لودين
د ولسي جرګې غړو د امریکایانو له خوا د قرآن کریم د سوځولو په سخت غبرګون کې د جهاد د حکم ورکولو غوښتنه وکړه.
د بګرام په هوايي اډه کې د امریکایانو له خوا د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو له کبله، د ولسي جرګې ډېری غړي د امریکا پر ضد شعارونه ورکوي او یو شمېر نور بیا د امریکايي ځواکونو پر خلاف د جهاد خبره کوي.
د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي اعلان کړه چې: «د امریکایانو پر ضد جګړه په حقه ده او موږ هم باید له افغانستان څخه د دغو ځواکونو تر وتلو پورې د جهاد حکم ورکړو.»
دغه راز د سپېڅلي قرآن کریم سوځېدلې نسخې هم د اداري پلاوي پر مېز اېښې دي، چې دا چاره د ډېری وکیلانو د لا ډېرو احساساتو لامل شوې ده.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې ولسمشر حامد کرزي په یوه لیک کې د دواړو جرګې له غړو غوښتي، چې د دغې موضوع په اړه د سلا مشورې لپاره سبا ته په ارګ کې راټول شي.
تر اوسه په ولسي جرګه کې حالت عادي نه دی او معلومه نه ده، چې د دغې جرګې غړي به څه پرېکړه وکړي
benawa.com
