اول چرگه وزيږيده بيا هگۍ راغله، نه يې منئ؟ ويې لولئ
بي بي سي پښتو وېبپاڼه
بچوڼى په سټه روغ رمټ دى خو چرگې په کې ژوند له لاسه ورکړ.په سرېلنکا کې يوې چرگې بې له دې چې هګۍ واچوي وار د واره بچوڼى وزيږاوۀ او دا پوښتنه يې بيا توده کړه چې هګۍ مخته پيدا شوې وه که چرگه؟
په سرېلنکا کې يوې چرگې د هګۍ پر ځاى بچوڼى وزيږاوۀ.
ورته مطالب
تړلي موضوعات
پر ځاى د دې چې هګۍ ولويږي او وروسته په کې بچوڼى جوړ او راووځي د سرېلنکايي چرگې بچوڼي دا هر څه دننه وکړل.
تړلي موضوعات
پر ځاى د دې چې هګۍ ولويږي او وروسته په کې بچوڼى جوړ او راووځي د سرېلنکايي چرگې بچوڼي دا هر څه دننه وکړل.
دا هګۍ ٢١ ورځې د چرگې دننه وه او په نس کې يې په بچوڼي يا چيچوڼي بدله شوه.
بچوڼى په سټه روغ رمټ دى خو چرگې په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د سرېلنکا د حيواناتو هغۀ ډاکټر چې دا ټول بهير يې څارلى و وايي دۀ په ژوند کې داسې څه پخوا نه و ليدلي.
ډاکټر پي اى يپا چې د وليميدا په سيمه کې کار کوي دغه چره معاينه کړه.
ډاکټر يپا وموندل چې ښېرازه شوې هګۍ د چرگې په نس کې په بچوڼي بدله شوه او هغلته بچوڼۍ له هګۍ ووت.
د مړې شوې چرگې معايناتو وښوول چې په بدن کې دننه له ټپونو مړه شوې ده.
په سرېلنکا کې د بي بي سي خبريال چارليس هيولاند وايي په هغه هيواد کې دا خبر د خبرونو په سر ټکو کې ځاى شوى دى.
د سرېلنکا يوې ورځپاڼې د دې خبر لپاره عنوان داسې ورکړى و:
هګۍ نۀ چرگه لومړى وزيږيده
