خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر
نېټه : ٢٠ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-12-11
طالبان وايي په کابل او مزار کي د عاشورا د ورځي په مراسمو کي د بريدونو په اړه يې نن مشرانو غونډه کړې او يووار بيا يې دا پېښي په کلکه غندلي دي، دوی په خصوصي ډول د هیواد داهل تشیع له علماء اومشرانوڅخه غوښتنه کړېده چي په دي اړه ډیر متوجه واوسي اوخپل اولسونه په دي حقیقت پوه کړي چي داهیڅکله دسني او شیعه ترمنځ ددښمنۍ مو ضوع نه ده ، د طالبانو په وينا دوی باید دځینو داخلي ګوډاګیانو هغو بي مسئولیته خبرو ته غوږ کښې نږدي څوک چي دخپلو ګټو دساتلو او دخپلو بادارانو دخوشحالولو لپاره دي موضوع ته دکورني اومذهبي اختلاف رنګ ورکوي .

طالبان وايي چي خپلو وسله والو ته يې لارښوونه کړې چي له خپلو نورو ورسپارل شویو دندو سره په څنګ کې دي د داډول ناوړه پیښو مخنیوي ته هم جدي توجه وکړي .
ديادوني وړ ده چي د عاشورا په ورځ په کابل او مزار شريف کي نژدې ۶۰ ملکي کسان ووژل سول او تر ۱۵۰ زيات زخميان سول ،که څه هم ځينو طالبان ډېر ژر دا پېښه غندلې وه خو ځينو چارواکو يې پړه پر طالبانو ور واچوله ، وروسته په پاکستان کي د لښکر جهنګوي په نامه يوې ډلي ددې پېښو مسوليت ومانه .دوی هغه وخت پر خپله خبره بيرته پښېمانه سول چي افغان ولسمشر حامدکرزي له پاکستانه په دې اړه د پلټنو غوښتنه وکړه ، اوس په افغانستان کي يوې ناڅرګندي ډلي ويلي دي چي د جهنګوي د افغانستان څانګه ده او په دې بريدونو کي يې لاس درلود .
افغان کارپوهان ددې پېښي د پړې ګوته پاکستان ته نيسي چي غواړي په افغانستان کي دا ځل د مذهب په نوم کرکه او جګړه وکري .