Announcement

Collapse
No announcement yet.

حضرت صبغت الله مجددي په حق ور سېدئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • حضرت صبغت الله مجددي په حق ور سېدئ


    حضرت صبغت الله مجددي په حق ور سېدئ

    لراوبر ډاټ کام
    Larawbar.com 2012-09-11


    د دوشنبې په ماخستن د فيسبوک په بېلابېلو ګروپونو کي داسي بحثونه رامنځته سول چي ګواکي حضرت صبغت الله مجددي د زړه د حملې له امله د ناروې په يوه روغتون کي تر بېړنۍ څارني لاندي نيول سوئ دی .
    په سويډن کي ازاد خبريال وارث خان هوتک لراوبر ته وويل چي ښاغلی مجددي د زړه ناروغۍ له امله دناروې هيواد په يوه روغتون کي ساه ورکړه او په حق ورسېدئ .
    دغه خبر تر اوسه پوري د افغانستان ددولت لخوا په رسمي ډول نه دئ تائيد سوئ .

    حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ عيسوي کال زېږېدلی دی ، د مصر د الظهر پوهنتون څخه فارغ التحصيل او بيا يې د کابل په حبيبيه ليسه کي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه .

    د پنځوسمي لمريزي لسيزي په وروستيو کي د ځينو سياسي مخالفتونو پر اساس درې کاله زنداني سو . د ثور ۷ کودتا پر مهال يې د کورنۍ غړي ووژل سول خو پخپله چي په بهر کي وو ژوندی پاته سو .

    په ۱۹۷۹ کال کي يې د ملي نجات جبهه تاسيس کړه او په ۱۹۸۹ کال په پېښور کي د افغانستان د عبوري حکومت ريس وټاکل سو ، په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله د کمونسټ پلوه رژيم تر سقوط وروسته د ۱۹۹۲ د اپريل څخه د ۱۹۹۲ د جون د مياشتي پوري د افغانستان د جمهور ريس په توګه پر دنده پاته سو .

    د ولسمشر کرزي دواکمنۍ پر مهال د اضطراري لويي جرګې او مشرانو جرګې مشري کړېده .
    دنوموړي د مړيني خبر نن د ۲۰۱۲ د سپټمبر پر ۱۱نېټه خپور سو خو د دولت لخوا په رسمي توګه نه دی تائيد سوئ .



Working...
X