نورستان کې طالبانو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي
شریک یې کړئ
وسله والو طالبانو له دې مخکې هم څو ځلې د نورستان پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو د نورستان ولایت د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.
د نورستان والي ویاند موسی شامي ویلي، ډېورېنډ کرښې ته نژدې کامدیش ولسوالۍ کې شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، دغه برید "نن (شنبې ورځې د نومبر ۲۲ مې) سهاره پیل شوی او تر دې دمه (د خبرو تر وخته) دوام لري چې د وسله والو طالبانو ۱۰ غړي او د امنیټي ځواکونو ۲ کسان په کې وژل شوي دي".
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، دا یو سخت برید بللی او ویلي يې دي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا يې مات شوی او د طالبانو ۸ مړي د جګړې په میدان کې پاتې دي.
په کامدیش والسوالۍ کې د پولیسو یوه مشر وویل، د طالبانو ترڅنګ بهرني پاکستاني اورپکي هم د دولتي ځواکونو پر واړاندې جګړه کوي.
د طالبانو يو وياند پر خپل ټويټر ويلي دوی "پر دريو پوستو بريدونو کړي، او ۱۳ افغان سرتېري يې يا وژلي يا ټپيان کړي دي".
ده دا هم منلې چې "څلور طالبان يې نښته کې وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي".
د افغانستان ختیځ کې نورستان ولایت چې له ډېورېنډ سره پر پوله دی، ځینې برخې يې له دې مخکې هم څو ځلې د وسله والو طالبانو د برید لاندې راغلې وې.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
ورته مطالب
د افغانستان نور مطالب
امريکا د ۲۰۱۵ کال لپاره افغانستان کې خپل جګړه ييز رول "پراخوي"
بشپړ متن ولولئ 'امريکا د ۲۰۱۵ کال لپاره افغانستان کې خپل جګړه ييز رول "پراخوي"'
عربستان کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړوي
بشپړ متن ولولئ 'عربستان کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړوي '
خلک ولې د درغليو یا ټګيو قرباني کېږي؟
بشپړ متن ولولئ 'خلک ولې د درغليو یا ټګيو قرباني کېږي؟'
ډېر لوستل شوي
- 8 ساعتونه مخکې

- "پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ملاتړ کوي"
15 نومبر 2014 - 24 لړم 1393
- 'د وزیرستان عملیاتو کې ۱۶۷ 'ترهګر' وژل شوي'
16 جون 2014 - 26 غبرګولی 1393
- نورستاني: په ټاکنو کې د گډون کچه ډېره لوړه وه
14 جون 2014 - 24 غبرګولی 1393
د افغانستان نور مطالب
امريکا د ۲۰۱۵ کال لپاره افغانستان کې خپل جګړه ييز رول "پراخوي"
- 6 ساعتونه مخکې
بشپړ متن ولولئ 'امريکا د ۲۰۱۵ کال لپاره افغانستان کې خپل جګړه ييز رول "پراخوي"'
عربستان کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړوي
- 22 نومبر 2014 - 01 لیندۍ 1393
بشپړ متن ولولئ 'عربستان کابل کې د اسلامي زده کړو ستر مرکز جوړوي '
خلک ولې د درغليو یا ټګيو قرباني کېږي؟
- 21 نومبر 2014 - 30 لړم 1393