Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان:- د افغان کوچنيانو سره غير اخلاق

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان:- د افغان کوچنيانو سره غير اخلاق

    فغانستان:- د افغان کوچنيانو سره غير اخلاقي کړنې تر سره کوونکي برطانوي عسکر دې مجازات شي.
    د افغانستان حکومت د برطانيې څخه د هغه دوه تنو برطانوي عسکرو د مجازات غوښتنه کړې چې دوه افغان کوچنيان يې غير اخلاقي کړنو ته هڅولي دي . د چهار شنبې په ورځ 2012-01-18 د جمهوري رياست څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي ( د افغانستان حکومت د هغه خپاره شوي خبر له مخې چې دوه بريتانيايي سرتېرو دوه افغان ماشومان هڅولي دي چې د جامو پر سر د دغو سرتېرو بدنونه لمس کړي، په ژوره توګه خواشيني شوي دي). خبر پاڼه زياتوي (د رپوټونو له مخې دوه بريتانيايي سرتيرو يو لس کلن هلک او يوه لس کلنه انجلۍ ناوړه جنسي اړيکو ته هڅولې دي او بيا يې د هغوي ويديو نورو عسکرو ته ښودلې ده). د افغانستان حکومت د برطانوي عسکرو دغه عمل په کلکو ټکو کې غندلې او دغه کار يې د اخلاقو او انسانيت څخه ليرې بللى دى . خبر پاڼې د مسئولو کسانو د مجازات غوښتنه کوړې او زياته کړې يې ده ( له دې امله د افغانستان حکومت د بريتانيا له حکومت څخه په ټينګار سره غواړي چې په دې اړه عاجلې او جدي څېړنې وکړي او دغه دوه سرتيري مجازات کړي). همدا راز د جمهوري رياست څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي د افغانستان حکومت د بهرنيو عسکرو لخوا د دا ډول مواردو له ډيريدو څخه په ژوره توګه انديښنه لري او وايي که د دا ډول اعـمالو مخه ونه نيول شي په بهرنيو عســکرو به د افغانستان د خـلکـو باور کم او له هغوي سره به يې همکاري کمزورې شي. نژدې يوه اونۍ وړاندې داسې يوه ويډيو هم خپره شوې وه چې څو تنه امريکايي عسکر په افغانستان کې د وژل شويو درې تنو افغانانو پر جسدونو باندې متيازې کوي چې بيا په افغانستان کې دايساف مسئولينو د دې پيښې د تحقيقاتو خبر ورکړ او هم طالبانو او دولت دغه پيښه په کلکه سره وغندله . پاى
    afgan islamic prss
Working...
X