن کې
بشپړ متن ولولئ پښتونخوا کالم - افغانستان په لندن کې
- 5 ساعتونه مخکې

- طالبانو د پېښور په ورسک روډ پراته پر پوځي ښوونځي ډله ییز برید کړی دی
- د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي، تر ۱۰۰ ډېر کسان په دې برید کې وژل شوي، چې زیاتره یې ماشومان دي
- ژغورندویه ډلو ویلي، ګڼ ماشومان د ښوونځي په ودانۍ کې بند پاتې دي.
- پاکستاڼي طالبانو ویلي، دا برید یې په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د پوځ د عملیاتو په غبرګون کې کړی دی
د لیډي ریډینګ روغتون د ایمرجنسي برخې مسؤول بي بي سي ته ویلي ''په ټپیانو کې ماشومان او لویان دواړه دي.''
برید د سې شنبې پر ګهیځ په ورسک روډ پراته (آرمي پبلېک سکول) شوی، چې چارې یې د پوځ له لوري مخته وړل کېږي.
په دې ښوونځي کې د یوه زده کوونکي پلار ویلي، له خپل زوی سره یې د تیلیفون پر کرښه دا معلومات ترلاسه کړي، چې شپږ وسله وال ددوی د ښوونځي انګړ ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.
تحریک طالبان پاکستان ویاند بي بي سي ته ویلي، دا برید د دوی جنګیالیو د اورپکو پرضد د حکومت د عملیاتو په غچ اخیستو کې کړی دی.
ددغه تحریک ویاند محمد عمر خراساني ویلي ''زموږ شپږ جنګیالي ښوونځي ته ننوتي دي.''
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دغه برید غندلی او د بې ګناه وګړو په وژل کېدو یې ژغوره غمشریکي ښودلې ده. پوځيان د ښوونځي له انګړ بهر هم وسله والو ته ګوته په ماشه دي ویل کېږي په وژل شویو کې زیاتره د ښوونځي زده کوونکي دي نوموړی زیاتوي دا برید په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب (تورې ګوزار) او په خیبر ایجنسۍ کې د رانو خیبر ون عملیاتو په غبرګون کې شوی دی دی.
ده منلې ده، چې د پاکتساني پوځ په ضرب عضب او خیبر ون پوځي عملیاتو کې ۵۰۰ طالبان وژل شوي دي.
سیمه پوځيانو کلابنده کړې ده، خو د ژغورنې عملیات دوام لري. د مدثر په نامه یوه عیني شاهد ویلي، د ښوونځي په لوی تالار تقریباً تر سلو پورې زده کوونکي په مراسمو کې راغونډ شوي وو، او په ځینو ټولګیو کې د زده کوونکو آزموینه روانه وه، خو د زده کوونکو شمېر کم و.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني ویلي، اوس وضعیت نژدې کنټرول شوی، او خال خال د وسله والو له خوا ډزې کېږي، خو امنیتي ځواکونو د ماشومانو د حفاظت لپاره د ښوونځي له انګړ نه وتلي دي.
په ټپیانو کې ماشومان او لویان دواړه دي. د لیډي ریډینګ روغتون د ایمرجنسۍ برخې ویلي، دوی ته تر ۸۰ ډ*ېر ټپیان ور وړل شوي دغه ښوونځي د پوځ له لوري سمبالېږي.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
د پښتونخوا نور مطالب
نوښار کې شپږ مړي موندل شوي
- 14 دسمبر 2014 - 23 لیندۍ 1393
بشپړ متن ولولئ نوښار کې شپږ مړي موندل شوي
خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "شپیته اورپکي وژلي"
- 11 دسمبر 2014 - 20 لیندۍ 1393