افغان جنګ تر اوسه ۳۴۵ بلیونه ډالره خوړلي دي
رویټر د امریکا د کانګریس د بودجوی دفتر په حواله راپور ورکوی چی کانګریس په تیرو نهو کالو کی د افغانستان د جنګ لپاره ۳۴۵ بلیونه ډالره منظور کړي دي . راپور وایی چی ۲۲ بلیونه ډالره د همدې افغان جنګ په خاطر په نورو هېوادو کی مصرف سوي او ۲۵ بلیونه ډالره هم د افغان اردو او پولیسو د روزلو ، وسلوال کولو او جنګولو لپاره خرڅ سوي دي او بارک اوباما د روان کال تر پایه د همدې هدف لپاره نور ۱۴٬۲ بلیونه ډالره هم غوښتي دي .راپور زیاتوی چی په افغانستان کی د یو امریکایی عسکر کالنی مصرف د نیم ملیون ډالرو څخه تر یو ملیون ډالرو پوری دی . راپور کاږی چی په پوځی برخه کی خو امریکا ۳۴۵ بلیونه ډالره مصرف کړي ، مګر په غیر پوځی برخو ( یعنی بیا رغاونه ) کی یې د ۲۰۰۲ راهیسی فقط ۱۷ بلیونه ډالره مصرف کړي دي چی د دې کار پړه د کرزي د حکومت پر فساد باندی اچوی او ځکه نو کانګریس د هغه ور روان کومک څخه ۳٬۹ بلیونه ډالره راوګرځول چی کابل ته به ورکول کېدل تر څو هغه د افغان چارواکو او مامورینو جیبونو ته و نه لویږی .
خو ناظرین وایی چی د تیرو نهو کالو راهیسی همدا لویه ستونزه د امریکایانو او اروپایانو د پښو اصلی پیکړه ده چی نه یې ایله کولای سی او نه یې هم پاللی سی .
( ن . صمد )

Comment