Announcement

Collapse
No announcement yet.

پر خارجي پوځيانو نيوکه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پر خارجي پوځيانو نيوکه

    پر خارجي پوځيانو نيوکه
    په لومړي سر کي د لر اوبر ويپ پاني ټولو کارکوونکي خپلي نيکي هيلي وړاندي کومه. وروسته غواړم تاسو ته د سه شنبي د ورځي يوي پيښي په اړه مالومات درکړم چي زما په کلي کي رامنځته شوي دي او زما خو پريږده زما دسيمي د ولسي زړه يي دردولي دي .
    دسه شنبي په شپه د امريکايانو پوځيان دکابل په سهيل کي د موسهي په ولسوالي کي پر يو کور يرغل وکړ او د خوب په بستر کي يي درتنه تنکي ځوانان ووژل چي يو يي فلز کار وو او دوه تنه نور يي سوچ بزګر وو د کلي د اوسيدونکوپه وينا دغه کسان طالبانو اويا خو هم کوم بل وران کاري ډلي سره اړيکه نه درلود . له همدي کور څخه يو بل تن يي له ځانه سره بيولي هم دي . دغه وحشيان وروسته له هغه چي دغه تنکي ځوانان يي په ګوليو باندي ويشتلي دي بيا يي په چړو باندي په سر سر هم څو ځلي ويشتلي دي . دسه شنبي په ورځ بيا د موسهي ټول قهريدلي ولس په يو آواز دحکومت او امريکايانو ضد شعارونو په ورکولو سره مظاهره وکړه چي نږدي ښار تنه ورسيد خو د ملي اردو او ملي پوليسو لخوا و درول شول او ځيني غوښتنه وشوه ترڅو خپل څو تنه سپين ږيري او قومي مشران دکورنيو چارو وزارت ته واستوي او دا موضوع د سوله ايزي لاري څخه حل کړي . هلته په کورنيو چارو وزارت کي دموسهي سپين ږيرو سره ژمنه وشوه چي هغه جاسوس چي ددي کورني په اړه يي غلط مالومات ورکړي وو محکمه کړي او بيا به دا ډول په خپل سره بريد په ځانګړي توګه د شپي لخوا نه کيږي . خو په بله شپه دا عمل يو ځلي بيا په ډير بي شرمي سره ترسره شو او يوبل تن يي هم له ځانه سره يووړل . نه پوهيږي چي آيا موږ حکومت ، پوليس او ملي پوځ لرو او يا نه که يي لرو نو دا ډول بريدونه ولي او که غيرت نه لري نو بيا دي زموږ په شان ټکري واغوندي او په کور کي کښيني . دا ستونزي حل نده ددوي دا ډول کړنو سره د طالبانو پلويان ورځ په ورځ زياتيږي او جزبه لرونکي ځوانان طالبانو سره د غچ اخيستو په نيت يوځاي کيږي چي دا په خپله ستر ناورين دي .
    سره له دي چي ددي خبري يادونه ګټه نه کوي خو زما زړه ډيره دريدلي وو نو له همدي کبله مو تاسو ته وليکه ترڅو ددي موضوع په اړه څيړنه وکړي او بيا يي په خپل ويپ پاڼي کي خپوري کړي له تاسو څخه مننه .
    د. جان
    
Working...
X