د کندهار د والي د دفتر رييس ډاکټر پرويز نجيب نن ماښام د ژورو ټپونو له امله سا ورکړل ، هغه نن سهار د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د شاه اغا په زيارت کې د نوي کال د مراسمو پر مهال په بمي چاودنه کې ټپي سو سهار هم تر پيښي وروسته خبر تر لاسه سو چي نوموړي د ژورو ټپونو له امله سا ورکړې ده خو سمدستي د چارواکو له لوري رد سو . ډاکټر پرويز نجيب ته نژدې سرچيني وايې چې نوموړی په سر کې ټپي سوی وو چې لمړی د ۲۰۵ اتل قول اردو روغتون ته وليږدول سو او وروسته په هوايي ډګر کې د ايساف روغتون ته انتقال کړل سو خو د ژورو ټپونو له امله يې نن ماښام سا ورکړل او مړ سو . .
په پيښه کې د کندهار ښاروالۍ د مرستيال او د خاکريز ولسوالي د امنيه قوماندان په ګډون ۷ تنه ټپيان او دوه تنه ووژل سوه
