Announcement

Collapse
No announcement yet.

طالبان به د حامد کرزي د حکومت سره خبرې ونه ک&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • طالبان به د حامد کرزي د حکومت سره خبرې ونه ک&#


    د طالبانو مرکزي شورى پريکړه کړې چې هغوى به د حامد کرزي د حکومت سره خبرې ونه کړي او په افغانستان کې به د بهرنيو قواوو تر موجوديت پورې خپل مقاومت ته دوام ورکوي. په طالبانو کې ډيرو باخبرو سرچينو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مرکزي شورى د امريکا سره د مذاکراتو په اړه يوه جوړه شوې غونډه کې پريکړه وکړه چې هغوى به په هيڅ صورت کې هم د حامد کرزي د حکومت سره خبرې ونه کړي. دې سرچينو زياته کړه چې طالبانو يو ځل بيا په خپل دې موقف ټينګار وکړ چې د امريکا سره به يواځې يواځې د بنديانو د تبادلې په هکله خبرې کوي او لدې پرته به د امريکا بل يو وړانديز لکه اور بند او يا د افغانستان اوسنى قانون او داسې نور ونه مني. د طالبانو يوې بلې باوري سرچينې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د طالبانو د مرکزي شورى په دې اړه هيڅ اختلاف نه لري او نه غواړي چې د کرزي د حکومت سره خبرې وکړې دا ځکه هغوى د کرزي حکومت بې اختياره او غير قانوني بولي. کله چې افغان اسلامي اژانس پدې اړه د طالبانو د يو فوځي قوماندان څخه وپوښتل نو هغه وويل (د کرزي د حکومت سره د طالبانو خبرې امکان نه لري او که چيرته د طالبانو اسلامي تحريک د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړې نو د طالبانو اسلامي تحريک به په دوه ډلو وويشل شي ). هغه زياته کړه ( يوه کوچنۍ ډله به د کرزي د حکومت سره خبرې کوې او بله ډله به جهاد ته دوام ورکوي). يو طالب قوماندان د افغان اسلامي اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ملا محمد عمر اوس هم پر طالبانو واک لري او کنه ؟ ويل کيږي هغه د پيښو په اړه هيڅ ډول معلومات نه لري او پريکړې نور څوک کوي سمه ده او کنه ؟ وويل (ملا محمد عمر لا د پخوا څخه زيات پر حالاتو واکمن دى او حتى ډيرې وخت د تغير او تبديل په اړه خپله پريکړې کوي). له بلې خوا په قطر کې د طالبانو او امريکا د مذاکراتو په اړه افغان اسلامي اژانس ته رارسيدلې معلومات وايي چې تر اوسه پورې په مذاکراتو کې کوم پرمختګ ندې شوې. يوې سرچينې وويل د مذاکراتو دغه عمل دومره کمزورى دى چې حتى تر اوسه پورې د طالبانو لپاره کوم دفتر هم ندې پرانيستل شوې او د طالبانو کوم استازي چې د مذاکراتو لپاره قطر ته تللي هغوى په دوحه کې د ازاد تګ راتګ اجازه هم نه لري. يوې سرچينې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې د مذاکراتو اصلي اجنډا د بنديانو تبادله ده خو پکې کوم ډول پرمختګ نه ليدل کيږي. د طالبانو شورى د حامد کرزي د حکومت سره د مذاکراتو نه کولو پريکړه په داسې حال کې کوي چې د قطر د مذاکراتو پر سر د افغانستان د حکومت او امريکا تر منځ لدې امله اختلافات راپيدا شوي چې له يوې خوا د افغانستان حکومت د دې مذاکراتو څخه د څنګ ته کولو له امله خپله ناخوښي څرګندوي او له بلې خوا افغان حکومت غواړي چې د دې ډول مذاکراتو مشري او کنجي د همدوى په لاس کې وي. په افغانستان کې د سولې د عالي شورى مرستيال عبد الحکيم "مجاهد" څوک چې د طالبانو د تحريک غښتلى غړې او په نيويارک کې د طالبانو استازې ؤ په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ روانې خبرې د باور جوړونې خبرې بولي او هيله لري چې وروسته به د سولې عالي شورى هم په دې خبرو کې ورګډه شي او وايي چې په مذاکراتو کې د افغان حکومت له ګډون پرته د امريکا او طالبانو تر منح هر ډول مذاکرات نيمګړي او ناکام دي. که څه هم په نړيواله سطحه د طالبانو او مريکا تر منځ د روانو تماسونو او مذاکراتو په اړه ډير زيات تبليغات کيږي خو افغان اسلامي اژانس ته داسې شواهد په لاس ندي ورغلي چې يا خو دې د قطر په مذاکراتو کې کوم د کتنې وړ پرمختګ شوې وي او يا دې طالبان په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې فوځي اډې غواړي په ريښتيا سره د مذاکراتو غوښتونکى وي بلکه اوس هم طالبان د معلوماتو تر مخې د افغانستان څخه بې له کوم قيد او شرطه د بهرنيو قواوو پر بشپړو وتلو او هغوى ته د فوځي اډو پر نه ورکولو ټينګار کوي چې په دې اړه يې په دريځ کې هيڅ ډول نرمي نه ليدل کيږي . يو طالب قوماندان په همدې اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې له يوې خوا د هغوى لس کلن مقاومت وښودل چې طالبان د بهرنيو قواوو په مقابل کې د مقاومت توان لري او د هغه پر وينا له بلې خوا طالبان د پخوا په نسبت په ښه فوځي موقف کې دي نو لدې امله طالبان داسې مذاکراتو ته هيڅ اړتيا نه لري چې په نتيجه کې يې د هيواد څخه ټول بهرني فوځونه ونه ووځي او هيواد يې په يو نه يو ډول اشغال شوې وي. کتونکي په دې باور دي چې د مذاکراتو لپاره راتلونکې څو اونۍ خورا مهمې دې چې په دې موده کې به د مذاکراتو په باره کې د دواړو خواوو موقفونه څه ناڅه روښانه شي او وبه ليدل شي چې دواړه خواوې تر کومه حده په مذاکراتو کې ريښتينې دي. پاى
    afghan islamic press

  • #2
    And they did confirm their talks with the U.S. only last week. What a flip. But it probably makes sense for them politically to publicly adopt posture which will not discredit them especially when their talks with the U.S. are at the exploratory stage. Moreover, this posture may also be their bargaining strategy in its affair with its foes. One things is for sure, they are in contact and have already had meetings with Americans etc.

    Comment

    Working...
    X