لودين
يوه افغان سرتېري نهو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړول.
په کندهار کې د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قومندان بريد جنرال عبدالحميد وردګ وايې چې نن سهار د سهيل په اروزګان ولايت کې يو تن افغان سرتېري د فوځي زدکړي پر مهال پر بهرنيو سرتېرو ډزي تر سره کړي دي.
دده په خبره چې دغه سرتېري په خپلو ډزو کې درې بهرني سرتېري وژلي او يو شمېر نور سرتېري يې ژوبل کړي دي.
؛د وردګ په وينا چې يو تن افغان ژباړن هم په دي ډزو کې وژل سوى او يو افغان سرتېرى ژوبل سوى دى.
ده وويل چې ددي پېښي په تړاو يې پلټني پيل کړي دي ولي تر اوسه څرګنده نه ده چې نور ژوبل سوي سرتېري په کوم هېواد پوري تړاو لري.
جنرال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د هغه سرتېري په اړه يې پلټني پيل کړي دي او وروسته به يې نور جزيات هم په ډاګه سي.
ددي پېښي په تړاو لا بهرنيو سرتېرو او کومي بلي ډلي څه نه دي ويليbenawa.com

Comment