Announcement

Collapse
No announcement yet.

نړیواله عفو : جورج بوش باید ونیول سی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نړیواله عفو : جورج بوش باید ونیول سی

    خپروونکی : خبري څانګه
    ليک : ( ن . صمد )
    نېټه : ٢٤ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-16

    د کاناډا ( ټورنټو سټار ) ورځپاڼی لیکلي چی کاناډا د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش ته بلنه ورکړې چی په هغه غونډه کی د خاص میلمه په حیث برخه واخلی چی په پنجشنبه په بریټش کولمبیا ولایت کی جوړېدونکې ده .

    خو نړیوالي عفوی د کاناډا څخه غوښتي چی جورج بوش د ۲۰۰۲ – ۲۰۰۹ پر مهال سي آی اې ته د بندیانو د کړولو د امر ورکولو په تور ونیسی چی له امله یې ګڼ انسانان د فلاکت او هلاکت سره مخامخ سول . خو کاناډا د نړیوالی عفوی دا غوښتنه رد کړې ده .

    نړیواله عفو وایی چی موږ د جورج بوش پر ضد د شکنجو ، او ډول ډول غیر انسانی ظلمونو د اثبات لپاره څلور زره صفحې شواهد لرو خو څوک هغه نسي نیولای .

    جورج بوش په تیره فبرورۍ کی سویس ته خپل دغسی یو سفر ځکه فسخ کړی و چی سویس د جنیوا د کنوانسیون کوربه دی او هغه حکومت د ده د نیولو تهدید منلی و.

    په پام کی دی چی په بریټش کولمبیا کی به په زرګونو خلک د بوش پر ضد لویی مظاهرې وکړی .


Working...
X