Announcement

Collapse
No announcement yet.

اغلې حسيبه شهيد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اغلې حسيبه شهيد

    شاعرې ،ليکوالې اوتکړه ژورناليستې اغلې حسيبه شهيددفاني دونياڅخه دتل لپاره سترکې پټې کړې







    انا للــــــــــــــــــــــــه و اناالیـــــــــــــــــــــــــه راجعـــــــــــــــــــــون

    اغلې ميرمن حسيبه شهيددمحمدداودشهيدلوراوددننګرهارولايت دبهسودسردار دوست محمدخان اودپښتنې شاعرې ليکوالې مرحومې سايره محوي لمسې وه چې په ١٣٦٢ لمريز كال د زمري په اوه ويشتمه دننګرهار ولايت په يوه عالمه او روشنفکره کورنۍکې زېږېدلې وه .
    لومړنۍ زده کړې دکابل قلعه فتح الله، منځنۍ زده کړې : جلال اباد تجربوى، ثانوي زده کړې، بې بې مريم لېسه پيښوراولوړې زده کړې كې يې وروسته دژورنالېزم په برخه کې ډېپلوم واخيسته .
    لمړى يې په پيښور کى د بي بي سي له څانګى سره دشااوخوا دوه کاله همکاري درلوده او بيا كابل اوجرمنې كې د ازادۍ راډيوخبرياله شوه چې اوس محال دجرمنې هيوادپه پراګ کې دخبريالې دنده يې درلوده او دمسافرې شپې سباکولې


    اغلې مرحومه حسيبه شهيديوه ډيره مودبه لايقه او خوږژبۍ شاعره وه چې په شعرونو کې ژور تخيل اورياليستکه صنحې ډيري په سترګو کيدې دغه با استعداده شاعره اوليکواله يوه ناچاپ شعري ټولکه لري چې دسوزه ډک اشعار په کې راټول شويدي


    داغلې شهيد شعرونه په ورځپاڼو،مجلو،او نورو خپرونوكې خپاره شوي دي اوډيرلوستونکي او مينه وال لري دغه پښتنه ليکواله د تحقيقي رپوټونه ، ترڅنګ مستندې اوځېنې خورې ورې نورې ليكنې هم كړې دي اکثرا دبشري حقوقو ،اود ښځو دحقونو ټولنيز، راپورنه يې برابرولې

    اغلې ميرمن حسيبه شهيد واده کړ ې وه او ددو ماشومانو مور وه. لکه څرنګه چې کورنى يې له ډير پخوا د مطبوعاتو دكورنۍغړي پاتې شوې وو له ماشومتوبه ېى د مطبوعاتو ټولو برخو په تيره بيا ژورناليزم او په ادبياتو كې له شعر او شاعري سره مينه درلوده. دشعرونو يو ناچاپ ټولګه لري. که چيرته دا ټولګه مونږ ترلاسه کړو نودزرلښت ډاډکام په مالي لښکت به چاپ او مينوالو ته ورسيږي ميرمن حسيبه شهيدچې دمې۹/ثور۲۰) د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار په یوه ترافیکي پېښه کې هغه وخت ټپي شوه چې يوغټ ټرک د هغې موټرسره ټکر وکړ چې دسختو ټپونو په اثر دډيروارمانونوسره له دی فاني دونيا څخه يې سترګې پټې کړې او ژوندسره يې دتل لپاره خدای پاماني وکړپه دی توګه خپل مينه وال يې دغم په ټغر کيناوه




    I am no bird, and no nest ensnares me.

    non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

  • #2
    Tsanga shahida swa?

    I cant read Pashto well

    Comment


    • #3
      shaheed ye takhalus dey. she got in to a car accident.

      I am no bird, and no nest ensnares me.

      non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

      Comment

      Working...
      X