Announcement

Collapse
No announcement yet.

په کابل کي د بهرنيو عسکرو پر قطار ځانمرگی ب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په کابل کي د بهرنيو عسکرو پر قطار ځانمرگی ب

    خپروونکی : لراوبر ډاټ کام (جرمني)
    ليک : سپين اڅکزی
    نېټه : ٧ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-29


    د کابل امنيه قومندان هشمت ستانکزي د دې پخلی کړی دی چي د شنبې په ورځ د پلازمېني کابل په دارالمان کي د بهرنيو پوځونو پر قطار ځانمرگی بريد تر سره سو.

    د پيښي په هکله نور جزيات لا ندي بربنډ سوي.

  • #2
    کابل: ځانمرګي بريد شپږ د ناټو پوځيان وژلي د&#1

    پروونکی : لراوبر ډاټ کام (کابل)
    ليک : سلېمان يوسفي
    نېټه : ٧ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-29

    له کابل څخه ورکړل سوي راپورونه وايي نن سهار د ناټو شپږ پوځيان په يوه ځانمرګې حمله کي وژل سوي دي.

    پېښه افغان اميريکن پوهنتون ته څرمه هغه وخت رامنځته سوې چي يوه ځانمرګي خپل موټر د ناټو د پوځيانو په يوه سرويس موټر کي وواهه.

    نيويارک ټايمز د يوه عيني شاهد په حواله وايي چي د ناټو پوځيانو شپږ مړه عسکر يې په خپلو سترګو ليدلي دي.

    بلي خوا ته د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پېښي پخلى کړى خو د يوه افغان پوليس او درو ملکي افغانانو د مړيني خبر ورکوي، چي د پېښي پر مهال له سيمي څخه تېرېدل.

    صديق صديقي ويلي چي د ناټو د پوځيانو له مړيني ناخبره دئ.


    Comment

    Working...
    X